جان کوم، د واټس اپ اجرائيه مشر او بنسټګر غواړي چې نور دا کمپنۍ پريږدي. داسې ښکاري چې د دې تصميم يو لامل دا دی چې فېسبوک، د واټس اپ د اپلېکېشن د پټو سيستمونو د کمزوري کولو په هڅه کې دی.
د واټس اپ اپلېکېشن په ۲۰۱۴ زيږديز کال کې د فېسبوک له لوري د ۱۹ مېلياردو ډالرو په بيه وپېرل شو، هغه مهال دری مېليارده ډالر د فېسبوک د سهمونو په چوکاټ کې ورکړل شول.
په دې وروستيو کې ويل کيږي چې فېسبوک په دې هڅه کې دی چې د واټس اپ د خونديتوب سيستم کمزوری کړي تر څو د کاروونکو شخصي معلوماتو ته د لاسرسي او خپلو تبليغاتي موخو په پار کار واخلي. داسې ښکاري چې «کوم» له دې تصميم سره همغږی نه دی.
کوم پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي:
«نږدې يوه لسيزه تيريږي چې ما او برايان اکتون واټس اپ پيل کړ او دا ښکلی سفر مو د ډېرو غوره ملګرو سره تجربه کړ؛ خو اوسمهال زما وخت په تېرېدو دی. زه په داسې حال کې واټس اپ پرېږدم چې خلک له هغه څخه په لوړه سطحه له واټس اپه کار اخلي څنګه چې ما فکر کاوه. ډله موله بل هر وخته پياوړې ده او په ډېرو زړه وړونکو چارو لاس پورې کوي».
د فېسبوک عامل مدير مارک زاکربرګ هم له «کوم» څخه د ټولو هغه کړنو له کبله مننه کړې چې د واټس اپ په برخه کې يې کړي، زاکربرګ د اېموجي غمجنه نښه هم کوم ته لېږلې ده.
د واټس اپ د بنسټکر ملګري برايان اکټون هم يو کال وړاندې فېسبوک پرېښی و، تر څو وکولی شي خپل شخصي کاروبار ته ادامه ورکړي. نوموړي د آناليتيکا د کمبريج له رسوايۍ وروسته د #DeleteFacebook هشټګ وکاراوه، او د ټوېټر د ګڼوڼ له څاروونکو يې غوښتي وو چې فېسبوک ليرې (حذف) کړي.
له فېسبوکه ځينو سرچينو ويلي چې «کوم» د آناليتيکا د کمبريج سره د تړلې رسوايۍ وړاندې د شرکت د پرېښودلو قصد درلود؛ نو ويلی شو چې د نوموړي دا تصميم له يادې رسوايۍ سره کومه اړيکه نه لري.
وروستي