
۸،۰۴،۰۳ ۱۳۸
مونږ د نوی کال په لمړی ربعه یا دری میاشتو کی دری ستری پروژی لاسلیک کړی او هم کار پری پیل شوی چی مجموعی پیسی یی ۷۷۷۰۰۰۰۰ امریکایی ډالره کیږیی
• د مچلغو د بند قرار دار لاسلیک شو
ددی بند جوړیدل د پکتیا د ولس یوه ستره هیله وه چی نن یی دغه هیله پوره کیږی
دا بند څلور واری تخنیکی سروی شوی ،
په ۳۰ د جوزا نوموړی بند د جوړیدو قرارداد د ګلف افغانی او اینرګو مولیست رای روسی کمپنی سره لاسلیک شو
ددی بند بودجه ۱،۴۷۰،۸۵۵،۷۱۴ افغانی چی ۳۰،۷۶۴۰۰۰ ډالره ده او د دری کلونو په ترڅ کی به بشپړ شی
ددی بند په جوړیدو به په لمړی سر ۱۸۰۰ هکاره ځمکه خړوب شی او ورسته بیا دغه کچه تر ۴۵ زره هکتاره ځمکی پوری رسیږی
د نوموړی بند په جوړیدو ۴۰۴ کیلو واټه بریښنا تولیدیږی چی خپلو نږدی سمیو ته به ورکول کیږی
د دی بند جګ والئ ۵۸ متره
اوږدوالئ ۶۲ متره
بریی ۱۸ متره
او په دی بند کی به ۵،۲۵ میلیونه متر مکعبه اوبه ذخیره کیږی
همدا رنګه ددی بند په جوړیدو به سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شی
• د کمپلکس روغتون بنسټ کیښود ل شو
دغه روغتون په نړیوال نورم او استندرد سل بستره جوړیږی
موظف شرکت سید بلال ساختمانی شرکت او تطبیق کوونکی یی آی او ام دی
د دی پروژی پیسی لس میلیونه ډالره کیږی چی د یو ایس ای آی ډی لخوا ورکول کیږی
د نومړی پروژی کار موده دوه کاله اټکل شوی
دغه روغتون په لس جریبه ځمکه کی په پاخه او اساسی ډول جوړیږی چی ۱۴ بلاکونه لری
• د بیات ولادی او نسایی روغتون
دغه روغتون ۲۰ بستره لری
په دی روغتون له ټولو ضروری ملحقاتو او ودانی سره اوه سوه زره امریکایی ډالره مصرف راځی چی د بیات بنیاد لخوا ورکول کیږی
دا روغتون په ۴ جریبه ځمکه کی په پاخه او اساسی ډول جوړیږی
• د ګرديز – زرمت – غزني سړك د يوي برخي کار پیل شو
دا سړك ټول ۸۶ كيلومتره اوږدوالئ لري چي د يوي برخي يعني ۴۲ كيلومتره قرارداد يي د ولايت مقام او ايف ام سي سي كمپني تر منځ لاسليك شوی وو او اوس پری کار روان دی
د دي سړك بودجه د يو ايس اي آي ډي لخوا وركول كيږي او پلۍ كوونكي يي آر آر ډي دي
په دي سړك به شاوخوا څه د پاسه ۳۵ ميليونه امريكايي ډالره مصرف راشي او د ۲۴ مياشتو په ترڅ كي به يي كار بشپړ شي
ددي پروژي يوه ځانګړتيا داده چي كار به يي بشپړ افغاني وي
د لا معلوماتو لپاره (۰۷۹۹۰۰۲۲۳۳،۰۷۸۶۷۰۰۷۷۷)
روح الله سمون
د پکتیا والی ویاند