
پېښور : دمهترلام بابا دادبي ټولنې نهمه اوونيزه غونډه دتکل ادبي ټولنې دجنرل سيکرټرى عبدالرحمان بل په مشرۍ کې وکړه په دې مهال حشمت الله حيران او عبدالظاهر اميرى مشران ميلمانه ؤ سميع الحق على خيل دقران عظيم الشان څو مبارک ايتونه ولوستل دتيرې غونډې ګزارش نظير الحق قريشى وړاندې کړ دوياندوې چارې روئيد همت ترسره کړى او دمير علم نويد په غزل کره کتنه وشوه چې دډيرو خبرو وروسته معيارى وګڼل شوه په غونډه کې دڅلويښتو څخه زياتو شاعرانو برخه واخيسته غونډې ته عبدالرحمان بل خبرې وکړى او وويل چې مونږ به دمهترلام بابا ادبي ټولنې سره خپله مرسته روانه ساتو او په غونډو کې به يې ګډون کوو