د چپرهار سره کلا که د هلمند موسی کلا !

هغه د چا خبره چې ټکه رالويږي ، نو دغريب پر سر رالويږي ، د چپرهار خلک په ننګرهار کې ځکه تر ټولو غريب خلک دي ، چې ځمکې يې کمې او اوبه يې په نشت حساب دي ، چپرهار جلال اباد ښار ته څيرمه په ۱۵ کيلومترۍ کې د سپين غره په لمنو کې پرته ولسوالي ده ، خلک يې غريب ، خو د پوهنې او پر مختګ مينه وال دي ، دلته اوس هم چې ورشې ماشومان لوبې کوي دهقانان په خپلو کروندو کې په کارونو بوخت دي ، خو ګونګو وژنو تل دغه بيوزله ولس داسې لړزولی ، چې له کوچنې او بيا تر يو بوډا پورې ټول يې دځان په اړه فکر ته اړ کړي ، دوی وايې چې د وژونکولپاره دا مهم نه ده ، چې څوک يې وژلی ،بلکې د دوی لپاره تر ټولو مهمه په لومړي قدم کې دهغه پيسو هضمول پکار دي ، چې د خلکو د وژنې په نامه يې له خپلو بادرانو اخستي ، دويم د اچې دوی غواړي په دې سره په ولس کې رعب او ويره خپره کړي ، دوی لپاره مهمه نه ده چې څوک وژني ګنهګار دی او که بې ګناه خو د دوی لپاره خپل هدف مهم دی ، چې دمخه مې ذکر کړل ، ولې له بده مرغه د پوهنې او پر مختګ د دښمنانو تل دغه بيچاره او غريب ولس تل په دې پلمه ځورولی،ژړولې او وژلی چې تاسې بهرنيانو او يا هم دولت ته جاسوسي کوئ ، زه له دغه ښاغلو دا پوښتنه کوم ، چې د يو چا د مرګ لپاره همدومره بس دی ، چې ورته ووايې چې ته جاسوس يې ، او که په دې اړه پلټنې ،تحقيق او محکمې ته اړتيا ده ، که څه هم په دغه سيمه کې د ګونګو او پټو مرګونو لړۍ ډير دمخه پيل شوې ،په دغه سيمه کې تر اوسه تر سلو ډير ګونګ قتلونه ترسره شوي ، دغه مرګونه په ډول ډول لارو ترسره شوي ځينې کسان د خوب له بستره راپاڅول شوي او د ميرمنې په مخ کې وژل شوي او ځينې نور يې له موټرو راکوز شوي او ځينې ته تښتول شوي او بيا وژل شويدي زه نه وايم چې دا ټول به بې ګناه و ، خو دومره وايم چې ډيری يې دمرګ وړ نه و ، اسامه بن زيد چې يو جليل القدر صحابي و يو کس يې په داسې حال کې وژلی و چې هغه کلمه ويله ، کله چې نوموړی شخص نبي عليه السلام ته راغی نو نبي عليه السلام ورته وفرمايل ( هلا شققت قلبه .. اوکماقال صلی الله عليه وسلم ) ايا تايې زړه څيرلی و چې ورباندې پوه شې چې کلمه يې په ريښتيا وايله او که په درواغو چې له ځانه قضاوت کوې ، وايې چې هغه صحابي به د مرګ تر ورځې ويلې چې د نبي عليه السلام خبره راپه زړه کيږي نو ډير مې ځوروي او وايم چې کاشکې تر دغه ورځې مسلمان شوی نه وم ، په داسې حال کې ده چې د چپرهار خلک نه يوازې چې کلمه وايې بلکې ډير مجاهد او غيرتي ولس دی د روسانو پر وړاندې دجهاد په دوران کې د دغه سيمې خلکو بې سارې قربانۍ ورکړي .
زه د چپرهار په سره کلا کې څو ګونګو وژنو ته په لنډه توګه اشاره کوم او بيا په دې اړه د تش په نامه حکومت بي غوري له تاسې سره شريکوم
خبر شوم چې د چپرهار سرې کلا ته ورڅيرمه په خان کلي کې دوه ورونه د شپې له خوا په ډيره بې رحمانه توګه هغه مهال ووژل شو چې يو يې د ميرمني او بچو له څنګه راپورته کړی شوی او بيا وژل شوي ويل کيږي چې يو ورور دبل د ژغورنې هڅه کوله چې خپله د جلادانو ښکار شو ،دا نو دخپل ډول ډيره بې رحمه پيښه وه چې د طالب په نامه تمامه شوه.همدارنګه د کوچني اختر ورځ وه په لوډسپيکرو کې اعلان وشو چې د چپرهار د لونګه پور د کلي دوه ورونه چې يو خو يې د طالبانو دحکومت پر مهال له دغه تحريک سره کار هم کړی وژل شوي او نن يې په دومره بجو جنازه ده، دا خبره په دې ډيره ټکان ورکوونکې وه چې له يوه اړخه د کوچني اختر ورځ وه او دلته بيا هم يو ورور د بل د ژغورنې هڅه کوله چې قاتلانو د دې بل دمخه وواژه ، ديادولو وړده چې لونګه پور قريه هم سرې کلا ته څيرمه د چپرهار دخوړ په بل اړخ کې پرته سيمه ده .
په سره کلا کې يو د قران قاري هغه مهال ووژل شو چې د تراويح لمانځه وروسته خپل کور ته روان و.
