حساسيت (الرجي) څه ډول ناروغي ده؟ نښې، لاملونه او درملنه يې
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
۱- پېژنده: حساسيت چې په انګليسي کې ورته Allergy وايي، هغه حالتونو ته ويل کيږي، چې د وجود غړي يې په چاپيريال کې د يو شمېر نورو څېزونو پر وړاندې د سخت حساسيت په ډول سره ښکاره کوي او دغه ناورغي په ځيني خلکو کې دا پايله ورکوي، چې د ځينو شيانو له خوراک، څښاک، اړيکو، لېدلو او حتی له اورېدلو بايد لېرې ووسي.
۲- د حساسيت نښې: الرجي تر ډېره د انسان په پوستکي باندې اغېز کوي او نښې - نښانې يې هم په پوستکي باندې راښکاره کيږي. د پوستکي سوروالی، ټپي کېدنه، د پوستکي خارښت، مېکروبي کېدنه، په پوستکي تور او نور داغونه راپيدا کېدل او په پوستکي د وېښتانو توېدل او سپينېدل؛ د الرجي لومړنۍ نښې - نښانې دي.
- د الرجې يو شمېر نورې نښې او اغېزې: الرجې همدا ډول ټوخی او پرېنجېدل رامنځ ته کوي، د سترګو رنګ په کې سور کيږي او له سترګو په کې اوښکې بهيږي، ځيني خوراک او څښاک په هضمي سېسټم باندې بد اغېز کوي او يو شمېر نور شيان په وجود باندې داسې اغېز کوي، چې وجود زهري کوي.
۳- هغه غړي چې الرجي پر ډېر اغېز کوي:
- پوستکی: رنګ يې سور او تور کيږي، خارښت کوي او ځيني وخت په کې ټپونه پيدا کيږي.
- پوزه: په پوزه باندې د الرجۍ اغېز دا دی، چې له پوزې اوبه بهيږي، پرنجېدل او د زکام ناروغي رامنځ ته کوي او پوزه په کې سره وي.
- غوږونه: غوږونه درنده وي، غږ په سم ډول نه اورېدل کيږي او ځيني وخت، د غوږ داخلي ټيوب هم درد کوي.
- هضمي سېسټم: استفراق کول، د ډودۍ نه هضم، بد هضمې، نس ناستی، د خېټې درد او د اشتها کموالي، هغه نښې او اغېزې دي، چې هر کله حساسيت له هضې سېسټم سره تړاو ولري.
- تنفسي سېسټم: په تنفسي سېسټم د حساسيت اغېز دا دی، چې مرۍ وچيږي، درد کوي او د تنفس په اخېستو کې ستونزې راپيدا کيږي.
۴- د حساسيت لاملونه: د حساسيت لاملونه په خورا ډېر شمېر دي. د حساسيت د رامنځ ته کېدو عمده لامل د انسان د وجود د دفاعي سېسټم کمزورتيا ده، چې د يو شمېر عملونه او څېزنو پر وړاندې خپل مقاومت له لاسه ورکوي. ښايي يو کس له خوراکي شيانو سره حساسيت ولري، بل کس د ځينو شيانو له لېدلو سره، ځيني کسان هغه وخت حساسيت پيدا کوي، چې له يو شمېر حشراتو او حيواناتو سره يې وجود په تماس کې راشي او داسې نور.
۵- د حساسيت درملنه: د حساسيت له درملنې وړاندې لومړۍ بايد دا تشخيص شي، چې د وجود کومې برخې د کوم بهرنی عنصر پر وړاندې حساسيت پيدا کړی دی. د الرجي تشخيص د وينې په معاينې سره ترسره کيږي، چې په عمومي ډول د حساسيت لپاره د وينې ټېسټونه ښايي تر اونيو وخت ونېسي، تر څو د مختلفو عناصرو پر وړاندې د وجود د مختلفو برخو عکس العمل په ګوته او څرګند شي.
هغه کورنۍ درملنه چې ډاکټران يې د حساسيت لپاره توصيه کوي، د کرکې او ويرې له منځه وړل دي. که چېرې يو څوګ دا فکر ولري، چې د وريځ اسمان په شتون کې مې سر درد کوي، نو هرکله چې اسمان وريځ کيږي نو د ياد کس سر به په رېښتيا هم درد کوي، چې دا هم يو ډول الرجي ده. د ناروغ کس فکر داسې جوړ شوی دی، چې د اسمان د وريځو په اړه ورسره وېره او اندېښنې يو ځای شوې ده او په ذهن يې داسې فشار رامنځ ته کړی دی، چې غېرې حقيقي کړنه يې ورته په حقيقت بدله کړې ده. نو دا چې د الرجۍ له شر څخه خلاص شئ، مخکې له دې چې په الرجۍ اخته شئ، پر ځان باور پيدا کړئ، ويره او اندېښنې له فکر څخه وشړئ.
که چېرې په الرجۍ باندې يو ځل اخته شی، نو بيا تر ډېره پورته درملنه پايله نه ورکوي، ناروغ کس اړ دی، چې د حساسيت د تشخيص او درملنې په موخه له اړوند متخصص ډاکټر سره پرې مشوره وکړي.
وروستي