څه سپيره فضاده

څه سپيره فضاده دا،څه سپيره وختونه دي
ژوندخدايږوبې مالګې شو، تللي يې خوندونه دي
تورې شيطاني تيارې ،لمر په بډوهلی دی
هرخواته تورتم خوردی ، مړه ډيوې ،څراغونه دي
وخت هغه موسم هغه ، سورګل ،هم چمن هغه
مات دبلبل ستونی دی ، ورک يې اوازونه دي
لت پت په سروينوکې ،بسمل په شان شرين رغړي
نه دفرهادوروڼه نشته ، نه يې مات سرونه دي
خورچې يې په لراوبرنوم ستردميړانې وو
هسکې غاړې وړای نشي، ټيټ يې نن سرونه دي
پوه اوهم ناپوه حيران ،دواړونه لارورکه ده
جبردی عجب واکمن ،بندعقل،پکرونه دي
څه دناپوهۍ ښامارڅه دځان ځانۍ بلا
مينه ،محبت وخوړ،وران خراپ نيتونه دي
هرسړی سیم زرغواړي ، بیه ،قیمت نه ګوري
وتی یې له ياده دقارون ډیردولتونه دي
تورابليث لګيادی دانسان دسرسوداکــــــوي
مېنه دپښتون کې یې جوړکړي بازارونــــــه دي
لرګوره هـــــم برچــــې يــــــــــزيدانوکربلاجــــــــوړه
ګوټ پسې بل ګوټ کړي ډک دوينویې جامونه دي
سوال درته منت کوم پښتونه ځان لږويښ دې کړه
کړي دې دښمن دورکيدلــمــمـوسوګندونه د ي
ښکاري (منتظره ) ته دې هسې دزړه وينې خورې
ډيروتاپه شان ويلي کڼوته داشعرونه دي
منتظر مسيد
۱۰ /۱۱ /۲۰۰۹
پيښور- پښتونخوا