د سوريې اوسنی ولسمشر بشار اسد

د سوريې اوسنی ولسمشر بشار اسد
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
 
زوکړه او کورنی ژوند:
بشار حافظ اسد په ۱۹۶۵ لمريز کال کې د سوريې په پلازمېنه دمشق کې زېږدلی دی. نوموړی د انېسا او حافظ اسد دويم مشر زوی دی. د بشار اسد پلار حافظ اسد په يوه غرېبه کورنۍ پيدا او رلوی شوی وو، چې وروسته د سوريې ولسمشر شو. حافظ اسد په ۱۹۷۰ کالونو کې د سوريې سياست ور دننه شو او تر ۲۰۰۰ کال پورې د سوريې ولسمشر او د بعث ګوند عمومي منشي وو. بشار اسد په ۲۰۰۰ ز کال کې له اسما اسد سره واده وکړ او په اوس وخت کې څلور اولادونه لري.

زده کړې:
بشر اسد د ښوونځۍ دورې زده کړې په ۱۹۸۲ ز کال کې د دمشق په عربي - فرانسوي الحریریه ښوونځي کې بشپړې کړې. نوموړي د ښوونځۍ له زده کړو وروسته په دمشق کې د طب په برخه کې زده کړې پيل کړې او په ۱۹۸۸ ز کال کې د دمشق له طبي پوهنتون څخه فارغ شو.

دندې:
- بشار اسد د لېسانس سند له اخېستو وروسته په دمشق کې په يو پوځي روغتون کې د ډاکټر په توګه دنده پيل کړه، نوموړي څلور کاله په ياد روغتون کې دنده تر سره کړه او له هغې وروسته د نورو لوړو زده کړو په موخه لندن ته لاړ او هلته يې د سترګې په برخه کې د لوديځ د سترګو په روغتون کې زده کړې تر سره کړې.

- په ۱۹۹۴ کال کې بشار اسد د ډګروالۍ په رتبه کې د سوريې ځانګړي پوځ (د سوريې د جمهوريت ګارډ) ته ورغی او تر ۱۹۹۹ پورې يې هلته دنده تر سره کړه.

- د بشار اسد پلار حافظ اسد چې له ۱۹۷۱ څخه تر ۲۰۰۰ ز کال پورې د سوريې ولسمشر وو، خپل مشر زوی باسل اسد يې له ځان وروسته راتلونکی ولسمشر نومولی وو. په ۱۹۹۴ ز کال کې د بشار اسد مشر ورور باسل اسد د موټر په يوې ترافيکي پېښه کې مړ شو. په ۲۰۰۰ ز کال کې د بشار اسد پلار حافظ اسد هم مړ شوی او دويم زوی (بشار اسد) ولسمشر وټاکل شو.

- په ۲۰۰۰ ز کال کې د ولسمشرۍ له ټاکنې سره يوځای نوموړی د پوځ اعلی سر قومندان او د بعث ګوند عمومي مشني هم وټاکل شو.

- په ۲۰۰۷ کال کې بشار اسد د دويم ځل لپاره د ۷ کالونو په پار د سوريې ولسمشر وټاکل شو.

په ۲۰۱۱ ز کال کې په سوريه کې کورنۍ جګړې رامنځ ته شوې. د سوريې د کورنيو جګړو له امله د بشار اسد د رژيم او نړيوالې ټولنې خو په ځانګړې ډول له امريکا سره د نوموړي اړېکې خرابې شوې او په ۲۰۱۱ کال کې امريکا په سوريې يو شمېر سياسي او اقتصادي بندېزونه هم ولګول.

د سوريې د کورنيو جګړو په اور کې د نړۍ يو شمېر هېوادونو لکه امريکا، اسرائيلو، روسيې، سعودي عربستان، ايران، ترکيې او انګلستان لاس وهنې پيل کړې او د خپلو ملي ګټو په موخه يې په سوريه کې سياسي او پوځي سيالۍ سره شروع کړې.

په سوريه کې د بهرنيو هېوادونو د جګړو او سيالو له امله، په ياد هېواد کې د خلکو ژوند له ډېرو ستونزو او جګړو سره مخ شو. په زرګونه ځلې په سوريې هوايي بمبارۍ او ځمکني بريدونه تر سره شول، په سل ګونه زره کسان په کې ووژل شول او په ډېر شمېر نور د سوريې د جګړې له امله اروپايي هېوادونو ته په کډوالۍ مجبور شول.

په اوس وخت کې داعش ډلې هم په سوريه کې پراخه نفوذ پيدا کړي، چې روسيه او ايران د داعش پر وړاندې د بشار اشد د رژيم ملاتړ کوي؛ امريکا او اروپايي هېوادونه بيا د بشار اسد د رژيم پر وړاندې سياست لرلي.

تېره اونۍ امريکا، بريتانيا او فرانسې په سوريه کې د بشار اسد د رژيم په پوځي اډو هوايي بريدونه تر سره کړل او دوی ادعا کوله، چې د بشار اسد حکومت په دوما ښار کې کيمياوي وسلې کارولې دي. په خپله د بشار اسد رژيم او همدا ډول د روسيې او ايران له خوا د امريکا بريدونه وغندل شول او په دوما کې د کيمياوي وسلو استعمال يې رد کړ.

د بشار اسد په اړه نور دلته د روهي وېب پاڼې د (اونۍ څېره) په پخوانۍ لېکنه کې ولولئ. http://rohi.af/fullstory.php?id=41338