(6) شپږمه ځانګړنه:
د ﺯړه له تله د قران کريم ﺯده کړه او حفظ اسانه دی ، په دې اړه الله جل جلاله فرمايلې:((وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ)).القمر:40
ژباړه:بېشکه مونږ قران د نصيحت او يادونې لپاره اسان کړی، آيا شته څوک نصيحت قبلونکی؟.
(7) اوومه ځانګړنه:
قران کريم يو معجز (انسانان يې له جوړيدو عاجزه او ناتوانه دي) کتاب دی، هيڅوک نشي کولای چې دده د يو سورت په څېر بل سورت جوړکړي، الله جل جلاله يې عربو ته دجوړېدو چلنج (بلنه) ورکړه، هغوی ناتوانه شول او له جوړېدو يې پاتې راغلل.
الله عزوجل فرمايي:(( أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ قُلْ فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِثْلِهِ)). يونس:38
ژباړه: ایا ! دوى وايي چې دا قران يې له ځانه جوړ کړی؟ نو ته ورته ووايه که چېرته داسې وي نو دده د يو سورت په څېر سورت راوړئ.
(8) اتمه ځانګړنه:
د قران کريم په لوستونکي باندې دالله جل جلاله له لوري رحمت، سکون او ارامتيا ناﺯليږي.
ځکه رسول صلي الله عليه وسلم فرمايلي:" مَا اجْتَمَعَ قَوْمٌ فِي بَيْتٍ مِنْ بُيُوتِ اللَّهِ تَعَالَى، يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ وَيَتَدَارَسُونَهُ بَيْنَهُمْ، إِلَّا نَزَلَتْ عَلَيْهِمُ السَّكِينَةُ، وَغَشِيَتْهُمُ الرَّحْمَةُ، وَحَفَّتْهُمُ الْمَلَائِكَةُ، وَذَكَرَهُمُ اللَّهُ فِيمَنْ عِنْدَهُ".
ژباړه:نه راټولیږي يو قوم د الله تعالی له کورونو څخه په يو کور کې، چې دالله جل جلاله کتاب لولي او په خپل مينځ کې يې په زده کړه بوخت وي، مګر په هغوي به دالله جل جلاله له لوري ارام او ډاډ ناﺯل شي، د الله جل جلاله په رحمت کې به پټ شي، ملائکې به تري چاپیره شي، او الله جل جلاله به يې د هغه چا په وړاندى يادونه وکړي چې له هغه سره دي(ملائکې).
(9) نهمه ځانګړنه:
قران کريم يواځې د ژونديو لپاره دی نه د مړو لپاره.
الله جل جلاله د قران په اړه فرمایي:((لِيُنْذِرَ مَنْ كَانَ حَيًّا)). يس:70
ژباړه: ددې لپاره چې ويره ورکړي دا قران هغه چاته چې ژوندى وي.
اوبل ځاى فرمايي :(( وَأَنْ لَيْسَ لِلْإِنْسَانِ إِلَّا مَا سَعَى)). النجم:39
ژباړه: نشته دانسان لپاره بدله (لامل د ثواب او عذاب د ژغورلو) مګر د هغه څه ده چې ده يې کوښښ کړی وي.
امام شافعي -رحمه الله- دپورتني ايت نه استدلال کوي او وايي: د قران د تلاوت بښلو (ډالۍ کولو) ثواب مړي ته نه رسي ځکه دا د دوى د عمل او کړنې څخه نه دی.
او کوم چې د اولاد تلاوت دی د هغه ثواب مور او پلار ته رسي ځکه اولاد د مور او پلار له کوښښ څخه وي.
لکه څرنګه چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمایلي :" أَنْتَ وَمَالُكَ لِأَبِيكَ".
ژباړه: ته او مال دې دپلار يې.
دحديث په بل روايت کې راځي:"وَإِنَّ أَوْلَادَكُمْ مِنْ كَسْبِكُمْ".
ژباړه: ستاسې اولادونه ستاسې له کړنې او کوښښ څخه دي.
(10) لسمه ځانګړنه:
قران کريم زړه د منافقت او شرکي ناروغيو څخه ژغوري او ځينې سورتونه يې د بدني روغتيا لپاره هم راغلي، لکه د فاتحې سورت، اخري سورتونه (معوﺫتين) او داسې نور... چې په صحيحو حديثونو کې يې يادونه شوې ده.
له همدې امله الله رب العزت فرمايلې دي:(( يَاأَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَتْكُمْ مَوْعِظَةٌ مِنْ رَبِّكُمْ وَشِفَاءٌ لِمَا فِي الصُّدُورِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنِينَ)). يونس:57
ژباړه: اى خلکو! يقينا دا قران تاسو ته د رب له لوري وعظ کونکی راغلی دی، د هغه څه لپاره درملنه ده چې په سينو کې دي او د مؤمنانو لپاره لارښونه او رحمت دی.
په بل ايت کې الله جل جلاله فرمايي:(( وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاءٌ وَرَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنِينَ)). الإسراء:82
ژباړه:مونږ ناﺯلو قران چې د مومنانو لپاره درملنه او رحمت دي.
دوام لري...
وروستي