د بهرنۍ سوداګرۍ ګټې او زیانونه

د بهرنۍ سوداګرۍ ګټې
هېوادونه له بهرنۍ سوداګرۍ، په عمومي توګه لاندې ګټې ترلاسه کوي.
1. په قحطۍ او قلت باندې کنټرول ټينګول: د قحطۍ او قلت په وخت کې د بهرنۍ سوداګرۍ په وسیله کولای شو چې د اجناسو زېرمې کنټرول کړو. يعنې په داسې حالاتو کې چې په هېواد کې جنګ، جګړې، بې امنيتي او د تولیدي تصدیو کمښت موجود وي، نو کولای شو هغه احتیاجات او ضرورتونه چې د هېواد په داخل کې موجود دي، د بهرنۍ سوداګرۍ په وسیله رفع کړو.

2. د توکو او خدماتو موجودیت: د بهرنۍ سوداګرۍ په وسیله کولای شو چې هغه اجناس او خدمات چې د یو هېواد په داخل کې نه تولیدېږي او یا يې د تمام شد مصارف زیات وي، د بهرنيو هېوادونو اجناس او خدمات چې په بل هېواد کې يې تولید صورت نیولی خپل هېواد ته وارد او خپل ضرورتونه پرې رفع کړو.

3. د وسايلو بهتر استعمال: د بهرنۍ سوداګرۍ په صورت کې هر هېواد کوښښ کوي چې له خپلو منابعو څخه اعظمي استفاده وکړي، تر څو د تمام شد مصارف يې کم او تولیدات يې زر په خرڅلاو ورسېږي چې په دې صورت کې د منابعو او وسایلو څخه په بهتر ډول استفاده صورت نیسي.

4. د وروسته پاتې هېوادونو ترقي: کوم هېواد چې په اقتصادي لحاظ وروسته پاتې وي او یوازې خام مواد لري، کولای شي د بهرنۍ سوداګرۍ په وسیله خام مواد په بهرنیو هېوادونو وپلوري او د ضرورت وړ توکي او خدمات له دوی څخه وارد کړي، چې دغه کار د دغه هېواد د ترقۍ رفتار تېزولی شي.

5. له رسمونو او رواجونو خبرېدل: د بهرنۍ سوداګرۍ له امله د هېوادونو سوداګر په خپلو منځونو کې د خبرو اترو او ملاقاتونو لپاره مواقع او فرصتونه برابروي چې د دې په وسیله د نوموړو هېوادونو سوداګر د یو بل له رسم، رواج، دين، کلتور او عنعناتو سره اشنايي پيداکوي.

6. د ارزانه شیانو چمتو کول: لکه څرنګه چې مخکې هم يادونه وشوه، په بهرنۍ سوداګرۍ کې مؤلدين هڅه کوي چې د خپلو تولیداتو د تمام شد قیمت معیاري وساتي او خپل تولیدات په بهرنيو هېوادونو کې زر وپلوري، چې د دې په وسیله د بل هېواد مصرف کوونکي ښه شیان په مناسب او ارزانه توګه ترلاسه کولای شي.

7. د امنیت ټینګښت: د بهرنۍ سوداګرۍ په موجودیت کې د هېوادونو تر منځ د ضرورت وړ توکو صدور او ورود صورت نیسي او خپل ضرورتونه پرې پوره کوي چې په دې وخت کې یو هېواد د بل هېواد په مقابل کې د جنګي صفونو له برابرولو څخه تېښته کوي.

8. د بازار پراختیا: په بهرنۍ سوداګرۍ کې د هېوادونو تر منځ په لوړه کچه د توکو او خدماتو صدور او ورود صورت نیسي، چې دا په خپله د بازار د پراختیا سبب ګرځي.

9. له نوې ټکنالوژۍ څخه استفاده: له بهرنیو هېوادونو سره د سوداګرۍ په نتیجه کې وروسته پاتې هېوادونه کولای شي چې د پرمختللو هېوادونو ماشین الات خپل هېواد ته وارد کړي او په استعمالولو سره يې د فقر کچه را ټيټه کړي او د بريالیتوب حد ته ورسېږي.

