
روهي (جمعه/۷ د غوايي)، یوې ښځینه پولیس افسرې په هند کې پر يوې ماشومي د جنسي تېري په قضیه کې یو مذهبي مشر زندان ته واچوه. دا پولیس افسره (چنچل میشرا ) نومیږي او د راجستان ایالت په پولیسو کې دنده تر سره کوي.
دغه نیول شوی مشر (باپو آسارام) نومیږي، چې د خلکو په وینا په ټولنه کې ورته د معتبر سړي په سترګه کتل کېدل.
مېرمن میشرا وایي، " د دغه مشر په نیولو کې یوه دا ستونزه وه چې نوموړی اندور سیمه کې نیول شوی، او د ده پر ضد عریضه پلازمېنه ډیلي کې ثبت شوی وه او هغه وړه ماشومه د اترپردېش ایالت اوسېدونکې ده. دا آسانه نه ده چې له بېلابېلو ایالتونو د ثبوتونو اوعیني رایو ځای کول په یو لنډ وخت کې وشي"
میشرا دا هم ویلي چې تر ټولو سخت کار د مذهبي مشر (باپو) نېول وو، دا ځکه چې هغه یو مذهبي مشر وو. او مونږ نه شول کولی، چې نوموړی پرته له کومه ثبوته يې ونیسو.
محکمې دغه قضیه کې آسارام مجرم وباله او په عمري زندان سزا یې محکوم کړی دی.