د تاریخ په لومړیو کې د انسانانو ضرورتونه ډېر ساده، محدود او کم وو او په دې اساس دوی تر ډېره خودکفا ول، خو کله چې انسانانو ترقي او پرمختګ وکړل، ورسره جوخت د دوی په اړتیاوو او ضرورتونو کې هم ډېروالی راغی. حتا یوې داسې مرحلې ته ورسېدل چې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره نورو ته اړ او محتاج شول، چې دې محتاجۍ سوداګري رامنځته کړه. دا سوداګري له فرد او کورنیو نيولې آن تر قومونو او قبیلو پورې په ټولو کې مروجه شوه؛ خو د وخت په تېرېدو سره انساني ضرورتونه دومره پراخه شول چې په کور د ننه د ټولو پوره کېدل ناشوني شول؛ خلک مجبور شول چې له بهرنيانو سره سوداګريزې اړيکې پيل کړي. اوس هم که یو هېواد هر څومره پرمختللی وي، نه شي کولای چې خپل ټول ضرورتونه د هېواد په داخل کې پوره کړي، مجبور وي چې د خپلو اړتيا د پوره کولو لپاره له نورو ټولنو او هېوادونو سره اړيکې ونيسي او له هغوی سره راکړې ورکړې ته مخه کړې. دې راکړې ورکړې ته بهرنۍ سوداګري وايي، چې په لنډ ډول يې داسې تعريفولی شو:
بهرنۍ سوداګري له هغې سوداګرۍ څخه عبارت ده چې پکې د دوو يا څو مختلفو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د توکو او خدماتو تبادله صورت نیسي. یا ټولې هغه سوداګریزي اړیکې چې د یو هېواد له سرحداتو څخه د باندې صورت نیسي، د بهرنۍ سوداګرۍ په نوم يادېږي. دا سوداګري بيا په خپل وار سره په دوه ډوله ده:
الف-صادرات: له صادراتي سوداګرۍ څخه موخه ټول هغه اجناس او خدمات دي چې د يو هېواد په داخل کې توليدېږي او وروسته نورو هېوادونو ته د خرڅلاو لپاره لېږدول کېږي.
ب-واردات: له وارداتي سوداګرۍ څخه موخه ټول هغه اجناس او خدمات دي چې له نورو هېوادونو څخه يو هېواد ته داخلېږي.
د بهرنۍ سوداګرۍ ځانګړتياوې
د بهرنۍ سوداګرۍ مهمې ځانګړنې په لاندې ډول دي:
• په بهرنۍ سوداګرۍ کې توکي او اجناس د مختلفو هېوادونو ترمنځ تبادله کېږي.
• په بهرنۍ سوداګرۍ کې توکي او اجناس يوازې په ملي پيسو نه تبادله کېږي، بلکې په مختلفو هېوادونو کې د مختلفو پولي واحدونو په کارولو سره راکړه ورکړه کېږي.
• د بهرنۍ سوداګرۍ لپاره سوداګرو ته د تصدیق پاڼو لرل اړين دي.
• بهرنۍ سوداګري په لویه کچه کېږي.
• په بهرنۍ سوداګرۍ کې د کورنۍ سوداګرۍ په پرتله توکو او اجناسو ته ډېر ګواښ موجود وي.
• په بهرنۍ سوداګرۍ کې د کورنۍ سوداګرۍ په پرتله د ترانسپورټ مصارف ډېر وي.
• بهرنۍ سوداګري د هېواد د سرحداتو د باندې صورت نیسي.
وروستي