هغه اقدامات چې کورنۍ سوداګرۍ ته ترقي ورکوي

هغه اقدامات چې کورنۍ سوداګرۍ ته ترقي ورکوي
 
۱- په هېواد کې د بانکي سهولتونو پراختیا او انکشاف د کورنۍ سوداګرۍ د پراختیا سبب ګرځي، ترڅو د بانکي سهولتونو په نتیجه کې کاروباري کسان د بانک څخه قرضونه ترلاسه کړي او همدارنګه د پيسو په په وصول او ورکړه کې هم ډېری اسانتیاوې د بانکونو په واسطه رامنځته کېږي.

۲- دوهم اقدام چې کولای شي کورنۍ سوداګرۍ ته پراختیا او انکشاف ورکړي، د مارکېټ د حالت څخه خبريدل دي، چې کاروباريان د مختلفو لارو په وسیله لکه د اخبار، رسالې، راديو، تلویزیون او د کامرس له خوا جاري شوې جریدې په وسیله ترې ځان خبروي.

۳- درېیم اقدام چې د کورنۍ سوداګرۍ د پراختیا سره مرسته کولای شي، د ارزانه او اعتمادي حمل او نقل موجودیت دی. يعنې که چيرې په یو هېواد کې د حمل او نقل لپاره باوري او ارزانه وسیله موجوده وي، د کورنۍ سوداګرۍ د پراختیا سبب ګرځي.

۴- د کورنۍ سوداګرۍ د پراختیا لپاره اشتهار ډېر ضروري او اهم دی، چې د اجناسو د پيژندګلوی يوه ډېره مهمه وسیله ده، چې په نتیجه کې د اجناسو لپاره پيرودونکي راجذب کېږي او کورنۍ سوداګرۍ ته ترقي ورکوي.

۵ـ پنځم اقدام چې کولای شي د کورنۍ سوداګرۍ د پراختیا سبب شي، د بېمې سهولات دي، چې کاروباریان د نقصان څخه د حفاظت لپاره د بېموي سهولتونو څخه استفاده وکړي، د بېموي سهولاتونو په موجودیت کې کاروباریان بې له کومې ویرې په لویه پيمانه د اجناسو خرید او فروش کوي او د کورنۍ سواګرۍ د پراختیا سبب کېږي.

۶- د دولت له خوا د سیمه ییزو بندیزونو مخنیوی کولای شي، چې د کورنۍ سوداګرۍ د پراختیا سبب شي. لکه په بعضې وختونو کې حکومت د ځينې ساحاتو په حمل او نقل بندیزونه لګوي، چې ددې بندیزونو په وجه د سوداګرۍ سطحه محدوده کېږي.

۷- د دولت له خوا د انحصار مخنیوی او سالم رقابت ته زمینه برابرول کولای شي، چې د کورنۍ سوداګرۍ د پراختیا سبب شي.