
د پښتو ژبې د ښه کمپيوزګر او ليکوال احمدضمير علمدوست تر مړينې وروسته د هغه په ياد نن د ننګرهار فرهنګيانو د دې ولايت په قبايلو چارو رياست کې يوه غونډه جوړه کړې وه چې د ختيز زون لسګونه ليکوالو او فرهنګيالو پکې برخه درلوده.
غونډې ته خپلو خبرو کې د هېواد پياوړي ليکوال استاد محمد آصف صميم وويل چې علمدوست پخپل ژوند کې په لسګونه پښتو کتابونه او مجلې په معياري بڼه کمپوز کړي چې فرهنګيان ترې ښې خاطرې لري او نوم به يې د يوه هڅاند همکار په توګه په ياد کې ساتي.
د غونډې يوه سمبالګر او د قلموال جريدې مسول مدير شېرعلم امله وال روهي وېبپاڼې سره خبرو کې د ضمير علمدوست پرمړينې د خواشينۍ ښودلو ترڅنګ وويل چې نوموړى د ښه استعداد ترڅنګ د ښه شخصيت او راشه،درشې څښتن هم و.
ضمير علمدوست چې له آره د ميدان وردګو ولايت استوګن و،په ننګرهار کې يې د ښوونځي زده کړې کړې وې او څو ورځې وړاندې د پېښور په يوه روغتون کې د ناروغۍ له امله په حق ورسېد.
هغه تر مړينې وروسته په پلرنۍ هديره کې يې خاورو ته وسپارل شو،د هېرولو نه ده چې ضمير علمدوست د ژوند وروستۍ شېبې په پوهنې وزارت کې پر دندې تېرولې.