غزل

ګولۍ دوخو ړې په څنګ څنګه راوغورځيدې؟
ته خو يو څلی وې د ننګ څنګه راوغورځيدې؟
تا خــــو دپيغلـــو په ټټر پراخ ټالونه وهـــل
نن په ځمکه که لونګ څنګه راوغورځيدې ؟
ژڼيه ټوپکو خولې ته تلې له پښو مې ونيولې
زما په غيږ کې داسې ړنګ څنګه راوغور ځيدې ؟
ښايي چـــې سپينو مړوندو له تا ساتنه نـــــه کړه
ته وې دشنو بنګړيو شرنګ څنګه راوغورځيدې ؟
تا خو دا چټې پيغلې ټولې په ژړا ستړي کړې
په دغه کلي لکه جنګ څنګه راوغورځيدې ؟
دا رقيبان د که توسونه له ميدان پورته کړل
( اصغره ) ته پارو کې رنګ څنګه راوغورځيدې ؟
اصغر اکبري - خوست