
روهي (جمعه/۷ د غوايي)، د متحدو ایالتونو سنا مجلس د سي آی اې مخکنی مشر د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکه. پمپیو د سناتورانو او د ډیموکرات استازو له سختو پوښتنو سره مخامخ شو خو په پاي کې یې د باور رایه تر لاسه کړه.
د متحده ایالاتو د سنا مجلس د ۱۰۰ غړیو له منځه ښاغلي پمپیود ۵۷ د باور او ۴۲ یې نا باور رایه تر لاسه کړه. دا باید ووایو چې تر دې مخکې داسې اندیښنه موجوده وه چې ښاغلي پمپیو له سنا څخه هیس کومه د باور رایه تر لاسه نکړي.
د متحدو ايالتو ولسمشر ټرمپ دیموکراتان په دې تورن کړي چې دوی د بهرنیو چارو وزارت ته د هغه د کاندید وزیر د تائیدۍ مخه نیسي.
مایک پمپیو یو کال د امریکا د مرکزي استخباراتو (سي آی اې) مشر و او تر هغه مخکې د امریکا د کانګرس غړی و. نوموړی دوه اونۍ مخکی د شمالي کوریا له مشره سره هم لیدلي وو.