
زما کلی هره ورځ دبمونو باروتو او ماینونو په
لوګیو کي پټ وی هره ورځ می دکلی په هرکور کی دغمونو ټغر غوړیدلی وی یوه مور د خپل
زوی په ویر په چیغو چیغو ناری وهی سترګی یی لاری ته نیولی وی او په غوږونو کی یی
یوه دغم بړبوکی اوازونه کوی چی نن به بیا زما زوی له کومی پیښه سره مخ کیږی اویا
به مو په کور کومه دغم ټکه رالویږی اخر ترکومه مونږ په خپل پلرنی کلی کې داسی په
ویره او وحشتناکو شیبو کی ژوند وکړو ترڅو به په خپل کلی کې د پردیو په څیر شپی تیروه اخر زمونږ ګناه ځه ده له یوی
خوا موپه کلی کې د طالب په نامه وسلوالی ډلی شتون لری چی زمونږ شپه اوورڅ یی ټول
رانه هیر کړی موسکایی رانه اخستی دهغې په بدل کی یی داوښکو هارونه راکړی، چې هره
ګړۍ زمونږ په ټټرونو داوښکو هارونه ټالونه وهی کله مو د جاسوس په تورله کوره وباسی
له ځان سره یی وړی وروسته له دوه دریو
ورځو نه دهغې په بدل کې رانه په سلګونو زره روپې غواړی که هغه ورنه کړو هغه کس چی
له ځان سره وړی په یواو بل نوم ورپوری کوی
په دار یی ځړوی یا داسی شکنجه ورکوی چی د ژوند ترپایه بیا ښه ورځ ونه وینی له بلی خوا هره ورځ د مکتب د بندولو اوازی خورې
وی، چی نن به زمونږ مکتب تړی سبا به یی تړی هره ورځ په هرکلی کې دغم سیلۍ د کلیوالو
په غوږونو کې له عیبته ډک اوازونه کوی که په کوم مکتب کی د طالب خپل خپلوان داستاد
لخوا ورسره ناوړه چال چلند وشی په همغه ورځ له مکتب څخه ایستل کیږی په یو او بل
نامه د طالبانو لخوا یا وژل کیږی یادپیسو
په بدل کی خوشی کیږی د دې په څیر داسی نوری ستونزی شته چی زما کلیوال ورسره مخ دی
او هره ورڅ دیوی نوی پیښی ښکار کیږی د وسلوالو ډلو لخوا. بل پلو زمونږ ملی اردو او
ملی پولیس چی بهرنی ځواکونه یی هم ملتیا کوی زمونږ د کلی په څومتری کې امنیتی
پوستی چوړه کړی دی په ځای د دچی په دغه سیمه کې امنیت راولی نا امنی دهری ورځی په
تیریدوورسره زیاتیږی .
تیره ورځ دکورنیو او بهرنیو پوځونو په کډو
عملیاتو کې زمونږ دکلی یو شمیر بې ګناه اوسیدونکې ووژل شول او یو شمیر نور ټپیان شول
. اخر چاته وژا ړو له چانه د خپل حق
غوښتنه وکړو اخر ترکله به مونږ د جګړی قربانی کیږو هره ورځ وسلوال زمونږ د کورونواو
باغونو نه په دولتی پوستو ډزی کوی بیا له دغو ځایه خپلی
پښی سپکوی له مقابل لوری نه که کلی وی که باغ په ګړیو ګړیو تراورلاندی نیول کیږی
چی د مرستی لپاره هوایی ځواک یی هم ملتیا کوی د دغو بریدونو قربانی بی ګناه کلیوال
کیږی، چی هره ورځ زمونږ په کلی کې دوینو ډنډونه جوړ وی هره مور خور او ورور د کورنې
دخپلو خپلوانو دغوښو په ټوټو پسی پکی لامبو وهی بل پلو د کورنیو او بهرنیو ځواکونو
لخوادشپی پرمهال چاپی دی چی هره ورځ بی ګناه کسان پکی وژل کیږی او یایی له ځان سره
وړی اویا دترهګرو په نامه داردو یا پولیسو له لوری نیول کیږی دترهګر په نامه ،چی
په میاشتو او کلونو په زندانونو کې پراته وی ایا دنړۍ دنورو انسانانو په څیر مونږ
په سوله ارامۍ کی ژوند نشو کولی ؟ اخر
زمونږ ګناه څه ده ولی دنیا دومره راباندی تنګه شوی چی یواځی دجګړی نه نور هیڅ شی
ته لاس رسی نه لرو ترګومه به خپل کلیوال داسی په غمجنه څیره کې ګورم ترکومه به
دنوری نړی ماشومان خپل وخت په لوبو کی تیروی خو زما ماشومان به په یوه لمړی ډوډۍ
پسی لالهانده در په در ګرزی اخرترکومه .........؟