10. د ژوندانه د کچې لوړېدل: په بهرنۍ سوداګرۍ کې د ډېرو هېوادونو تر منځ شدیده سیالي روانه وي او هر هېواد کوښښ کوي چې د نورو هېوادونو په بازارونو کې د خپل تولید زیاته اندازه وپلوري چې په همدې وجه مصرف کوونکي هېوادونه، په ځانګړي ډول شيان په ټيټ قېمت ترلاسه کوي او د خلکو د ژوند سطحه پورته خوا ته سوق کېږي.

11. په تولیدي تصدیو کې د لګښتونو کمښت: دا چې په بهرنۍ سوداګرۍ کې د توکو او اجناسو لپاره تقاضا زیاتېږي، چې د همدې لوړې تفاضا په اساس متصدیان د تقاضا مطابق تولید ته انکشاف ورکوي او په همدې ترتيب تصدۍ داخلي او خارجي کفالتونه لاس ته راوړي او په مصرف کې کمښت راځي.

د بهرنۍ سوداګرۍ نیمګړتیاوې
بهرنۍ سوداګري د ګټو تر څنګ ځینې نیمګرتیاوې هم لري چې په لاندې ډول دي:
1. د نشه يي توکو د پېر او پلور ډېرېدل: ځینې وختونه د بهرنۍ سوداګرۍ په نتیجه کې د هېوادونو ترمنځ د نشه يي او مضرو موادو پېر او پلور صورت نیسي چې دا د خلکو په صحت او اخلاقو باندې ناوړه تاثیر غورځوي او ټولنه د بدبختۍ لور ته سوق کوي.

2. د بېکارۍ رامنځته کېدل: د بهرنۍ سوداګرۍ په نتیجه کې ملي صنایعو ته یو څه نقصان رسېږي او همدارنګه هېواد د بېکارۍ ښکار کېږي.

3. محتاجي: د بهرنۍ سوداګرۍ له وجې یو هېواد د خپلو ضرورتونو د رفع کولو په پار یو بل هېواد ته محتاج وي، ځکه چې په نړۍ کې هېڅ داسې هېواد نشته چې خودکفا وي، نو بهرنۍ سوداګري ده چې دغه احتیاجات يې رفع کړي.

4. د استعمار خواهش: په بهرنۍ سوداګرۍ کې د نورو هېوادونو سوداګر د توکو د بدلولو په بهانه په يو ملک کې داخلېږي او ورو ورو هلته خپله پښه بندوي او په هغه ملک کې د سياسي اقتدار د حاصلولو کوښښ کوي، په همدې شکل د هغه هېواد ازادي او خودمختاري په خطر کې اچوي او د استعمارګرانو په خواهش يا غوښتنه کې زياتوالی راځي.

5. اقتصادي بحران: په بهرنۍ سوداګرۍ کې د اجناسو تولید په زياته پيمانه صورت نیسي، چې په ځينو وختونو کې دغه اجناس تر اړتیا زیات شي، چې وروسته له دې څخه بیا متصدیان د اجناسو تولید راکموي او د هېواد نظام د بحران ښکار کېږي.

6. توليدي بحران: په بهرنۍ سوداګرۍ کې متصدیان کوښښ کوي چې داسې توکي تولید کړي چې د هغوی تمام شد مصارف کم او معیاري وي، چې دوی یوازې د یو څو قسمه اجناسو تولید ته پاملرنه کوي، ولې که چېرې دغه صنعت د کومې وجې له کبله پاتې راشي، نو په دې وخت کې یو هېواد له تولیدي بحران سره مخامخ کېږي.

7. له بېلابېلو مسايلو سره لاس او ګرېوان کېدل: د بهرنۍ سوداګرۍ په نتیجه کې یو هېواد نه یوازې له پورته یادو شویو ستونزو سره مخامخ کېږي، پر دې علاوه له مختلفو نورو مسايلو سره هم مخامخ کېدای شي. لکه د خارجي اسعارو تبادله، غير متوازن تاديات، د سیاسي اړیکو منحلول او داسې نور.

8. نامناسب سوداګريز بنديزونه: ځينې وختونه پرمختللي هېوادونه د صادراتو او وارداتو پر وخت په وروسته پاتې هېوادونو باندې نامناسب سوداګریز بنديزونه لگوي، چې د دې له امله وروسته پاتې هېوادونه له نورو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ کېږي.