
محمود نظری
زورورمېلمه
جار له هغه مېلمه چې بې خبره درځي
کورته په ډله په توره خړه درځي
په ټک و ټوک دي ور دړې وړې کړي
له هشت ومشت سره ټکه ناببره درځي
***
سزا
هغو چې کړي دلته ښه کارونــــــه
ياني وژلي يې دي خپل وروڼـــــــه
خپلو ته ورکو ل کيږي مقامــــونه
دپردو په ټټر ځړول کيږي مډالونه
***
اهل کار
څوک د غلا او چورشي دلته مارشال
څوک دتیو په کلکسیون شي مرستیال
دلته مقام دی په کچه د وژلو او اولجې
د غلاغوندوکي او خونکار په وزن وسال
***
وړ
هغه چې په زوره برمته کوي دولتي مال
یا چپاواچوی چې زړه يي وغواړي هر مهال
هغه همدا چوله وهلي برزګان دی زموږ
رښتیاوچه خټه کله موښلی پر وچ دیوال
***
پلنډي
له ليکې توغېدل د کفن لا دي په شک
دابرزګان به څنګه ګريزي کړي خپل تلتک
د هر چا به خپل ټوله د غلا مالونه پر شا وي
د دې پلنډيانو به څرنګه لوند وي خښتک
***
ولي؟
د هري جړې لپاره ولي کوی چل؟
غل ایسته کوي بیرته ولي راولي غل؟
په دوري دوري او دتمساح په اوښکو
ولي خپله پړه اچوې په دی شي او بل
***
هنر
هر حیوان د ځان ساتنې لري یو هنر
څوک منګولې ، یا داړې ،یالري ښکر
څوک نېښ، یاغټه خوله، یالري سپر
دانسان دساتنې وسله ده کوشنی ژبه تر
***
سوله
چې یو سم پيمان جوړ نشي د جهان
همدا زبردستي به وي دلته بې ګمان
چي وي دا ویتو ، دا شورا د امنیت
ښکر جنګي به وي د وزګړو په شان
***
سياست
اوښ چې کوږوږ دی خواړه يي دي خار
خوزهری مار له کبره کوږ ځي په سمه لار
زمری پاچا دی چې وینې توېوي زيات
بد نومۍ بوده خر دی چې وړي لوی بار