غزل

چې جګړه تر قيامته رانه غواړې
ککرۍ هم سلامته رانه غواړې
زه دښکلو په مذهب يم شيخه واوره
هره مينه ملامته رانه غواړې
چې يې وتړمه زه په ځنځيرونو
هر يو ورور مې بې طاقته رانه غواړې
زه په ښکلي پسې وخته مقتدي يم
ته نمرود تر امامته رانه غواړې
دماشوم خويونه مه کوه اصغره
نن خولګۍ څنګه جَوته١ رانه غواړې
خوست تڼي
١ دقافېې بښنه غواړم
اصغر اکبري