زما په کلی که هره ورځ ویر او ماتم وي

د وردګو ولایت چی د پلازموینی کابل په دیرش کیلو متری کی موقعیت  لری او د جغرافیی  موقعیت له نظره یو ډیره ستراتیژیکه سیمه ده که د دولت مخالفین وغواړی وخت ناوخت په کابل ښار حملی کولی شی او د ښار امنیت ته یو  ستر ګواښ بلل کیږی خو دغه ولایت چی زیاتره وګړی یی باسواده دي او پاتی نور کسان یی په بزګری  لګیا دی خو په د ورستیو کي د کابل حکومت د نه پاملرنی له امله د دغه ولایت خلک د ډول ډول ستونزو سره لاس او ګریوان دی  هیڅ داسی څوک به ونه وینی چی خوښ ښکاری ټول تریو لړ روحی فشار لاندی ژوند کوی د خپل سرنوشت په اړه فکرکوي  داهرڅه به مي له هغو کسانو اوریدل، چی ښار ته به دکار کولو یا د کومو ضروریاتو د پوره کولو پسی راغلی وه کلونه کیژی چې د ټولو له خولې همدا یوه خبره اورم .څو ورځی وړاندی زه خپله د وردګو ولایت ته لاړم ډیر وخت کیده چی خپل پلرنی ټاټوبې ته نه وم ستون شوی ډیر می یا دیده خو کله به می، چی ښارته د راغلیو کسانو نه د خپل کلی په اړه وپوښتل هغه به د جنګونو شکنجه کولو وژلو خبری راته کولی ډیر به مایوسه شوم اخر می د صبر کاسه ډکه شوه حرکت می وکړ کله چی خپل پلرنی ولایت ته ورسیدم د طبیعت له اړخه هرڅه ډیر ښکلی وه هغه وچکالی چی څوکاله یی په دغه ولایت خپل وزرونه غوړولی وه هرڅه یی له منځه وړی وه هغه اوس دلته نه وه خپل کرغیړن وزرونه یی له دغه ځایه ټول کړی وه باغونه، اوبه، چمندونه او ښکلی هوا چی دانسان روح یی تازه کوله ډیر مایوسه خفه الوتی رنګونه  ښکاریدل او د دوې دغه الوتې رنګونه د دغو سیمی له خلکو اخیستی وه له هرچا نه به دې ،چی دروان وضیعت په هکله وپوښتل ویل بیه ، چی ګرانه لیونې خو نه یم، چی په لوی لاس څان د مرګ کومی ته ګذار کړم دا خبری دلته مه کوه د یوالونه غوږونه لری که چا زما او ستا خبری واوریدی د یوه بد حالت سره به مخ شوو هرڅوک له یو اوبل نه مرور ښکاریدل دوه ملګرو له یو بل سره د زړه خواله نشوای کولی ځوانان او ماشومان به هره ورځ په د ه ویر وه، چی ښونځی مو راته بند نکړی د دغه سیمې ښونځی ته به وخت ناوخت د وسلوالو لخوا داسی خبرونه راتلل چې سبا یا بل سبا به دغه ښونځی تړو  ډیر یو ترینګلی حالت وه . په دغه سیمه کې  دری ډلې وسلوالو شتون درلوده چی زیاتره یی بهرنېان وه د دغه ډلو مشرې د پاکستانې طالبانو په لاس کې وه لومړی یی د حقانی ډله وه چې په سیمه کې یی دخلکو په وژلو شکنجه کولو کې لوی لاس درلوده .                                                                                                     
دویمه ډله وسلوال چی د ای اس ای په نامه مشهوره وه خو د دغې ډلې ډیرې کسان عرب ،تاجک ،او چیچینې دي د دغه ډلې کارونه یواځې د باسواده کسانو وژل شکنجه کول د روغتون مکتبونو ویجاړول دي .                                                                                            
  دریمه ډله یی، چې د کویټی شورا یا ملا عمر ډله ده  دغه ډله په سیمه کې یواځې دخپلو ګټولپاره کار کوی د شتمنو کورنیو ځورول د هغه نه په یو او بل نامه کریدت اخستل د دوه کسانو په منځ کې د شخړو دهوارې په بدل کې چې هرلوری د مقابل لوری نه ډیری پیسی ورکړی دهغه په ګټه پریکړه کول .                                                                                                
 هره ډله یی ځانته پالسی لری او دسیمی په خلکو د خپلی خوښی  واک چلوي که د دوی له خوښی پرته کوم کار تر سره شی په خلکو یو داسې حالت راولي چې د ژوند ترپایه به روغ وجود ونه ګوری او یا یی د حکومت سره د تړاو په تور وژنې داهغه سیمه ده چې دوالسوالې څخه لری پرته ده یواځې د وسلوالو خبره پکې اوریدل کیږی خو د چک والسولې چی چارچاپیره یی داخلی او بهرنی ځواکونه مشت دی چې د دغه کلیو خلک زیاتره یی اړشوی چې خپل کور کلی پریږدی بل کوم ځای ته ولاړ شی دغه کلیو ته وسلوال راځې په داخلې او بهرنیو ځواکونو بریدونه کوي چې وسلوال له دغه ځای نه تښته کوي خو بهرني قواوی په قصدې توګه دغه نژدی کلي تراورلاندی نیسی چي ملکی خلکوته ځاني او مالی زیانونه اوړی او بل کوم خلک چی له دغه لاری څخه کابل ته ځی راځی په لاره کې دملی اردو دکسانو لخوا له موټرنه کښته کیژی په نوبت سره یی وهی او ټکوی او دوسلوالو سره یی دلاس لرلو په تور ځوروی اخر ترکومه به دغه حالت روان وی او د دغه سیمې کلیوال خلک به په یو او بل نامه وژل کیژی الله د ې د دغه خلکو پرحال ورحمیږی او ظالمانو ته د سزا ورکړی  داوه په میدان وردګو ولایت کې د چک والسوالې سترګو لیدلې وضعیت                                                                             
خالد