
که موږ د رای کارولو په ارزښت او اهمیت پوه شو چې، یوه رایه څومره ارزښت لري، نو دې پایلې ته به ورسیږو چې یوه رایه د هېواد په برخه لیک کې مهم او رغنده رول لوبولی شي.
په نننیو ورځو کې د بیلابیلو اشخاصو لخوا تبلیغات په ځانګړي ډول په ټولنیزو رسنیو کې ښه په درز کې روان دي چې، فلانکی ښه شخص دی او فلانکی.........
لیکن دا تحلیل مو د هغه شخص په اړه نه دی کړی چې کاملاً دا همداسې ښه شخص دی لکه څنګه چې په ډله يیزو او ټولنیزو رسنیو کې ورته تبلیغات کوو؟ او که هسې له په پټو سترګو ورته لګیا یو او نظریات یې تر نورو ورسوو چې، فلانکی وړ او مناسب کس دی. مناسبوالی او وړ والی یې په څه کې پیژنئ؟ ایا صرف یې په شعارونو غولېږئ؟
زیاتره زمونږ د ټولنې افراد د امتیازاتو او ناچیزه شیانو یا مادیاتو په مقابل کې داسې تبلیغات کوي چې ګواکې دا شخص ډېر ښه سړی دی او د خلکو رښتنی خادم دی او وي به.
موږ تل په شعارونو پسې لاړ یو او هیڅ مو دا فکر نه دی کړی چې شعار مانا نلري، باید په عمل کې دا ثابته کړي چې ما د خپل ولس، خاورې او هېواد لپاره مختلف ډوله خدمات وړاندې کړي او وړاندې کوم به یې.
خو پوښتنه داده چې ایا له داسې کسانو نه به په راتلونکي کې د څه خدمت توقع ولرلی شو، په داسې حال کې چې، رایه یا خلک د مادیاتو په مقابل کې اخلي؟ او بیا داسې شعارونه هم ورکوي چې اهل کس وټاکئ چې وطن پرسته وي، تعلیم یافته وي، د ولس په غم کې وي او د ولس غوښتنو ته ځواب ویونکی وي.
نا اهلتوب خو ستا په دغه کړنو دلالت کوي چې پضول خرڅې او په فېسبوک کې خپله څهره خلکو ته ښیې چې ګني داسې خدمت به درته وکړم.
ياودنه: مت دی چې وايي (تېر هېر باقي خیر)، موږ تاسو باید د مادیاتو په مقابل کې داسې خلک استازي ونه ټاکو چې، بیا راتلونکي کې داسې خبرې کوو چې زه خو هیڅ رایه نه کاروم ولې چې وړاندې استازیو موږ ته څه نه دي کړي. او خپل حق یې راته نه دی پوره.
علت یې همدا دی چې همدا نااهله ته کمپاین کوو او بیا ورپسې شاته ګډې وډې وایو.
اهل ته رایه ورکړئ او د خدمت ترې هیله ولرئ. نه دا چې وروسته افسوس کوو، ښه خبره دا ده چې اول افسوس وکړو بیا وروسته افسوس کول کومه پايله نه ورکوي.