‎زموږ امنیتي ځواکونه حقیقي اتلان دي!

‎کله چې خبره د اتل یا اتلولۍ کېږي د هغو اشخاصونومونه یادېږي کوم چې اصلاً دې هېواد ته یوه شېبه خدمت ندی کړی ، موږ باید حقیقي اتلان وپېژنو ، اتل هغه ته وايي چې د هېواد د ساتنې د پاره قرباني ورکوي.
‎په پنځه دېرشو کلونو کې پاکستان زموږ پوځ په ټولېز ‌‌‌‌‌‌‌ډول ویجاړ کړ، دې همدې پوځ ویجاړېدل ددې سبب شو چې پردیو کړیو په آسانه زموږ خاورې ته لاره پيدا کړله او د داخلي کړیو په مرسته یې زموږ د هېواد ټوله شتمني لوټ کړله.

‎په ټوله کې موږ اولس کاله وړاندې نه اردو لرله، نه پولیس، نه کوماندو ، او نه ملي امنیت چوکاټ کې سرتیري، او نه هوايي ځواک، خو د کرزي صیب تر واکمنې وروسته او د نړیوالې ټولنې په مرسته د افغان امنیتي ځواکونو په جوړېدو کار پيل شو ، دا چې د هېواد د آبادۍ د پاره د هر افغان په زړه کې د آزادۍ هیلې ژوندۍ شوې وې اکثریت ځوانانو مو دا وپتیله چې د افغان امنیتي ځواکونو لیکو ته لاړ شي، په ‌‌‌‌‌‌ډلو ‌‌‌‌‌‌ډلو د جلب او جزب مرکزونو ته لاړل.

‎له دوه زره دریم کلونو او تر دوه زره څوارلسم کلونو پورې زموږ امنیتي ځواکونو دا ثابته کړله چې دوی په ‌‌‌‌‌‌ډېر لږو امکاناتو کولی شي د بهرنیو ځواکونو د مرستو پرته د هېواد له ټولو سرحدونو ساتنه وکړي، موږ یې ښه مثال د هلمند ولایت ورکولی شو ، هملند چې په هر لحاظ د وسله والو مخالفینو د پاره یو ښه ستراتېژيک اهمیت لري، او وسله والو سره د خارجي استخباراتو مرستې هم موجودې وې ولې ونه توانېدل چې زموږ افغان امنیتي ځواکونو ته ماتې ورکړي، بل مثال یې ننګرهار او په تورخم کې د ‌‌‌‌‌‌ډېورند کرښې سره کله چې پاکستاني پوځ غوښته هلته دروازه جوړه کړ ، خو زموږ امنیتي ځواکونو اجازه ورنکړه چې هلته دروازه جوړه کړي تر آخېر حده یې له پاکستاني پوځ سره مبارزه وکړه چې بالاخره یې پاکستاني پوځ ته هم ماتې ورکړې او هم یې سخته مرګ ژوبله ور واړوله.

‎د پکتیا په ‌‌‌‌‌‌ډنډ پټان کې، پاکستاني پوځ ته اجازه ورنکړه چې د سرحد څخه را واوړي، دا چې د پکتیا په جانیخېلو ولسوالۍ کې د پرديپالو په مټ پاکستاني طالبانو نفوس کړی وه او ولسوالۍ یې ونیوه خو زموږ امنیتيځواکونو په ‌‌‌‌‌‌ډېره مېړانه وکولی شو چې د پنجاب تور مخو ته ماتې ورکړي او سیمه یې مکمله له وسله والو پاکه کړله، همدا راز ‌‌‌‌‌‌ډېر نور مثالونه شته دي، اوس تازه د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د سرحد سره پاکستاني عسکرو زموږ په افغان امنیتي ځواکونو تعرض وکړ چې په پایله کې زموږ امنیتي ځواکونو پاکستاني عسکرو ته درنه مرګ ژوبله واړوله.

‎اوس مهال زموږ افغان امنیتي ځواکونه د عام ولس پراخ ملاتړ له ځانه سره لري، چې همدا ملاتړ د امنیتي ځواکونو د پياوړتیا سبب کېږي.

‎د ملي یووالي حکومت هڅه کوي څو د افغان امنیتي ځواکونو د پاره خپله شخصي او اختیاري بودجه ولري که چېرې کوم وخت بهرنیان د افغان امنیتي ځواکونو تحویل او تمویل ونکړي نو زموږ د امنیتي ځواکونو د کمزورتیا موقع پاتې نشي.
‎زموږ سرتېري زموږ اتلان دي!