
کله چې بشري ټولنه کې بحرانونه منځ ته راځي که هغه سیاسي وي اقتصادي او یا هم کلتوري وي ، د هغې ټولنې مشران سیاستوال ، کلتوریان، اقتصاد پوهان، او ټول ولس د بحران د حل لپاره ګډې هلې ځلې کوي.
او خپلې ټولنې ته د بحران په وړاندې مبارزه کوي.
افغانستان چې یو خپلواک او د ديموکراسي په اصولو متحد هېواد دی ، چې د څلورو لسیزو را په دې خوا له پورتنیو بحرانونو سره لاس او ګرېوان دی.
لازمه ده چې ټولو دیموکراتو نهادونو که سیاسون دي او که مدني ټولنې دیني عالمان او یا قومي مشران او یا په ټوله کې ویلی شمه چې ټول افغان ولس لاس سره یو کړي او ګران افغانستان له دې بحرانونو را وباسي.
له بده مرغه چې ځينو کړیو د دیمکراسۍ له اصولو څخه په ناوړه ګټه اخیستنې او د بهرنیو استخباراتو په اشاره یې بحران ته لاره هواره کړې او نور بحرانونه هم را منځته کوي.
د مثال په توګه ، کله چې ځيني سیاسون د میکرافون تر شاه خبرې پيل کړي ددې پر ځای چې د دولت او ملت ننګه او ملاتړ وکړي ، او نېکې مشورې ورکړي، او د حل په لارو چارو خبرې وکړي، د بحران د لا ژورېدو د پاره څه چې په خوله ورځي وايي یې او په ولسونو کې تشویشونه پيدا کوي.
بالاخره ځان ته نا مشروع او غیر قانوني ډلې او ټپلې جوړوي، چې دا ډلې بالاخره هر ډول نامشروع کړنو ته هڅوي.
له بل پلوه هغه دولتي چارواکي چې کله له قدرت څخه لرې کېږي هغوی سم د لاسه د دولت پر ضد لاس په کار کېږي منفي تبلیغات پيلوي او د دولت ضد اپوزیسیونونه جوړوي.
تخریبي اعمال ترسره کوي او ګران افغانستان نور هم د بدبختیو د اور لمنو ته اچوي .دلته د یوې خوا ګران هېواد افغانستان د جګړې په اور کې سوځي او هره ورځ ملکي او پوځي قربانۍ ورکوي ددې پر ځای چې د نفاق اور ته لمن ووهل شي باید ټول ولس سره یو شي او د خپل قانوني او اسلام دولت څخه ملاتړ وکړي او د ناخوالو په وړاندې نېکې او لازمې مشورې د ورکړي.
ډېر محدود کسان شته چې د جګړې په دوام کې خپلې شخصي ګټې لري، او دوام ته یې هلې ځلې کوي.
څوک ځمکې غصب کوي، څوک د بهرنیو استخباراتو څخه پيسې ترلاسه کوي ، څوک د چوکۍ او مقام تږي دي، او څوک د بل چآ څخه د ناوړه انتقام اخیستو هڅې کوي.
چې دا ټول د دولت او ولس سرهجفا او ظلم دی. حتی ځيني داسې کړۍ هم شته چې د افغان او اسلام له کلیمو سره حساسیت لري، د ژبو مذهبونو ، ملیتونو، قومونو، او سمتونو په نوم او د پردیو په اشارو بې اتفاقیو ته زمینه جوړوي، چې دا اشخاص د ګوتو په شمار او هر چاته څرګند خلک دي او افغان ولس ته یې د خپل قدرت په وخت کې امتحان ورکړی دی.
افغان ولس په دې پوهېدلی چې نور به ددې مکارو دښمنانو په خبرو او ژمنو نه غولېږي او دا ضروري ده چې ټول افغانان به سره یو کېږي ، او دا خاینین به په پایله کې تور مخي پاتې کېږي، او د تل لپاره به ش مېدلي او په خپلو کړنو به پښېمان وي. خو افسوس چې وخت به تیر وي.
د تل پاتې سوکاله افغانستان په هیله!
مینه منګل