همدارنګه په دغه او ورڅيرمه سيمو کې په بيلا بيلو وختونو کې ډير کسان وژل شوي چې له ذکر کولو يې تيريږو ، خو وروستۍ هغه يې ځکه ډيره درودونکي وه چې يوه ډله محصلينو چې غوښتل يې په سره کلا کې د خپل يو دوست واده ته لاړ شي د طالبانو په نامه يوې ډلې يې مخه ونيوله دا چې مرګ ډير تريخ دي نوځکه خو په سراچه موټر کې ناستو کسانو د تيښتې هڅه وکړه چې د طالبانو له خوا په مرميو وويشتل شو په کې ناست کسان ووژل شول ، په همدغه شپه په همدغه سيمه کې طالبانو دعامو خلکو موټرې درولې او ځوانان به يې په دې پلمه ورڅخه را کښته کول چې يا يې ږيره لنډه ده او يا له ملي اردو او يا هم له ملي پو
ليسو سره کار کوي . هغه کسان چې ږيرې به يې لنډې وې وهل کيدل خو هغه بد بخته چې د ملي اردو هغه زرفرانيانې اغوستې وې هغه به په ډيره بې رحمانه ډول وژل کيدل ، يو تن چې د ډيرو سوال او زارۍ پر مهال د موټر سوارلۍ ليدلی و ډير يې خلک غمجن کړي و ، وايې چې دغه کس طالبانو ته وويلې چې همدا اوس مې له مور او بچيانو سره په مبايل خبرې وکړې هغوی زما په تمه دي نه حکومت پيژنم او نه له امريکيانو سره لار لرم دخپلو بچيو لپاره د يوې مړۍ ډوډۍ دګټلو لپاره په ملي اردو کې داخل شوی يم خير دی ما مه وژنۍ خو بې رحمه جلادانو دا ښاغلی هم ووژلو ، زه نه پوهيږم چې ديو چا مرګ ولې دومره ساده Ø
وي ، ښه طالبه وروره که په دغه زير پيراني اغوستونکو کې داسې غريب کس چې بل کس ورته خپل زرپراني ورکړي وي ته يې ووژني نو دخدای په وړاندې به د ده دژوند اخستنې مسوليت څنګه منې ايا په دې باور لرې چې کومه ورځ به مرې او دا فاني دنيا به درڅخه پاتې کيږي موږ نه وايو چې تاسې جهاد مه کوئ . جهاد وکوئ خو غريبو بې وزله او بې ډوډۍ خلکو سره نه د دغه سيمې هره پيښه ډيره دردونوکې ده زه يې نورې نه بيانوم
خو زما له انده د چپرهار په سيمه کې نا امني درې علتونه لري
د اپپمو او لرګيو قاچاقبران په دغه پيښو کې لاس لري ځکه اپيوم او د سپين غره لرګي د چپرهار له لارې خوګياڼو او روداتوو کوټ او له هغه ځايه شينوارو ته ليږدول کيږي ، دغه ډله غواړي له دې لارې په خلکو کې ويره خپره کړي چې د شپې له خوا ګشت او ګذر ونه کړي چې دوی ته لارې بې کاره وي
دويم داسې ويل کيږي چې په دغو وژنو کې بلک واټر مشهوره قاتله کمپنۍ لاس لري چې په عراق او افغانستان کې د بې شميره کسانو په وژنو تورنه ده
دريم هغه مزدور طالبان دي چې له استخباراتي موسسو پيسې اخلي او په سيمه کې نامني او ويره خپروي
که هر څوک دا کار کوي ښه کار ځکه نه کوي چې ولې د نورو او خپلو شخصي ګټو لپاره بې وزله بې ګناه وګړي قرباني شي ، دا سمه ده که تاسې په ريښتيا کوم جاسوس وژلی وي خو هغه هم بايد له پلټنې او تحقيقاتو وروسته ووژل شي نه دا چې يو څوک دې له موټره را کوز شي او دې وژل شي
او که طالبان دا کار نه کوي نو غږ دې وکړي چې دا کار د دوی نه دی او لطفا د مخنيو لپاره دې هلې ځلې وکړي .
ځکه دبې ګڼاه وګړو وژل هغه چې د هر چا له خوا وي هيڅکله او په هيڅ وجه نه شي توجيه کيدلی .
بل لوري داسې هم نه ده چې په دغه سيمه کې حکومت نه شته ولسوالي شته امنيه قومانداني فعاله ده او ترڅنګ يې د ډاګو په کلي کې د پوليسو يو ستره قرارګاه هم شته خو کله چې دغه پيښې کيږي ولسوالي او پوليس ځان داسې ويده کوي چې ته به وايې ګواکې په دغه سيمه کې هيڅ پيښه نه ده شوې او دغه سيمه چې اکثره په کې پيښې کيږي کومه صحرايي سيمه هم نه ده بلکې يوه ستره قريه دغلته ميشته ده او تر ولسوالۍ د موټر يوازې پنځه دقيقې لار ده خلک نه پوهيږي چې طالبانو او حکومت يې په شريکه پر واړندې تړون کړی که څنګه ! دغه ماتې ګوډې مې ځکه وليکلې چې غواړم تش په نامه افغان حکومت هم دې ته متوجه کړم
او هغه طالب مشران چې ډيرې سترې دعوي کوي د بې ګناه وګړو د وژنو مخنيوی وکړي هر څوک دې خپل دښمن وپيژني په بې ګناه وګړو دې خپلې سترګې نه سرې کوي او دا کوم نرتوب هم نه دی .
په ټول افغانستان کې د سولې او ټيکاو په هيله