شپږ (۶) اسانه لارې  چې په لسو دقيقو کې بې خوبي له منځه وړي

شپږ (۶) اسانه لارې  چې په لسو دقيقو کې بې خوبي له منځه وړي
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن

بې خوبي چې په انګليسي کې ورته Sleeplessness وايي او علمي نوم يې Insomnia دی، يوه عامه ناروغي ده، چې ډېری هر عمر کسان ورڅخه زوريږي. بې خوبي هغه حالت ته ويل کيږي، چې د ستړيا، کم خوب او خوب ته د اړتيا سره - سره يو کس نه شي کولی چې بيده شي.

د بې خوبۍ ځينې لاملونه څرګند او د اندېښنې وړ نه دي. د بلېګې په ډول ځينې کسان ښايي د ورځې زيات خوب له امله ونشي کولی چې بيده شي او يا ښايي کومه فزيکي ناروغي ولري، چې له درد او تکليف څخه به ورله خوب نه ورځي.

بيا له بلې خوا، د بې خوبۍ ځيني لاملونه ناڅرګند دي. ځېنې کسان ټوله ورځ کار وکړي او سبا بيا اړ وي چې کار وکړي او وخته پورته شي، خو د شپې چې هر څومره هڅه وکړي، خوب نه ورځي. دغه کسان د خوب لپاره ځيني درمل لکه د خوب ګولۍ او نور خوري. دغه درمل که څه هم د يو کم وخت لپاره کولی شي، چې اغېزمن کس د يو څو ساعتونو لپاره په خوب کې واچوي، خو په دايمي ډول دغه ستونزه نه شي حل کولی. د يادو درمل زيان په دې کې دی، چې يو ځل يو کس پرې عادت شي، نو بيا يې چې تر څو دغه ګولۍ نه وي خوړلي، نو خوب به نه شي کولی.

په دې لېکنه هغه شپږ لارې درته په ګوته کوو، چې ستاسو سره به مرسته وکړي، ترڅو په کم وخت کې د بې خوبۍ له ستونزې خلاص شئ.

۱- له شلو دقيقو ډېر په بستر کې مه پاتې کيږي: هر کله چې د شپې خوب نه درځي، په يو - بل اړخ کيږي او انتظار باسې تر څو بيده شی، نو دا غوره حل لاره نه ده. کله چې وپوهيږي، چې په اسانه سره خوب نه درځي، نو له شلو دقيقو انتظار وروسته له خپل ځای پورته شئ او په يوې ستړې کوونکې چاره باندې ځان بوخت کړئ. نو په پايله کې به وګورئ، چې د يو څو دقيقو ورسته به د خوب احساس درباندې راشي او په اسانۍ سره به بېده شی.

۲-موسېقي مه اورئ: د خوب کولو په وخت کې د موسېقۍ اورېدل او يا نه اورېدل تر ډېره په شخص پورې اړه لري. ځيني کسان عادت وي، چې د خوب په وخت کې موزيک واوري، خو بيا بله ډله د موزيک په اساس ورسر خوب هم له لاسه ورکوي.

عمومي څېړنې ښيي، چې موسېقي خوب تختوي او غوره نه ده، چې يو کس له خوب مخکې او يا هغه وخت چې خوب نه ورځي نو پرځای يې موسېقۍ ته غوږ شي.

۳- د خوښې خلاف چارې تر سره کړئ: په بستر کې له شلو دقيقو وروسته چې خوب درنه شي، نو پورته شئ او پر ځای يې داسې کړنې تر سره کړي، چې تاسو ته په زړه پورې نه وي. هغه کتاب مو چې نه خوښيږي، هغه کمپيوټري کار چې درته ستړی کوونکی وي او بله هغه چاره چې تاسو ورسره جوړ نه وی، تر سره يې کړئ. دغه ناخوښې کړنې لامل کيږي، چې تاسو ته د خوب چانس په لاس در کړي او په ارام سره بېده شي.

۴- چاپېره شیان مو برابر کړئ: مخکې له دې چې د خوب ځای ته لاړ شئ، هر هغه شی چې ستاسو شااوخوا دی، برابر او منظم يې کړئ. د بېلګې په ډول که د خوب بالښت او توشک مو که خرابه وي نو تبديل يې کړئ. که دراوزه خلاصوه وي، بند يې کړئ، ترڅو د دروازې د خلاصون په اړه در سره تشويش له منځه لاړ شي او بيده شی.

۵- په تېر او راتلونکې فکر مه کوئ: خوب د مغزو د ارامتيا په مانا دی، خوب هغه وخت دی، چې تاسې بايد استراحت وکړئ. هغه چارې مو چې د ورځې يا اونۍ په جريان کې تر سره کړې وي، نو د خوب په وخت پرې فکر مه کوئ او يا هم په دې وخت کې د سبا لپاره پلانونه مه جوړه وئ.

د خوب ځای ته د تلو په وخت کې هر ډول اندېښنې، پلانونه او فکرونه خوب تختوي. که چېرې دغه کارونه پرېږدئ، نو خوب به مو منظم او برابر شي.

۶- په تياره کې کېنئ: که دا ټولې چارې هم تر سره کړئ، خو خوب نه درځي نو بيا د شلو څخه تر ۱۰ دقيقو لپاره يوازې په تياره کې کېنئ. هغه وخت چې په تيار کې کېناستئ، نو هېڅ ډول بل څيز له کتاب او موبايل در سره مه اخلئ. په تياره کې يوازې کېناستل کولی شي، د لسو و دقيقو او يا نيم ساعت کې تاسې له خوب برخمن کړي.