شپږ هغه جنسي ناروغۍ، چې درې يې يوازې په سړيو او درې په ښځو کې پيدا کيږي
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
کورنۍ کډ ژوند، چې د ښځې او خاوند ترمنځ له واده وروسته پيل کيږي، د ټولنيز او راتلونکي ژوند يو بل نوی پړاو دی. په ګډ کورني ژوند کې ښځه او خاوند د ژوند د ټولو ناخوالو او خوښيو پر وړاندې په کډه تګ کوي او د ژوند هر پرېکړه پر دواړو منفي او مثبت اغېز کولی شي.
د اسلام په مبارک دين کې هم، د ښځې او خاوند ترمنځ د حقوقو، يو بل ته د متقابل درناوي، د کور او بهر ژوند په چارو کې د دوی د مسووليتونو او د اولاد په روزنه کې د دواړو په ونډې او پاملرنې ژورې مسالې څرګندې شوې دي. اسلام ښځې او خاوند ته دا ټول په ګوته کړي دي، چې د يو او بل پر وړاندې څومره مسووليت لري او کډ ژوند په کومو لارو بايد وړاندې يوسي.
لکه څه ډول چې په اسلامي لارښوونو کې راغلي دي، چې ښځه او خاوند د يو او بل لپاره پرده او جامه دي، نو په همدې اساس ښځه او خاوند د يو او بل ستونزې تر بله هر چا بايد ډېرې درک کړي، سره نېږدې د راز ملګري او همکار پاتې شي. ښځه د خاوند او خاوند د ښځې پر وړاندې بايد د شرم احساس ونه کړي. هغه ناروغۍ او ستونزې چې دواړه يې بل چاته نشي په ګوته کولی، نو لازمه ده، چې ښځه د خاوند له کمزورتياوو او نارغيو خبره اوسي او خاوند د خپلې ښځې.
په دې لېکنه کې شپږ هغه ناروغۍ درته په ګوته کوو، چې درې يې په خاوند کې ښايي شتون ولري او يا پيدا شي او درې نور يې بيا په ښځه کې. نو پکار ده، چې د واړه د يو او بل له نارغيو سره اشنا او د اړتيا په وخت کې ورسره مرسته وکړي.
۱- په نارينو کې جنسي ناروغۍ:
- د تناسلي آلې نه پورته کېدل Erectile dysfunction: په نارينو کې د تناسلي آلې نه پورته کېدل يوه عمده ناروغي ده، چې له امله يې جنسي اړيکې نه شي تر سره کېدای او د اولاد د پيدا کېدو چانس په کې شتون نه لري.
د تناسلي آلې نه پورته کېدل، دوه لاملونه لري، چې يو يې روحي او بل يې فزيکی دی. د تناسلې آلې د نه پورته کېدو فزيکي لاملونه د زړه ناروغۍ، د وينې لوړ فشار، شکر، الکولي مشروبات، سېګرېټ او ځينې درمل دي. د تناسلي آلې د نه پورته کېدو روحي او ذهني لاملونه، کورنۍ ستونزې، په ځان بې باوري، اندېښنې او فشارونه دي.
- له وخت مخکې انزال Premature ejaculation: په تېرو لېکنو کې مو هم، د زر انزال په اړه مالومات وړاندې کړې دي. زر او له وخت مخکې انزال د جنسي اړيکو په وخت کې په ښځې و خاوند دواړو باندې منفي اغېز کوي، چې لاملونه يې د تېر په څېر فزيکي او روحي کېدای شي.
- د جنسي اړيکو په اړه نه لېوالتيا Loss of sex drive: دغه ستونزه په ښځه او خاوند دواړو کې را پيدا کېدای شي. د جنسي اړيکو په اړه له نه لېوالتيا څخه موخه دا ده، چې دواړه او يا هم يو له دوی څخه، نه غواړي چې جنسي اړيکې تر سره کړي او يا ورته د جنسي اړيکو ترسره يو تحميلي او اجبارې کړنه تر سترګو کيږي.
۲- په ښځو کې جنسي ناروغۍ:
- د ارګازم ستونزه Orgasm problems: په لويه کې ښځې په دوه ډوله دي. هغه ښځې چې په ټول خپل ژوند کې هېڅکله جنسي ارګازم ته نه وي رسېدلی، د primary په نوم او هغه ښځې چې وړاندې په تېر کې جنسي ارګازم ته رسېدلې وي، خو په حال کې ستونزه لري ورته secondary ارزګازم وايي.
ارګازم ته نه رسېدل لاندې لاملونه لري، چې خاوند يې بايد په اړه له خپلې ميرمنې سره مرسته وکړي.
« له جنسي اړيکو څخه د ښځې ويره او په اړه يې کم مالومات
« د جنسي اړيکو د تر سره کولو نه وړتيا
« له جنسي اړيکو وړاندې کم تحريک او هڅونه
« د ښځې او خاوند ترمنځ تريخ کورنۍ ژوند
« تشويش، ويره او اندېښنې
- د جنسي اړيکو په وخت کې درد Pain during sex: د خاوند په پرتله ښځه د جنسي اړيکو په وخت کې د ډېر درد احساس کوي. د جنسي اړيکو په وخت کې د ښځې ويره او له جنسي اړيکو وړاندې د جنسي تحريک نه شتون، هغه څه دي، چې د جنسي اړيکو په وخت کې میرمنې ته د درد سبب کيږي.
- مياشتنۍ ناروغي Menstruation: الله (ج) د انسان وجود په داسې يو ډول سره جوړ کړی دی، چې هر څه د يو منظم مهال وېش او هدايت لاندې خپل فعاليتونه تر سره کوي. ښځېنه چې کله بلوغ ته ورسیږي نو هره مياشت له پنځو څخه تر ۷ ورڅو پورې يوه ناروغي ورته پيدا کيږي، چې ورته مياشتنۍ ناروغي، حيض او يا Menstruation وايي.
د مياشتنۍ ناروغۍ په وخت کې د جنسي اړيکو تر سره کولو د اسلام مبارک دين په اساس منع دي او همدا ډول په دې وخت کې ميرمن د ستړيا، ناراحتۍ، دروندوالۍ او خپګان احساس کوي، چې خاوند يې په فزيک او هم په روحي ډول بايد خيال وساتي.
وروستي