ای ظالمه اسلامي شعایٔر ناوړه مه استعمالوه

اسلام یو سپیڅلي مقدس د سولې، مینې او ورورولۍ دين دی، د دې دین اوصول عقاید او احکام د انسانیت، شرف او عزت نفس نورو ته د احترام او عزت دین دی. دا دین اینسان ته د حقه سالمه د باوقاره او با عزت ژوند لاره ښېې دا دین انسان ته په ټولنه کې ګډ او خوږ ژوند کول ورښېې دا دین انسان له ظلمه، تجاوزه، کبره غوروره، ځان غوښتنې، مظلمیته، فقره، بیځايه اصرافه، او... راباسي او منع کوي. دا هغه دین دی چې د عربو په تیارو کې غرق جاهیلان یې سړي کړه نه یواځې سړي بلکه د دونیا سرداران ېې ورڅخه جوړ کړه. له هغو جاهلانو څخه چې خپلې معصومي لورانې به يې ژوندی ښخولې داسې خلک جوړ کړه چې په ژوند ورباندې د جنت زېرې وشوه، داسې خلک يې کړل چې ۱۴ څه کم ۱۵ سوه کاله ورسته هم خلک د دوي د نوم په اخستلو سره دوي ته د الله جل جلاله رحمت او رضایت غواړي او دعا ورته کويې.

دا ولې او څنګه؟ ایا نعوذبالله هغه بل دین او بل کتاب وو؟ ایا هغه بل پیغمبر او د پیغمبر دین وو؟ که د هغوي هم همدا اسلام دین وو! قرآن یې کتاب وو! او پیغمبر يې محمد صل الله علیه وسلم وو! بیا ولې تا وحشت ته مخه کړي، تا ولې په ۲۲مه پیړۍ کې د ۱۵ سوه کلونو پخوانې جهل، کبر او کفر لاره غوره کړې، ته ولې ناحقه وینه بهونکې شوې! ته ولي د تیارو زیږونکی او د رڼاوو مړکونکی شوې. ته ولې پخپلو خلکو قومونو ویر، غم او ترهه راوړنکی شوې! ته خو خپل ورور وژني ستا لاسونه خو دخپلو په وینو سره دي.

هغو چې به الله اکبر کړه کفار او ظالیمان به په لړز او ژړا شوه مظلم او بې وسه به له مظلمیته ووتل د ارامۍ ساه بي واخسته ملائیکو به په اسمان کې د دوي د الله اکبر اواز بدره ګه کړئ په ځمکه او اسمان به انګازي خپري شوي او ورسره سم به ظالمان په ګونډو شوه او یا به يې سرونه له تنو جدا په ځمکه پرا ته وو.

خو ته! د افسوس او ډیر شرم ځاي دي! ته د الله اکبر عظیمه او لویه کلیمه یا له جهالته او یا هم له منافقته د خپلو بې ګناه مسلمانانو د قتل او تباهې لپاره استعمالوي افسوس دي ستا له الله اکبر سره مظلمان په خاورو او ینو کې لت شې د یتیمانو کریږې اسمان ته وخیژي مسلمانان خوار او ذلیل شي دښمنان خوشحال شي شیطانان خوشحال کفار او ظالمان د یتیمانو او مظمانو په اه او فریاد باند نرم نرم خوند اخلې. ستا په وحشت، رزالت، پستې او بغیرتې باند په سوچونو کې ډوب پاتې شې. ای ظالمه بده خو دا ده چې الله نارضه شې، تا د الله غضب واخلې جهنم ته تا واخلې چېرې؟ جهنم ته! ته له دنیا نه جهنم ته ولاړ شې کډه وکړي. د الله په غضبونو ډک جهنم ته.

ای ظالمه ای قاتله په دي مه خوشحالیږه چې مسلمانان دي د الله اکبر په ناره له منځه یوړه او شهدان دي کړل ټوکر ټوکر زخمې زخمې دې کړل دا جهاد نه دی وحشت دی کفردی لعن دی ظلم دی.

ظالمه! تا ندې اوریدلې چې د محشر په ورځ به ظالم را جګ شې او وایې به چې ای الله ماجهاد کړی ما دا کړي ما ها کړي الله به ورته په غضب وي او رته وايې به چې تا جهاد زما لپاره او زما په رايه ندی کړی. ته د بل مزدور وي، تا د پیسو لپار جهاد کړی ظلم دي کړی ناروا دي کړي او.... او د نورو ټولو ظالمانه اوناوړه کړو جواب بې د رب العزت له لوري داسي وي! او ورته واي به چې: اوس نو زما له رحمه لرې يې اوس ځه زما د عذابو مزې و څکه.

ته په الله اکبره سره مسلمان وژنې، ته خپل ظلم، قتل عام، بربریت وحشت جهاد بولې. ته بل وژنې بیا که ته په مقابل کې ووژل شې بیا ته شهید يې، کورته غلا ته ورشې د ناموس تجاوز ته ورشې چې و وژل شې بیا ته شهید شې. تا لار نیولې وي شوکه، ازیت ازار کړو چې کله د کوم غازي د مرمۍ خوراک شي بیا دي په ځان پسې جنډې بندي کړي ويې شهید شې. په عامه لار بې رحمانه مین ږدې چې کله د خپل مین ښکار شې بیا ته بې شرمه شرمیږي هم نه ځان بیا هم شهید بولې.

د خلکو معصوم بې ګناه ماشومان یتیم کړې بیا په بې شرمۍ سره خوله کږه کږه کويې او وايې: بابا بابا راڅخه غواړې د شهید ماشومه ژاړې د شهید ماشومه ژاړې. ظالم ته يې! دروغزن ته يې! مکارته یې! جنګې ته يې او ..... خو بیا هم ځان مجاهد او د دین حامې بولې! له الله څخه حیا وکړه که دي د الله له بندګانو حیا نشې له هغه ستر ذات څخه خو یو څه حیا وکړه. یقین ولره چې د الله به ډیر سخت عذاب در باندي راشې.!