
دوه سري حکومت ويلي يې وو چې په هېواد کې د ازادو او شفافو انتخاباتو ترسره کيدو ته الکترونيکي تذکرې ضروري دي او د ویش لړۍ به یې زر پیل کړي خو دې ډيرو ناندریو سره سره دغه مسله ګونګه پاتي ده.
اوس چې ولسي جرګي او د ولسوالیو شوراګانو ته د نوم لیکنې بهیر پیل شوی دغه لړۍ ډېره پڅه پرمخ ځي او ان ډېر خلک د تذکرو د ويش او د ټاکنو د کارت د توزيع او خپل سياسي برخليک په ارزښتونو ندي خبر او نه پوهيږي چې تذکيره اخستل او د ټاکنو لپاره د کارت لرل څومره اړين کار دى.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د پرېکړې پر اساس راتلونکي انتخابات د اوسنیو کاغذي تذکرو پراساس ترسره کیږي او د رایه ورکونکو تذکرې د یوه ځانګړي سټیکر په واسطه په نښه کیږي چې د انتخاباتو په ورځ په هماغه مرکز کې رایه ورکولی شي.
دلته په خوست کې ډېر داسې كسان شته، چې د ژوند ترپايه هم تذكره يا هويت پاڼه نه اخلي د نارینه په شمول ګڼ شمېر ښځې تذكرې نه لري او ډېر په دې باور دي چې تذكره يواځې د نارينه وواو لوستو كسانو لپاره په كاريږي خو كه پام وشي تذكره د هر نارينه او ښځينه د هويت لپاره مهمه ده.
په خوست کې په تېرو څو ورځو کې یوازې کم شمېر کسانو زړه ښه کړی ترڅو نوم لیکنه وکړي که دا پوروسه همداسې روانه وي نو د اټکل له مخې به په دوو میاشتو کې دا شمېره تر زرګونو هم ونه رسیږي دا چې د ټول هېواد او ولس سیاسي برخلیک د ټاکنو له لارې د ولس د رایو پرمټ ټاکل کېږي خو درېغه چې له دغې ملي پروسې سره هم غیر ملي چلند روان دی.
دلته خلکو ته عامه پوهاوی نه دی شوی اکثر د ټاکنو په اړه پوره معلومات نه لري.ځینې یې په شفافیت او پایلو باوري نه دي ځینې لا هم په ټاکنو کې د خپل ګډون په ارزښت نه پوهېږي یو شمیر بیا له دغو غلو وکیلانو ستړي شوی دی خو غږ یې څوک نه اوري داسې ګنګوسې شته دي چې وکیلان کمېشن کاري کوي د کسانو په ګومارنه کې پیسې اخلي بورسونه له سفارتونو اخلي او بیا یې پلوري دا هغه ګنګوسې دي چې په خواله رسنیو کې یې ټوله ورځ وینو.
دلته نور په دې بحث نه کوو چې وکیلان غله دي یا نه دلته ځينو هغو ټکو ته اشاره کوو چې ولس د خپل مسوليت په درک کولو سره اړ دی چې بايد په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي ځکه هر ولایت ته سهم د هغه ولایت د نفوس په اساس ورکول کیږي په دې سهم کې هغه ولایتونه ډير زیان کوي چې د تذکري دنه اخیستلو له امله د هغه ولایت نقوس کم وګڼل شي د بیلګي په توګه ډیر داسې ولایتونه شته چې د خوست د یوې ولسوالۍ په کچه نفوس لري خوپه ولسي جرګه لس (۱۰) استازي لري خوست چې یو ګڼ میشته ولایت دي په ولسي جرګه کې څلور وکیلان لري اوس که مونږ تذکري وانخلو په راتلونکې کې به ددې ستونزو سربیره له نورو ګڼو ستونزو سره هم لاس او ګروان شو.
نو بنآ د ټاکنو سره هم د نورو ډېرو ملي مسایلو، ملي ګټو او ملي ارزښتونو په څېر غیر ملي چلند کېږي د ټاکنو پروسې سره د دغه ناوړه چلند د پړې ګوته حکومت ته نیول کېږي.
د حکومت نیمګړتیا داګڼل کېږي چې له ټاکنو سره پروژه یي چلند کوي ځکه یوازې د ټاکنو په را نږدې کېدو سره ځینې تلویزوني او راډیویي اعلانونه خپروي لوحې پوسټرونه او بیلبورډونه چاپوي.
نو که رښتیا هم ټاکنې ملي پروسه ګڼو او په دغه پروسه کې د ملت او ولس ګډون ارزښتناک بولو نو بیا باید د ټاکنو د پروسې په اړه نور چوپ پاتې نشو په خوست کې شته مدني ټولنې قومي مشران ، مدني فعالان،ځوانان او د مسجدو ملاامامان په یو غږ سر له سبا د ټولټاکنو په پاره عامه پوهاوی پیل کړو ترڅو په راتونکو ټاکنو کې زمونږ ټول ولس او په خاصه توګه پښتانه پوره ونډه واخلي او د خپلۍ خوښۍ او اهل کاندید ته رایه ورکړي.
په درنښت