
افغانستان له کلونو راهیسې د داسې نړیوالو ترهګریزو شبکو په منګلو کې را حسار دی چې ملاتړ يي د لویو بهرنیو استخباراتي شبکو لخوا کیږي. په حقیقت کې افغانستان د نړۍ په نیابت کې د نړیوالو ترهګرو پر وړاندې درېدلی او په دې لار کې هره ورځ، قرباني ورکوي. لکه څنګه چې افغانستان په سیمه کې د آسیا زړه په توګه مطرح شوی، په همدې شکل يي آرامښت هم د ټولې سیمې او آسیا لپاره له ارزښته تش نه دی. له یوې خوا که په افغانستان کې ثبات او امنیت د سیمې لپاره له ارزښته ډک دی، په بل اړخ کې نا امني هم د ټولو لپاره، ګډ ګواښ دی، دا یوازې د یوه هیواد پر ضد نه ، بلکې د سیمې او په ټوله کې، درستې نړۍ ته ګواښ دی.
نړیوالې ترهګریزې شبکې په افغانستان کې په دریو بېلو څانګو وېشل شوې، لومړۍ ډله یې لکه طالبان او حفاني شبکه ده چې نه غواړي د افغان سولې له بهیر سره یو ځای شي. دا ډلې د بهرنیو استخباراتي شبکو په لمسون جګړه کوي. د پاکستان استخباراتو په خپل هېواد کې په ښکاره دغو وسله والو ډلو ته امن پټنځایونه برابر کړي مالي ملاتړ يي کوي او پوځي رزنې ورکوي. پاکستان سره له دې چې په نړیوالو او سیمه ییزو ناستو کې په خپله خاوره کې د دغو ډلو د ګواښونو د لمنځه وړلو ژمنې کړې خو تر اوسه په دې برخه کې د اسلام آباد ريښتینې همکاري نه ترسترګو کیږي.
د ترهګرۍ بله برخه؛ نړیوال ترهګریز سازمانونه دي، چې په سیمه کې یې شمېر د افغان حکومت په حواله، ۲۱ ګروپونو ته رسیږي. دا ګروپونه له نړیوالو ترهګرو سره اړیکې لري، لکه القاعده، داعش، تحریک طالبان، جیش محمد او ځینې نور. دا شبکې نړیوالې موخې لري ا و هڅه کوي چې په افغانستان کې د ځان لپاره خوندي ځالي جوړې کړي او له دې ځایه په نړۍ کې ترهګریز فعالیتونه تنظیم کړي.
د ترهګرۍ دریمه ډله؛ د مخدره توکو سازمانونه دي چې د انسانو او وسلو په قاچاق کې دخیل دي. افغانستان د نړۍ ۹۰ سلنه نشه يي توکي تولیدوي چې په نړیواله سطحه نشه يي توکو ته لوړې اړتیا ته په کتو سره، د نړیوال جرمي تجارت لویه برخه جوړي. د نړیوالو راپورونو له مخې په افغانستان کې د نشه يي توکو د تجارت سطحه تر اتیا میلیارد ډالرو رسیږي. د تجارت دې لوړې کچې ته په کتو، لوی نړیوال لاسونه پکې ښکېل دي . د نشه يي توکو کاروبارو یوازې په یوه بې ثباته هېواد کې شونی دی. همدې دلیل ته په کتو د نشه يي توکو کارباریان د افغانستان د بې ثباتۍ لپاره کار کوي او د خپل تجارت دوام په بې ثباتۍ کې ګوري.
د افغانستان د ملي امنیت شورا مشاور ښاغلي محمد اتمر د چګپوړو امنیتي چارواکو په کنفرانس کې چې څو ورځې وړاندې د روسیې په سوچي ښار کې جوړ شوی و، د نړیوالو ترهګرو پر ضد د نړۍ په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونو پر نه هماهنګۍ نیوکه وکړه. هغه د ترهګریزو ډلو لخوا د ګواښونو د لوړېدو په تړاو په کنفرانس کې د شاملو هېواونو له استازو سره خپلې اندېښنې شرېکې کړې.
داعش، القاعده او ځینې نورې ډلې چې په افغانستان کې فعالیت کوي، یوازې د افغانستان د بې ثباتۍ لپاره نه بلکې د سیمې او نړۍ د بې ثباتۍ لپاره جدي ګواښ دی. افغانستان له نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې په لار کې عملا دوې ستراتیژۍ تر لاس لاندې لري. لومړۍ له افغان وسلوالو مخالفانو سره د روغې جوړې پروسه او په بل اړخ کې د نړیوالو ترهګریزو شبکو پر وړاندې د ترهګرۍ ضد مبارزه ده. که څه هم د دغې ښکارندې پر وړاندې افغان حکومت له خپلې وسې سره سم، مبارزه کړې خو د بريالي کېدو لپاره يي ریښتینې سیمه ییزې همکاري ته جدي اړتیا ده.