پاکستانی ټبره مسلمان (ساجد جاوید) د انګلستان د کورنيو چارو وزير وټاکل شو

روهي (دوه نۍ/۱۰ د غوايي)، د انګلستان لومړي وزير (ترزا مي) پاکستانی ټبره مسلمان ساجد جاوید د ياد هېواد د کورنيو چارو د وزير په توګه ټاکلی دی.

ساجد جاويد د انګلستان د محافظه‌کاره ګوند فعال سياستمدار دی، په تېر کې د دویچه بانک عامل مدير وو، چې له دې وړاندې د انګلستان د کور جوړونې د وزير په توګه يې هم دنده درلودله.

د انګلستان د کورنيو چارو پخوانۍ وزيرې (امبر راد) له خپلې دندې استعفاء کړي او لامل يې انګلستان ته د غېرې قانوني کډوال راتګ ښودل شوی.

تېره ورځ د امبر راد د استعفاء په اړه، ساجد جاويد په خپل ټوېټر د خواشيني او تشې پيغام ليکی وو، چې له لږ ځنډ وروسته نوموړی په په ياد پوست مقرر شو.