غزل


پر تا مئېن زړه مې ياغــي شو له مــجـــالــه ووت
لکه کـــبلی د غـــشو لانــدې د خــپل حـالــه ووت
اوس به مې غوسه کړم دشــــعر ژبه  قلــم په تـوره
که د غــــــزل دور مــې هــم چــــور له زوالـــه ووت
د اندېښــنو مالــک نــه غــــشي د ولـــکې وتـــلي
لګي د زړه په کور مې نېغ د وخت له ډالــه ووت
څو به تنـــــدی وهم په کاڼـــو ورتـــه پاکــــه ربـــــه
نــن او ســـــبا دا عـــــبادت هــم له کــمــالــــه ووت
وړې به کاروانه د ارمان ډيوه تيـارو دښـــــتــو ته
د سپوږمۍ سپين مخ له لاســونه د هــلالـــه ووت
تا ته به ډېرې تنکۍ پېغلې تـور پــېـــکي غــوړوي
د رحيــــمې خـــړ پېــکــی تاتـــــــه د رومـــالــه ووت
8،6،2010
\"\"