پاکستانۍ کلداره له اعتباره لويږي

اوږده موده وشوه چې په افغانستان کې د پاکستانۍ کلدارې چلښت او د نورو اسعارو پر وړاندې د هغې ارزښت څارم، په دې اړه مې وړاندې هم ليکنې کړې؛ ځکه چې دا موضوع د هېواد د اقتصادي پرمختګ سره نېغې اړيکې لري؛ پاکستانۍ کلدارې له ډېرې مودې راهيسې زموږ پر کورنيو بازارونو سيوری غوړولی او د پولي ثبات پر وړاندې يې خنډ جوړ کړی؛ خو په ډاډ سره ويلی شم چې نور په افغانستان کې هغه کرنسي له اعتباره لويږي کوم چې د افغانستان د اقتصاد او سياست پر مخ تور داغ ګڼل کيږي.

هېره دې نه وي چې په دې وروستيو کې پاکستانۍ کلدارې د نورو بهرنيو اسعارو پر وړاندې هم خپل ارزښت بايللی او دا مهال د خپل اعتبار په ډېرو ټيټو پوړيو کې قرار لري؛ دا چې د بهرنيو اسعارو پر وړاندې پاکستانۍ کلداره ولې په ګونډو شوه، ښايي د پاکستان د کورنيو کړکيچونو سربېره ګڼ نور لاملونه هم ولري؛ خو هغه څه چې زه یې څرګندول غواړم په افغانستان کې د پاکستانۍ کلدارې له اعتباره لوېدل او مخ پر ځوړ حالت دی.

لکه څرنګه چې پوهيږو د يو هېواد مرکزي بانک دا دنده لري چې د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د خپلې کورنۍ کرنسۍ ثبات خوندي کړي او د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د هغې د نا انډولۍ مخنيوی وکړي؛ دا ځکه چې بې انډوله او بې ثباته پولي واحد کولی شي په لنډ وخت کې د يو هېواد اقتصاد ته سخت ټکان ورکړي؛ له بده مرغه بايد ووايو چې زموږ مرکزي بانک په دې برخه کې ډېر پڅ اقدامات کړي، لا هم په کورنيو بازارونو کې د بهرنيو اسعارو په ځانګړي ډول د پاکستانۍ کلدارې چلښت يو دود ګرځېدلی او په ورځنيو راکړو ورکړو کې له پاکستانۍ کلدارې کار اخيستل کيږي، هغه څه چې د مرکزي بانک کمزوری پولي سياست راښيي، په کار داسې وه چې مرکزي بانک څو کلونه وړاندې د پاکستانۍ کلدارې جرړې له بېخه وېستلې وای، خلک يې هڅولي وای، د عامه پوهاوي پروګرامونه يې په لاره اچولي وای، دې ته ورته نورې ګڼې لار چارې دي چې حکومت پرې د پاکستانۍ کلدارې د چلند مخنيوی کولی شوای، په افغاني بازارونو کې لاهم د پاکستانۍ کلدارې په راکړه ورکړه د حکومت او مرکزي بانک له لوري هېڅ محدوديت نشته او نه هم ډېری وګړي په دې پوهيږي چې د پاکستانۍ کلدارې راکړه ورکړه زموږ اقتصاد او سياست ته څومره زيان رسوي؛ خو هغه څه چې هيله بښوونکي دي د هېواد په زياتره ولايتونو کې له پاکستانۍ کلدارې سره د خلکو پريکون دی، په ډېرو ولايتونو کې ليدل کيږي چې سوداګرو، هټيوالو او نور کاروباريانو د پاکستانۍ کلدارې پر وړاندې لاس يو کړی او خپل غږ يې اوچت کړی.

که ولس وپوهول شي چې د پاکستانۍ کلدارې چلښت کوم نه جبرانېدونکي اقتصادي زيانونه رامنځته کوي او پر ځای يې د افغانۍ کارول کومې ګټې لري او له دې سربېره د پاکستانۍ کلدارې پر وړاندې حکومت غوڅ اقدام وکړي نور ډېر ژر به پولي ډګر کې د يو مثبت بدلون شاهدان واوسو.

په دې وروستيو کې په هېواد کې د پاکستانۍ کلدارې پر وړاندې کوچني حرکتونه د دې سبب شول چې د پاکستانۍ کلدارې پر وړاندې ديوالونه رامنځته کړي او هغه د اعتبار تر ټولو ټيټې کچې ته بوځي، دا مهال د افغانۍ پر وړاندې د پاکستانۍ کلدارې ارزښت په بې ساري ډول رالوېدلی او داسې ښکاري چې نور په افغانستان کې پاکستانۍ کلداره له اعتباره لويږي.

له بل لوري په افغانستان کې د بهرنيو توليدي توکو پر ځای د کورنيو توکو د توليد پراختيا د دې سبب ګرځېدلې، چې په بازار کې د افغانۍ ارزښت او ثبات پياوړی کړي، خلک هڅه کوي چې خپل توليد په افغانۍ وپيري او په افغانۍ يې وپلوري، دا کار نه يوازې کورني توليدات پياوړي کوي بلکې کاروباريانو ته دا ډاډ هم ورکوي چې د افغانۍ کارول د ګټې او کاروبار يوازينۍ وسيله ده. د کورنيو توليداتو کارول او په راکړو ورکړو کې له کورنۍ کرنسۍ کار اخيستل هغه څه دي چې د بهرنيو اسعارو ارزښت او اعتبار له منځه وړي او د هغه ګواښونو مخه نيسي کوم چې د بهرنيو اسعارو له کارونې څخه رامنځته کيږي.

دا د هر افغان ملي او ايماني دنده ده چې د خپل هېواد د اقتصادي ځواکمنتيا لپاره لاس په کار شي، دا چې افغانۍ زموږ ټولو هېوادوالو ملي هويت ګڼل کيږي؛ نو په کار ده چې د افغانۍ په ساتنه او په ورځنيو سوداګريزو چارو کې د هغه په کارونه کې خپل ملي مسووليت ادا کړو، بايد ووايو چې نن ورځ پاکستانۍ کلداره تر ټولو بې ثباته کرنسي ده، که غواړی په خپل کاروبار کې د تاوان پر ځای ګټه وکړئ، نو پاکستانۍ کلدارې له مخې ها خوا او د هغې پر ځای افغانۍ وکاروئ او ډاډمن کاروبار وکړئ، ځکه چې په افغانستان کې پاکستانۍ کلداره له اعتباره لويږي.