د ۷۲ ساعتونو په ترڅ کې مو، د سېګرېټو په لوګو تور سږي پاک کړئ
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
سګرېت او نور نشه يې توکو د روغتيا لپاره مضر او ژوند ګواښوونکي دي. د سېګرېټو لوګی سږو ته دننه کيږي، د مريو او سږو د سرطان، د زړه د نارغيو او د تنفسي سېسټم د نارغيو لامل کيږي. د تر سره شويو څېړونو او شمېرنو له مخې، نيم هغه کسان چې سېګرېت يې څکول، په تمباکو پورې د تړلو نارغيو له امله مړه شوي دي. سېګرېټ په زياته انداز سره تمباکو لري، تباکو د نيکوټين په نوم اعتياد کوونکې ماده لري او همدا لامل دی، چې سېګرېټ اعتياد کوونکي دي.
يو شمېر سېګرېټ څکوونکي دا استدلال رامنځ ته کوي، چې چې د کالونو - کالونو راهيسې سېګرېټ څکوي، خو د روغتيايي معايناتو او ټېسټونو وروسته يې سږي داسې سالم او روغ وي، لکه د نوي زېږدلي ماشوم. نو د دوی په وينا چې سېګرېټ څکول دومره مضر هم نه دي، څومره يې چې په اړه ويل کيږي.
دا چې ولې د يو شمېر کسانو سږي د سېګرېټ څکولو سره - سره بيا هم روغ پاتې کيږي او شمېر داسې کسان هم شتون لري، چې په ټول ژوند کې يې يو کش سېګرېټ هم نه وي څکولی، خو بيا هم د سږو او ورته نورو تنفسي نارغيو باندې ککړ وي، ځواب يې په لاندې ډول دی.
په ناروغۍ باندې د يو روغ کس اخته کېدل تر ډېره د نوموړي د وجود په جوړښت او داخلي ارګانېزم پورې تړاو لري. الله (ج) د انسان د وجود په دننه کې داسې سېسټمونه برابر کړي دي، چې د ډېری ناروغيو پر وړاندې ځواب وايي او دفاع يې کوي. د انسان يا بل ژوندي موجو په وجود کې د انټي باډي او انټي جن شتون د بهرنيو او نويو راتلونکو نارغيو پر وړاندې مقاومت کوي او دوی ته اجاه نه ورکوي چې لومړۍ وجود ته دننه شي او بيا که چېرې دننه هم شي، انټي باډي او انټي جن د مختلفو ويروسنو د فعاليت مخه نيسي. هر هغه وخت چې ويروسونه په وجود کې غښتلې او وجود يې پر وړاندې بې مقاومته شي، نو اغېز يې راښکاره کيږي او ژوند ګواښي.
د پورته پوښتنې ځواب په دې کې دی، چې هغه کسان چې سېګرېت څکوي، خو بيا يې هم سږي او تنفسي سېسټم سالم وي او يا هغه کسان چې سېکرېټ نه څکوي او سږي يې ناروغه وي، نو لامل يې د وجود په دفاعي سېسټم پورې اړه لري.
په لويه، کې د سېګرېټو لوګی او يا بل هر کاربن ډای کسايډ او اضافي ګازونه چې وجود ته دننه شي د انسان لپاره مضر تماميږي. هغه که قضداً څکول او کشکول شوي وي او يا هم، په بې اختياره ډول سره يې وجود ته لار پيدا کړي وي.
راځو دې ته، چې که چېرې د سېګرېتو او يا بل کوم لامل په اساس مو سږي تور او لوګي وهلي وي، څنګه يې درملنه په اسانو لارو سر ه کولی شئ؟ په دې لېکنه کې، د ۷۲ ساعتونو په ترڅ کې درته هغه لارې - چارې په ګوته کوو، چې ناروغ، تور او لوګو وهلي سږي مو پاک کړئ.
۱- هر کله چې سهار وختي له خوب څخه پورته کيږي، نو په نهاري يوه پياله چای وڅښئ. د چايو دغه پياله کولمو کې هغه زهري مواد چې د شپو له خوا راټول شوي وي، له منځه وړي او په دې ډول مو د سږو پاکوالی پيل کړئ.
۲- هر سهار دوه دانې ليمو په ۳۰۰ ملي لېتره اوبو کې واچوئ او ويې څښئ.
۳- هره ورځ ۳۰۰ ملې لېتره د انګورو او يا اناناس اوبه وڅښئ. د انګورو او اناناسو اوبه په طعبي ډول سره انټي اکسیدان لري، چې د تنفسي سېسټم د روغتيا لپاره اړينه ماده ده.
۴- په هره ورځ کې يو ځل د ګازرو د ۳۰۰ ملي لېترو په اندازه اوبه وڅکئ.
۵- هره ورځ د سهار له چای مخکې د ۴۰۰ ملي لېتره په اندازه د آلوبالو اوبه وڅښئ.
۶- هر سهار د شلو دقيقو لپاره په ګرمو اوبه باندې حمام وکړئ او ولمبئ.
۷- د اوکالیپتوس د ونې د پاڼو له ۱۵ څخه تر ۲۰ پوري د اوبو څاڅکي د اوبو په يو لوښي کې واچوئ، سر مو پټ کړئ او د اوبو بخار تنفس کړئ.
يادونه: هر سهار يوازې د يوې ميوې اوبه وڅښئ، يانې که يوه ورځ د ګازرو اوبه وڅښئ نو بله ورځ بيا د انګور او ورپسې د نورو.
وروستي