په ټولنه کې د ناوړه اخلاقو بيلګې (بد ژبي، د وچولي ګونځوالی، زر غوسه کیدل)

ﺯمونږ په ټولنه کې ناوړه اخلاق ډېرې بېلګې لري ځينې یې په لاندې ډول دي.
(۱) بد ژبي او سخت زړيتوب:
مونږ په خپله ټولنه کې یو شمېر داسې خلک وينو چې بد ژبي او سخت زړې دي، د نورو سره يووالی او نرمي نکوي او د نورو د سپکاوۍ څخه خوند اخلي، دغه کارونه ټول بېلتون، دښمنۍ ، شيطاني وسوسو او حق څخه سرغړونې ته رابلونکې دي.

نبي عليه السلام سره له دې چې د الله تعالی پېغمبر او استازی وو، ددين حقيقت یې هم ثابت وو خو بيا الله تعالی ورته فرمايي: ((وَلَوْ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ)) آل عمران: 159.
ژباړه: که چرته ته بد ژبی او سخت زړی وی, نو خامخا به هغوی له تا څخه خواره شوی وی.

(۲) د تندي تريووالی او ګونځوالی:
ځينې خلک مونږ وينو تندی يې تل تريو او وچولي یې ګونځې نيولې وي ، په مخ یې مسکا او ځلا نه ليدل کیږي، خوښي او خندا نه پېژني، خلکو ته بېځايه غوسه کيږي، دا ډول اخلاق د کبر او سخت طبيعت څخه مينځ ته راځي.

د پراخه وچولي نه شتون خلکو د سپکاوۍ معنی ورکوي او د خلکو سپکاوی د تکبر نښه ده.

همدارنګه د مسکا نشتوالی په تېره بيا د ملګرو او دوستانو سره د مخامخ کېدو په وخت کې د سخت طبيعتۍ له امله وي، دا ډېره ناوړه اخلاق دي په ځانګړي توګه د مشرانو په وړاندې.

د تندي تريووالی ، نفسي پريشاني او تل خپه ښکارېدل انسان د کوچني والي او کمزورتيا دليل دی.
د يو حکيم څخه وپوښتل شول: هغه څوک دی چې ژوند يې تنګ او دوستان یې کم وي؟
حکيم وويل: هغه څوک چې خلکو سره په تريو تندي ژوند کوي او ځان د خلکو نه لوړ ګڼي.

(۳) ژر غوسه کېدل:
ژرغوسه کېدل د دين او عقل دواړو له اړخه ناوړه کار دی، ډېرې بدې پايلې لري, ځکه د غوسې په سبب مرګونه، طلاق، خپل مينځي بدبختۍ، فسادونه او داسې نورې ډېرې بدمرغۍ مينځ راځي.

بلكي د ځينو خلکو غوسه ددې سبب شي چې هغه چا ته پوچ رد او بد ووایي چې ده ته یې هيڅ هم نه وي ویلي او هغه چاته سزا ورکړي چې دا يې اراده نلري، بیا نو دې ته اړ شي چې د هغه چا درناوی وکړي چې دده په خيال کې هم نه وي.

دا ټول هغه بد شيان دي چې د پوهې، زيرکتيا، سړيتوب او ميانه روی سره تضاد لري.
نبي عليه السلام فرمايي:« لَيْسَ الشَّدِيدُ بِالصُّرَعَةِ ، إِنَّما الشَّدِيدُ الَّذي يَمْلِكُ نَفْسَهُ عِنْدَ الغَضَبِ».
ژباړه: ځواکمنتيا او قوت په غيږ نيونه کې نه دی, بلکې ځواکمن هغه څوک دی چې دغوسې پر مهال د نفس واګې په لاس کې ولري.

د انسان د ځواني پوره والی پدې کې دی, چې د هغه څه مخنیوی وکړي چې غوسې د راپارونې سبب ګرځي، نیمکرغه هغه څوک دی چې شهوت او نفسي غوښتنې یې د شريعت تابع وي، غوسه یې يواځې د حق د برياليتوب لپاره وي او بد مرغه هغه څوک دی چې غوسه او نفسي خواهشات پرې ځواکمن وي.

څوک چې د غوسې په پرېښودو بريالی شي ژوند به یې کامياب وي.
يو شاعر وايي:
لايحمل الحقد من تعلوبه الرتب ولا ينال العلا من طبعه الغضب
ژباړه: د لوړې رتبې څښتن غوسه نه ساتي او څوک چې غوسه ساتي لوړ مقام ته نشی رسيدی.
ادامه لري....