محمد معصوم ستانکزی وپېژنئ

محمد معصوم ستانکزی وپېژنئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

زوګړه:
محمد معصوم ستانکزی د محمد خان ستانکزي زوی دی. په کال ۱۳۳۷ لمريز کې د لوګر ولايت په محمد اغې ولسوالۍ (مغل خیلو) کلي کې زېږدلی او په ټبر ستانکزی دی.

زده کړې:
محمد معصوم ستانکزي د ښوونځي دورې زده کړې د لوګر ولايت په محمد آغه ولسوالي کې تر سره کړي. د ښوونځۍ له فارغت وروسته په کابل ولايت کې د مخابراتو په روزنيزې موسېسې کې شامل شو او د (مایکرو ویف) په برخه کې يې دوه کلنې زده کړې بشپړې کړې.

نوموړي په کابل کې د خپلو زده کړو په دوام کې، د هېواد حربي پوهنتونو ته شامل شو او د مخابرې په برخه کې يې د لېسانس تر کچې زده کړې وکړې.

ستانکزي له هېواد په بهر کې دوه ماسټرۍ تر سره کړې دي، چې لومړي ماسټري يې د ادارې او سوداګرۍ په برخه کې له (پریستون) پوهنتون څخه او دويمه ماسټري يې د پايه لرونکې پراختيايي انجنيرۍ (Engineering in Sustainable Development) په برخه کې د انګلستان د کمبرېج له پوهنتون څخه تر لاسه کړې ده.

دندې:
محمد معصوم ستانکزي په حربي پوهنتون کې له زده کړو وروسته د هېواد د وخت په ملي دفاع وزارت کې د اوپراسیون او تشکیلاتوپ په رياست کې دندې تر سره کړې او همدا ډول يې په بېلا بيلو پوځي پوستونو دندې کار کړی.

افغانستان ته د روسانو له راتګ وروسته نوموړی په ايران او پاکستان د ملګرو ملتونو د سازمان تر لارښوونې لاندې په بشري او له کډوالو سره د مرستې په ماموريت او دندو بوخت وو، چې د حامد کرزي د حکومت په لومړيو کې د بشر حقوقو د کمېشنر په توګه وټاکل شو.

د لنډمهالې ادارې په پای ته را سېدو او د انتقالي دورې په جوړېدو، نوموړی د مخابراتو او مالوماتي ټېکنالوژۍ د وزير په توګه مقرر شو.

نوموړی له ۱۳۸۴ څخه تر ۱۳۸۹ ل کالونو په موده کې د بې وسلې کولو کمېسيون د مرستيال په توګه دنده اجرا کړه. محمد معصوم ستانکزي د پخواني ولسمشر حامد کرزي د کورني امنيت په برخه کې د سلاکار په توګه هم په دنده پاتې شوی دی.

په ۱۳۸۹ لمريز کال کې نوموړی د سولې عالي شورا د غړي په توګه وټاکل شو. هغه وخت چې برهان الدين رباني د سولې عالي شورا رئيس وو، محمد معصوم ستانکزی د سولې عالي شورا د غړي په توګه دنده تر سره کوله او په هغه بريد کې سخت ټپي شو، چې د طالبانو د استازي په نوم يو راغلي کس چاودېدونکي توکي په خپلې لنګۍ کې ځای پر ځای کړي وو او برهان الدين رباني يې ووژلو.

د ملي يووالي حکومت په لوموړيو کې محمد معصوم ستانکزی د ملي امنيت د عمومي رئيس په توګه ولسي جرګې ته ورپېژندل شو، چې د باور رايې په اخېستلو تر نن نېټې پورې د ياد رياست مشری په غاړه لري.

د محمد معصوم ستانکزي په رياست کې د هېواد په ډېری برخو کې امنيتي وضعيت کړکېچن شوو او وسلوالو مخالفينو څو ځلې ډېر لوی يې بريدونه په کابل ښار کې تر سره کړل، چې ډېر خونړي يې د کابل په شهرنو کې د ټنکر په وسيله، په صدارت څلور لارې کې او په انټرکانټېننټال هوټل بريدونه وو.

محمد معصوم ستانکزی پرته له دې چې د هېواد د ملي امنيت رياست مشري په غاړه لري، د هېواد په کورني سياست کې هم اغېز لرونکی کس دی. د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا په يو شمېر کورنيو سياسي ستونزو کې نوموړی د حل په موخه لېږل کيږي او د حکومت په استازېتوب ونډه اخلي.

د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور سره د ولسمشرۍ ماڼۍ د راپورته شوې ستونزې د هواري په موخه، نوموړي څو ځلې د اسلامي جمعيت ګوند له مشرانو سره ناستې او خبرې تر سره کړې او همدا ډول د ولسمشرۍ ماڼۍ او لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم ترمنځ د ستونزو د حل په پار ستانکزي ترکيې ته هم غېرې رسمي سفرونه درلودل.

تېره ورځ ولسي جرګې په هېواد کې د امنيت او سياسي وضعيت په اړه نوموړی استيضاح کړ او نېوکه دا وه، چې ستانکزی له خپلو صلاحيتونو وراېخوا نورې سياسي چارې هم تر سره کوي. د ولسي جرګې د عمومي نصاب د نه پوره کېدو په اساس نوموړی پر خپل ځای پاتې شو او ملاتړو وکيلانو يې د امنيتي چارو ترڅنګ د سياسي چارو ستاينه وکړه، چې په هېواد کې دننه سياسي مسايل د ناستو او خبرو له لارې په سوليز ډول حل کوي.