
له کرزي سره داسلامي امارت دقومندانانودخبروددروغجنو اوازوپه هکله
بسم الله الرحمن الرحیم
په سر کې دالجزیری تلویزیون او ور پسي نورو رسنیو له حقیقت نه لیري یوبي سنده خبر خپورکړ چي ګویا داسلامي امارت لوړپوړو قومندانانو ملاسراج الدین حقاني اومولوی انورالحق مجاهد په کابل کې دمزدوري اداري له مشر حامد کرزی سره لیدلي ،اسلامي امارت داډول بې اساسه او له حقیقت نه لیري خبرونه په کلکه سره ردوي اوداهم ددښمن دهغو دسیسو یوه بر خه بولی ،چي غواړي له یوې خوادخپل مورال بایللی لښکرلویدلی روحیات را پورته کړی او له بلی خوادمجاهدینو په مینځ کې بی باوری را منځ ته کړی ،خودا هڅه به یې ځکه ګټه ورته ونه رسوي چي له یوي خوا داسلامي امارت قیادت اوټول مجاهدین په
خپلو تکړه او تجربه سویو قومندانانو کلک باوراو ښه اعتماد لري اوله بلي خوا داسلامی امارت قیادت او ټول قومندانان خپل ولس هم ډیر ښه پیژندلی اوپه هیڅ ډول ددښمن په تبلیغاتواوپوچو اوازوسره شکوک نه ورته پیداکیږي، زموږ دښمن نشی کولای چي په نظامي ډګر کې خپله شرمونکې ماته په داډل پوچو تبلیغاتو جبیره کړی .
موږيوځل بیا له رسنیو غوښتنه کوو،چي دداډول بې اساسه خبرونو په خپرولو سره دي لازیات خپل حیثیت دامریکا یانو او دهغوی دائتلافیانو په پښوکې نه خاوری کوي .
داسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد