د قــران کــریم ځانګړتیاوې (څلورمه برخه)

(11) يوولسمه ځانګړنه:
قران کريم دخپل لوستونکي لپاره دقيامت په ورځ دالله جل جلاله په وړاندې سپارش کوي.
ځکه پيغمبر صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي:"اقْرَءُوا الْقُرْآنَ، فَإِنَّهُ يَأْتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ شَفِيعًا لِأَصْحَابِهِ"( ).

ژباړه: قران ولولي ځکه دا به د قيامت په ورځ راځي او د خپل لوستونکي لپاره به سفارش کوي.
 
(12) دولسمه ځانګړنه:
قران کريم په هغه اسماني کتابونو باندې څارونکى، ساتونکى، پريکړه کونکى دی چې د قران څخه مخکې ناﺯل شوي دي.

په دې اړه الله جل جلاله فرمايي:(( وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ)). المائدة:48
ژباړه:مونږ تا ته په رښتني سره کتاب (قران) راستولی دی، تائیدکونکى دی دمخکنيو کتابونو او په هغوی څارونکى دی.

امام حافظ ابن کثير -رحمه الله- د مهيمن کلمې د تفسير په اړه د ويناو راټولولو نه وروسته وايي:"دا ويناوې ټولې سره نږدې معنې لري, چې د مهيمن کلمې ته شاملې دي، دا په مخکنيو کتابونو ګواه، پريکړه کونکى او ساتونکى دی.

دا ستر کتاب تر ټولو وروسته ناﺯل شوی او داسماني کتابونو پاى ده، دنيکبختۍ ټول شيان يې په ځان کې رانغښتي او تر ټولو پوره دی، هغه ښيګڼې پکې هم راټولې شوي چې په مخکنيو کتابونو کې يې شتون درلود، هغه د پام وړشيان پکې هم ورﺯيات شوي دي چې په مخکنيو کتابونو کې موجود نه وو او الله جل جلاله يې دساتنې وعده کړې ده"( ).
 
(13)ديارلسمه ځانګړنه:
قران کريم په خپلو ويناو کې رښتنې او په احکامو کې منصف دی.
الله جل جلاله ويلې دي:(( وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدْقًا وَعَدْلًا)).الأنعام:115
ژباړه: ستا د رب وينا په رښتني او انصاف سره پوره شوه.

قتاده -رحمه الله- فرمایي:" الله جل جلاله په وينا او خبر ورکولو کې رښتنی دی، په غوښتنو کې منصف دی، د څه په اړه چې يې خبر ورکړي حق او ثابت دي, چې رښتنولي یې د لمر په څير ځلانده ده، شک او ګمان پکې هيڅ ځاى نلري، په څه چې يې امر کړي انصاف دی چې پرته لدې نور انصاف وجود نلري، له باطلو شيانو يې منع کړې او داځکه چې قران يواځې له باطلو شيانو منع کوي".

لکه څرنګه چې الله جل جلاله فرمايلي دي:(( يَأْمُرُهُمْ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ)). الأعراف:157

ژباړه:دوی ته په نيکيو امر کوي او له بديو يې منع کوي، ګټور او پاک شيان يې ورته حلال کړي، ناپاکه اوچټل شيان يې پرې حرام کړي.

(14) څوارلسمه ځانګړنه:
له کومو کيسو چې په قران کې يادونه شويده حقيقت او رښتنې دي، خيال او تصور ندی، دموسى عليه السلام او فرعون کيسه رښتني ده.

الله رب العزت فرمايي:(( نَتْلُو عَلَيْكَ مِنْ نَبَإِ مُوسَى وَفِرْعَوْنَ بِالْحَقِّ)). القصص:3
ژباړه:مونږ بيانوو تا ته کيسه د موسى عليه السلام او فرعون په رښتني سره.
ددې په څير د غاروالو (اصحاب الکهف) کيسه هم رښتني ده
الله جل جلاله فرمايي:(( نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ نَبَأَهُمْ بِالْحَقِّ)). الكهف: 13

ژباړه: مونږ بیانوو تاته کیسه د دوي په ریښتني سره.
د هر څه په باره کې چې قران کريم کې الله رب العزت کيسې کړي ثابت او څرګند دي پدې اړه الله جل جلاله فرمايي:(( إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْقَصَصُ الْحَقُّ)). آل عمران: 62
ژباړه:يقينا دا بيان ريښتني او پرحقه دي (په دی کې دموسی علیه السلام مخکی ذکر شوی ټولو کیسو ته اشاره ده).

(15) پنځلسمه ځانګړنه:
قران کريم د دنيا او اخرت غوښتنې او تقاضې سره يو ځاى کړي، بشريت ته يې د انسانيت او نيکمرغۍ لار ورپه ګوته کړې، انسان يې ديته هڅولى تر څو د اخرت د تياريو ترڅنګ خپلې دنياوي چارې هم مخ په وړاندې بوځي.

لکه څرنګه چې الله جل جلاله فرمايي:(( وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ وَلَا تَنْسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا وَأَحْسِن كَمَا أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ)). القصص: 77

ژباړه: په هغه څه کې د خپل وروستني کور لټون وکړه چې الله جل جلاله تاته درکړی، له دنيا څخه خپله برخه مه هيروه، دخلکو سره احسان وکړه لکه څرنګه چې الله جل جلاله له تاسره احسان کړی دی.
دوام لري...