په خوست کې نوی ماډل غصب او فساد

د راپورونو له مخې په خوست ولایت کې ۴۲ زره جریبه ځمکه غصب شوې خو تراوسه پرې کوم مسؤل چارواکي اقدام نه دی کړی.
 
که څه هم والي صاحب حکم خان حبیبي په لومړیو کې د فساد او غصب په وړاندې د جدي مبارزې شعارونه له ځان سره درلودل خو تراوسه يې ۵ سلنه ځمکه لاڅه چې د غصب او فاسد په ضد يي ارداه هم نه تر سترګو کیږي.
 
له دي غصب سره سره اوس په دغه ولایت کې نوی ماډل غصب پیل شوی، شنې ساحي په تجارتي ساحو تبدیلې شوي او بیا په اوږدمهاله قرارداد ورکړل شوي چې د تیلو پمپونو او مارکیټونو د جوړیدو کارونه پکې روان دي د دوبي هوټل مخي ته پارک چې اوس مهال پکې د موټرو تم ځای دی هم په ۳۰ کلن قرارداد نیول شوی چې په نیږدې راتلونکي به يي کارونه پیل شي.
 
دغه د نوي ماډل غصب موضوع له ولس پټه ساتل کیده خو وروسته له هغې يي زور واخیست چې کوم چا د شپي پرمهال د جرګو تالار اوسپنیزې کټارې پرې کړي او غرفي يي پکې ځای پرځای کړي چې پر خواله رسنیو کې دغه کار د خوستوالو له سختو نیوکو سره مخ شو چې ښاروال هم په لومړیو کې ناخبرې وښوده چې ګني له موضوع ندی خبر په مرکز کابل دی خو ورسره سم پر خواله رسنۍ فسبوک کې د ښار جوړوني رئیس ابرهیم الله ولي زوی پر ښاروال عبدالبصیر توندې نیوکې وکړي چې ګني ښاروال په خپل سر د ښارې اصولو خلاف لوړپوړیزې ودانۍ په پیادرونو کې غرفي او په شنو ساحوکې د دوکانونو، مارکیټونو جوړول پیل کړي چې په راتلونکي کې به خوست ښار له سختو ستونزو او ننګونو سره مخ کړي خو ښاروال هم پرخپله فسبوک پاڼه د ځان سپیناوي په پار د ښار جوړونې پر رئیس توندې نیوکي وکړي یو پر بل يي د فساد تورونه پوري کړل چې له تراوسه هم دغه بازار ګرم روان دی.
 
اوس مونږ نه پوهیږو چې غل څوک دی او مل څوک دی خو دومره پوهیږو د خوست لنډ او تنګ ښار چې د خپل نفوس څو برابره کوچنی دی، د ساعتيرۍ او مېلو لپاره څومحدودې سيمې او پارکونه لري چې، ښاریان د ستړیا ويستلو او ساعتيرۍ لپاره ورځي که پر دغه پارکونو د څو غیرنو لپاره لوړپوړیزي وداني جوړي شي د خوست ښار ښکلا به د تل لپاره له منځه لاړه شي او همدارنګه د ښار سرکونه هم کوچني دي که پیادرونو کې يي غرفي کېښودل شي ښاریانو ته ستونزې جوړوي.

خوست ښاروالۍ دې د دولتي عوايدو د ډېرولو لپاره له ښاريانو تفريح ځايونه او پیادرونه نه اخلي، د عواید د لوړولو لپاره ډېر نور کارونه شته چې ښاروال یې باید ترسره کړي، لومړيتوبونه دا نه دي چې د ښار شنې ساحي دې پر تجارتي ساحو تبدیلي شي که دا لړۍ همداسې دوام وکړي لېري نده چې خوستوال به بیا په دغه ښار کې د تفریح لپاره داسې سیمه ونلري چې د ساعتیرۍ په موخه ورشي او د ښار ښکلا به د تل لپاره د خاورو سره خاورې شي چې دا به نه جبرانیدونکی عمل وي.
 
نو بنآ د ټولو خوستوالو هیله او ارزو د مرکزې ادارې په خاص ډول د محلي ارګانونو ادارې څخه دا ده چې په جدي ډول د ذکر شویومواردو او مسایلو تحقیق وکړي ترڅو فاسد چارواکي او تجاران د قانونو منګولو ته وسپارل شي او قانون پلی شي چې له یوې خوا به په ریښتیني ډول د خلکو باور په قانون او حکومت غښتلی شي او له بلي خوا به د خوست تنګي لنډې او لوړبهاځمکې د چور او تالان څخه وژغورل شي.