خوږمن زګيروی شوم دپرهارله غــيږې وکـــــــــوچيــــــــدم
ولاړم بې وسه دنيګارله غيــــږې وکــــــــــــــوچـــــــــــــــيدم
نورمې زغملای نه شوای کاڼي دجانان په تــــــــــــــــــندي
شهيده چيغه دسنګسارله غـــــيږې وکــــــــــوچيــــــــــــدم
زرې زرې شودجانان تصــــويردجــــــــــام پـــــــه زړه کــــې
شيخه خبرشـوې دخمارله غـــــيږې وکـــــــــــــوچيــــــــــدم
ماپـــوري مه تړه ګل روځـــه دزړه تـــــــــــږيـــــــې هيــــــــله
بې سيکه پــــــــرخــــــــــه دســـــهارله غـــيږې وکوچــــيدم
ديدديعقوب نه يم چې بيرته مې يوســف راستـون کـــړي
نوم دځـــوانۍوم دروخســــــــارلــــــه غيــــږې وکوچـــيدم
نوربه دې نه وي زماپه نوم جانانه شــونــــــډې ستـــړيــې
هــــيره وعده شوم دتکرارله غــــيږې وکــــــوچيــــــــــــدم
نن لادلـــې يــــم عــضري نازدې په ستــــــرګــــــواخــــــــلم
بيابه خبرشـــې چـــې دښارله غــــيږې وکـــــــــــــوچيــــدم
وروستي