د وخت غوښـتنـې

د ښوونځي دیني زده کړو ښوونکی مو یو سخت دریځه ملا وه نوم یې شاه ولي وه خو مشهور په مولانا وه. مولانا صیب د عطرو ډیر شوقي وه سهار به چې ښوونځي ته راغی د عطرو به یې داسې بویونه تلل لکه د عطرو له ډنډه چې تازه راوتلی وي. مولانا صیب به له درس نه کیسې ډیرې کولې او موږ ماشومانو خو به کیسې په اسمانو غوښتلې، ځینې کیسې یې له ډیر پند ډکې وې. مولانا صیب له خوږو کیسو سره سره ښه متلونه هم یاد وه. یو متل به یې ډیر کولوچې؛ مه کړه هغه کار چې نه د مور کړی وي نه پلار؛

مولانا صیب به دا متل موږ ته داسې تفسیرولو چې هیڅ هغه کار به نه کوۍ چې ستاسې کورنۍ کوم غړي نه وي کړی یا مو پلار نه وي کړی. د مولانا صیب د یاد متل تفسیر زما ډیر ټولګیوال په هغه لار روان کړل چې د دوی مور او پلار تعقیب کړې وه. له ډیرو ښوونځي پاتې شول چا دوکانداري ته موخه کړه چا هم عربي هیوادونو ته موخه کړه په هغه لارو لاړل چې لسیزې مخکې یې پلرونه پرې تللي وه.

د پکتیا ولایت مرکز رود سیمه زموږ پلرنۍ مېنه ده نیکه به مو راته د وخت خوندورې کیسې کولې. په ژمې کې خوست ته راتګ او پسرلي کې بیرته پکتیا ته تګ کیسو به یې ډیر خوند راکولو خو یو شی چې په کیسو کې به یې ما ته زیات خوند راکولو هغه صداقت او اخلاص وه په خلکو کې زیات اخلاص او صداقت وه. غریبۍ به وې خو د خلکو زړونه به لوی لوی وه ذهنونه یې افراطي نه وه په خوشالي یې ژوند تیرولو هر څه چې به ورته رسیدل شکر یې ایستلو او قناعت به یې کولو. په ودونو کې به د مختلفو کلیو خلکو ګډون کولو ښځو او سړیو به یو ځای سندرې ویلې او اتڼونه به یې کول.

زموږ د خلکو پخوا ژوند ډیر ساده وه د ښار د خلکو ژوند هم چندانې دومره عصري نه وه لکه اوس چې د ښارونو ژوند د کلیو د ژوند په نسبت کم توپیر لري دومره ستر توپیر یې نه درلودلو. که اوسنی ژوند د کلیو په شمول له پخوا سره مقایسه کړو ډیر تغیر یې کړی دی باید چې ویې کړي ځکه چې دا د وخت غوښتنه ده. مثلا د کلي په کورونو کې عصري تشنابونه او اشپزخانې خلکو جوړې کړې، کانکریټي کورونو یې جوړ کړل خو پخوا دا شان نه وه. له اوسنیو مشرانو که وپوښتنو د پخوا په پرتله لباس او خوارک کې یې تغیر راغلی دی. نو د مولانا صیب دا متل سرچپه تللی دی ځکه چې زموږ مشرانو خیمو کې ژوند کړی دی نو اوس څوک خیمو کې ژوند کولی شي؟ که یې وکړي دا د شا ته تګ مانا لري. پخوا به خلکو جواری غوړي او ډیر ساده خوراکونه کول خو اوس هغه خوراکي توکي نه خوري کوم چې اتیا یا سل کاله مخکې د خلکو ورځنی خوراک وه.

د ژوند لباس، خوراک او څښاک باید د وخت په غوښتنه برابر شي نه داسې چې څه مو مشرانو اغوستل او یا خوړل موږ هم همغه شان وکړو، موږ د خپلو مشرانو احترام کوو خو هغوي ملامت نه وه هغه وخت د ژوند سټایل همداسې وه. ځینې اجتماعي او کلتوري عادتونه باید هیر نه شي کوم چې زموږ د ټولنې اصل دی او موږ پرې پیژندل کیږو. د کلتور هیرول له خپل ځان څخه د ورکیدلو په مانا دي موږ باید ځانونه ورک ونه بولو چې ګواکې موږ یوه ورکه شوې قبیله یو. د کلتور ژوندي ساتل د ویښو ملتونو کار دی او د دوی د ملیت د ساتلو ښکارندویي کوي.

په کلیوالو مجلسونو کې اوس هم کله کله د مولانا صیب متل اورمه چې کیږي او په خواله رسنیو کې د ځینو نویو زلمکیو لخوا په ځینو فعالیتونو باندې نیوکې کیږي چې وایي چې نه دا پلانی کار زموږ د ټولنې سره ټکر کې دی یا دا کار موږ نه شو قبلولی. خو زه باید ووایم که قبلولی یې شو او یا نه خو نن سبا دا زموږ اړتیا ده که یې ونه کړو لاسنیولي کیږو او شا ته پاتې کیږو او ضرورت یې بولمه. په اوسنیو وختونو کې د ټکنالوجې راتګ او کارول د نورو عصري وسایلو لکه موټر تلویزیون او نورو کارول زموږ د وخت اړتیا ده کنه زموږ مشرانو دا څیزونو استعمال څه چې پیژندل یې هم نه او دا هر څه د مالوماتو دکچې لوړولو او ضرورتونو په پار جوړ شوي دي داچې موږ یې منفي استعمالوو دا بیا زموږ ستونزه ده او خپله پړه باید په بل چا وانه چوو.

په دولتې ادارو کې بدلونونه د وخت اړتیا ده په نورو مختلفو قوانینو کې بدلونونه د وخت اړتیا ده موږ باید د اړتیا د رفع کولو په پار ژوند داسې برابر کړو چې د وخت سره څنګ په څنګ رفتار وکړو. زه دلته یو مثال د کوچیانو د ژوند راوړمه.

ډیری خلک مې لیدلي داسې فکر کوي چې کوچیان یوازې افغانستان کې دي خو نه دا خبره غلطه ده. د کوچي نوم له کوچ څخه اخیستل شوې ده یانې د کال په مختلفو موسمونو کې د هیواد دننه مخلتفو سیمو ته کوچ کوي. دا کوچونه دوی د مالداریو د روزنې په خاطر د موسم د بدلون په خاطر کوي. که فکر وکړو د ننګرهار زیات خلک د اوړي موسم کې پکتیا یا کابل ته کډه کیږي چې له ګرمي ځانونه وژغوري او برعکس د کابل او پکتیا خلک ژمي کې ننګرهار ته کوچ کوي چې له سخت ژمي په امان شي. خو اوس دا کوچي اصطلاح یوازې هغو خلکو ته مخاطب کیږي چې میږي او اوښان لري او له یو ځای بل ځای ته کوچ کوي او دایمي هستوګنه نه لري.
 
دا ډول خلک یا کوچیان شاید چې پخوا د نړۍ په اوسنیو ډیرو پرمختللیو هیوادونو لکه امریکا، استرالیا او نورو هیوادونو کې تیر شوي وي خو د وخت په تیریدو او اړتیا دوی ژوند ته بدلون ورکړی دی. مثلا د مالداریو روزل اوس هم شته له پخوا زیاته مالداري ساتي زیاتې شودې، مستې، غوښه او کوچ ترې لاس ته راوړي دوی مالداري او کرهڼه یې میکانیزه کړه د ماشین الاتو په ذریعه یې کرهنې ته وده ورکړه هغه خوراکي توکي چې دوی به لیرې سیمو ته پسې تلل په کم وخت او کم مصرف سره په یو کم ځای کې لاس ته راوړي همدا خوراکي توکي خپلو مالونو ته ورکوي چې نتیجه یې مثبته او ښه ده او هم یې ژوند اسانه شوی دی. د ګرمي څخه د ځان ساتلو په موخه یې پرمختللي وسایل جوړ کړل چې په سخته ګرمي کې په کمبلوکې له یخ نه ترې پټیږي، خو مګر موږ برعکس روان یو زموږ کوچیان اوس هم په هغه قدم روان دي چې نیکه او ټر نیکه یې پرې روان وه. که کوچیان همدا میږي چې لري یې ځمکه ورته کرایه کړي او کر پرې وکړي هم به یې مالونه په خیټو ماړه وي هم به له ډیرو منډو او تکلیفونو بې غمه وي او هم به یې عاید لوړ شي او هم به یې ماشومان زده کړې وکړي. مګر دوی چې دا کار نه کوي زما په نظر سستي کوي او شاته پاتې دي.

زموږ شاعران وروڼه یې په شعرونو کې شين خالۍ او تور خالۍ کوچۍ جینۍ ډیرې ستایې خو حقیقت کې د شاعرانو ته د کوچیانو ژوند چندانې خوند نه ورکوي او یو مجازي نړۍ جوړوي او بس. په یوه سندره کې مې د کوچۍ جینۍ رول لیدلو چې ډیر صفا کالي یې اغوستي وي او ښکلې ستره خیمه لري ما له ځان سره وویل کاشکې کې همدا ډول ژ،ند یې لرلی.

کوچیان ډیر ستړی ژوند لري زما په نظر هیڅ ژوند نه لري دا یخه هوا چې د لنډ وخت لپاره یې تنفس کوي خوند اخیستل نه دي بلکې سستي ده که په همدې شته شتمنیو سرمایه ګزاري وکړي ښه اقتصاد او ژوند جوړ کړې په ګرمو سیمو کې پرې هغه ډول ژوند کولی شې لکه دوی چې پسې یخو سیمو ته ځي. دوی په اوږدو او ستړیو لارو مزلونه کوي خوراک یې سهي نه دی د ښځو ژوند یې بس د ژوند تیرول دي او د شپو سبا کول دي.

په اوسني عصر کې نړۍ او زموږ ګاونډي هیوادونه ورځ تر بلې د پرمختګ حالت کې په ښه سرعت روان دي. د روغتیا، زده کړې او نورو خدمتو کې پرمختګ یې هيښوتکی دی خو موږ په هومره سرعت سره نه یو روان که دا ډول پرمختګونه همداسې په سرعت روان وي هیره د نه وي چې لسیزه وروسته به موږ له ګاونډیو ډیر روسته پاتې یو.
نو موږ هغه څه باید وکړو چې د وخت غوښتنه وي