
سیاسي پراختیا د حکومت په سیستم او سا ختار کې تغیر راوستلو ته وایي یا هم یو پروسه ده چې په اساس یي پخوانۍ ټولنې نویو ټولنو ته پکې تغیریږي.
د سیاسي پراختیا تاریخچه: دا نظریه له دویمې نړیوالې جګړې ورسته رامنځته شوه امریکا دانظریه په دوو دلیلونو رامنځته کړه. اول: غوښتل یي چې د کپټلیزم نظریه په دریمه نړۍ کې عامه کړي، دویم: امریکا او شوروي ترمنځ سخت رقابت وو د دې لپاره چې دریمه نړۍ د شوروي له لمنې څخه وژغوري د دې نظریه ترنامه لاندي یي له دریمې نړۍ سره کمکونه کول.
د پخوانیو، منځنیو او وسنیو ټولنو ځانګړتیا: ټولنو یودم پرمختګ نه ده کړی بلکې د وخت او شریطو په تغیر سره یې تغیر کړی رستو چې یو ټولنپو ده د نموړي له نظره هري ټولنې لاندي پنځه مرحلې ترشا پریښې. اول: دودیزه ټولنه.
دویم: دالوتنې لپاره مخکنې شرایط، په دې مرحله کې رستو په غیري صنعتي سکټور کې دری اساسي تغیرات شامل دې. اول: دبازار پراخول او تولید تخصص لپاره په ټرانسپورټې برخه کې پانګه ونه، دویم: دښاري ژوند اشباع لپاره دکرنې په برخه کې انقلاب.
دریم: دپانګې په ګډون دواردا تو پر اخول.
دریم: الوتنه: د الوتنې لپاره دری شرایط مهم دي. خالصه پانګونه د خالص ملې محصول پنځه سلنې یاهم ترلس سلنې زیاته برخه جوړه کړي، لیږ تر لیږه یو د پام وړتولیدي سکتور باید په چټکې سره وده وکړي، یو سیاسي، ټولنیز او ادارې چوکاټ په چټکۍ سره رامنځته شې.څلورم: دبلوغ په لور حرکت. پنځم: په لوړه کچه د ډلیز مصرف مودی.
د سیاسي پراختیا هدف: هدف ورڅخه دا د چې ډیموکراسې عامه کړي، په ټولنه کې تغیر راولې، هغه تغیر چې په ټولنه کې راولې دهغه پایله وسنجوې او د خلکو ژوند بهترول.
د سیاسي پراختیا ځانګړنې: بیان ازادې، سیاسي ثبات، عدم مرکزیت، سیاسي ارزښتونو ته پام کول، قانون حکمیت کې مرسته او سیاسي همغږې او هما هنګې رامنځته کول.
سیاسي پراختیا مرحلې په اوله مرحله کې د خلکوبې اتفاقې حکومت سره کمه فاصله او په سیاسي چاروکې د خلکو ګډون کمرنګی وې. په دویمه مرحله کې خلک ورو ورو متحد کیږي د خلکو سیاسي بصیرت زیاتیږي او د خلکو ژوند سطحه لوړیږي، دریمه مرحله کې حکومتونه دخلکو بهبود لپاره کار شروع کوي یعنې حکومت خلکوته مختلف سهلتونه وړاندي کوي، څلورمه مرحله کې هیوادونه دومره شتمن کیږي چې له نوروهیوادونو سره کمک کوي او بلاخیره هیواد پراختیا کوي.
د سیاسي پراختیا په وړاندي خنډونه: د سیاسي پراختیا په وړاندي ځینې خنډونه هم شته مهم یي هویت نه شتون، مشروعیت نه شتون، بي کیفیته نفوس، د سیاسي ګډون نه شتون او تقسیمات.
د سیاسي پراختیا مقیاس او اندازه: اتحاد او ادغام، د سیاسي ادارو وظایف، د خلکو او فوځ ترمنځ اړیکه، د حکومت او خلکو ترمنځ اړیکه، د مسلکې خلکو شتون، علم او زده کړه قوانین، مطبوعات او اقتصادې پراختیا.
موډر نیز یشن کلیمه جریان اوپرو سې ته وایي که دې موډرنیز کلیمه ورزیاته کړو نو بیا دتغیر مفهوم افاده کوې که دې سیاسي کلیمه ورسره یوځای شې بیا نو په سیاسي چارو کې تغیر ته وایي.
موډرنیزیشن رامنځته کیدو عوامل: د علم پرا ختیا، رسنۍ، ملتپالنه او بانفوزه راهبري.
موډرنیزیشن ځانګړنې: په ښارونو کې وسیدنه، صنعت پرمختګ، سواد کچي لوړیدل، عقلانیت.
موډر نیز یشن ګټې: ټولنه مثبت تغیر کوي، ټولنه صنعتي کیږي، دخلکو افکار مثبت تغیرکوي د حکومت او ولس ترمنځ اړیکه رامنځته کیږي او مسلکې خلک ټولنې ته وړاندي کیږي.
مو ډرنیزیشن زیانونه: صنعت په زیاتیدو سره هوا ککړیږي، ټول خلک ښارونو ته ځې، زرعت ته خطر ده، غرب فرهنګ خپریږي، په معنویاتو باور له منځه ځې او خلک له دنیا سره شوق پیدا کوې.