د DNA د نوي او پر مختللي تخنیک پر مټ د ۱۹۸۷ کال د پټ پاتې قتل څرک ولګول شو

د واشنګټن دولتي چارواکو تېره اونۍ د هغې ځوانې کاناډايې جوړې د قتل قضيه يې، چې په ۱۹۸۷ کې تر سره شوې وه د DNA په مرسته څرګنده کړه، او د DNA په مرسته يې د تورن تصویر په ۲۰ کلنۍ ۴۰ کلنۍ او ۶۰ کلنۍ کې په احتمالي ډول ښکاره او خلکو ته وړاندي کړ.

د واشنګټن ایالاتي چارواکو د دې ساړه او تر انبار لاندي کیس چې له دریو لسیزو را په دي خوا نا حل پروت وو د DNA په مرسته وڅیړه او ويې کولی شول، چې د دوو کاناډايې ځوانانو د قاتل انځور سکیچ کړي او خلکو ته يي څرکند کړي

په کال ۱۹۸۷ کې د لیسې زده کونکي، ( وین کویلنبرګ ۱۸ کلنه) او (جي کوک ۲۰ کلن) ساحل له تګ ږروسته کور ته رناتغلل او په جلا جلا ځایونو کې مړه پیدا شول.

څیړونکو په هغه وخت کې د دې قتل د مجرم په پیدا کولو او پیژندلو کې ناکام شوي وه او نه وه توانیدلي چې د مجرم څېره د DNA په تخنیک سره څرګنده او انځور کړي، خو د (سنوهومیش سکاګیټ) امنیتي حوزې د DNA په نوي او ماډرن طریقې سره وتوانیدل چې د مجرم د ۲۰ کلنۍ، ۴۰ کلنۍ او ۶۰ کلنۍ انځورونه وړاندي کړي او وښيي چې مجرم سپین پوستی قفقازي نژاده سړی وو.

دا سکیچ یا انځور د DNA په هغه بنیادي پراسس تر سره شوی، چې فینوټایپینګ ورته وايې چې تولیدي فزیکي بڼه او ارثي چوکاټ تر څیړنې لاندي نیسي چې ناڅرګنده او تت شیان روښانه او مالومه وی وي.