یوه رایه د یو ملت راتلونکې!

یوه رایه چې په حقیقت کې د یو ملت راتلونکې ټاکي نو په همدې خاطر باید چې د ملت هر وګړی چې نر دی او یا هم ښځه باید خپله رایه داسې یو شخص ته ورکړي چې د ملت او هېواد د هر درد څخه خبر او د خبرېدو ترڅنګ د هغو دردونو له پاره د ملهم پټۍ هم له ځان سره ولري نه دا چې د ملت او هېواد د دردونو څخه خبر خو بیا یې په هغو زخمونو د کامیابۍ څخه وروسته مالګه اچوي او د هغوي په وژنو او ژوبلولو یې تجارت روان کړی وي رایه زمونږ د ( ملت) هغه واک او مسولیت دی چې د ظالم د ظلم څخه ورباندې ځانونه
خلاصولای شو.

د هغو ښکر لرونکو چارواکو چې د ملت په وینو یې لاسونه سره دي او بچي یې په بهرنیو هېوادونو په پوهنتونونو کې لوړې زده کړې کوي او دوي د ملت د بچیانو په سرونو تجارت کوي کولای شو چې ماتې ورکړو او د هغو زرګونو جریبونو ځمکو چې د ملت د ي او دوي غضب کړې دي پوښتنه وکړو.
 
د رایې استعمال لپاره د هویت تذکره او ثبت احوال په مرکز کې ځانونه ثبتول اړین دي، کله چې د هویت تذکره ولرو او ځان مو د ثبت احوال په مرکز کې ثبت کړ بیا کولای شو چې د اتخاباتو په ورځ خپله رایه په هماغه مرکز کې استعمال کړو.
رایه زمونږ د (ملت) هغه لوي واک او مسولیت دی چې ټول چارواکي یې ملت ته اړ کړي دي او د همدې یوې رایې په واسطه کولای شو چې د هغو غلو، فسادګرو، قاتلانو، بې علمه ، نااهله او د هغو چارواکو څخه ځانونه وژغورو چې تل یې ملت په غم اخته کړی او د هغوي د بچیانو په سرونو یې خپلې لوړې، لوړې ودانۍ جوړې کړې دي له یاد قسم چارواکو له ظلم او بربریت څخه ځانونه وژغورو او د کړي ظلم ورڅخه پوښتنه وکړو.

رایه هغه څه ده چې که یو اهل کس ته وسپارل شي د همدې یوې رایې پواسطه کولای شو چې ناامني په سولې، کمزوری اقتصاد په خپل ځان باور، بېکاري په روزګار، تیاره په رڼا، وېره په ډاډ او باور،ناامیدي په امید، دښمني په ورورۍ او یوه تیاره راتلونکې په یوې روښانه راتلونکې بدل کړو.

راځئ :ګرانو هېوادوالو د دې کار د ترسره کولو له پاره د هر څه لومړی باید ځانونه د رایو د ثبت په مرکزونو کې ثبت کړو ترڅو په راتلونکو انتخاباتو کې خپله راتلونکې په خپلې یوې رایې سره وټاکو او د ټولو نااهله چارواکو له ظلم او بربریت څخه ځانونه خلاص کړو دې ټولو ناخوالو څخه د خلاصېدو یواځینۍ لار په اول قدم کې د رایو د ثبت په مرکزونو کې ځانونه ثبتول دي او بیا د انتخاباتو په ورځ خپله رایه یو امانتدار، د ملت او هېواد ګټو ته ژمن، تعلیم لرونکي، د ملت په غم غمجن او په خوشحالۍ خوشحالېدوکي شخص ته ورکړو.