روسي چارواکي: ټرمپ له ځان هټلر جوړ کړی، خو د سوريې نننی بريد به ځوابه پاتې نشي

روهي (نۍ/۲۵ د وري)، د امريکا متحدوايالتو، بريتانيا او فرانسې له خوا نن سهار وختي د سوريې په يو شمېر کيمياوي مرکزونو باندې هوايي بريدونه وشول، چې د روسيې په شمول يې د يو شمېر نورو هېوادونو منفي غبرګونه راپارولي دي.

په واشنګټن کې د روسيې سفير اناټولي انتونوف ويلي، چې د امريکا له خوا په سوريې ننني بريدونه به بې ځوابه پاتې نه شي، روسيه او متحد هېوادونه به يې د امريکا پر وړاندې ځواب وايي او امريکا ته به د دا ډول کړنو پايلې ناوړه او خطرناکې تمامې شي.

په همدې حال کې، د روسیې د دوما د دفاعي کميټې مرستيال الکساندر شرین ويلي، چې ترمپ د اوسني وخت دويم هټلر دی او په سوريې نننۍ بريد په حقيقت کې د روسيې پر وړاندې تيری کوونکی بريد وو، چې امريکا به يې جبران کړي.

نوموړي وړاندې زياته کړي، "مونږ کولی شو، چې ټرمپ ته د اوسني وخت د دويم هټلر نوم واخلو. ټرمپ د هټلر د هغه وخت په کړنو روان دی، چې هټلر په شوري اتحاد بريد کړی وو. د نازي المان ځواکونو په ۱۹۴۱ ز کال کې د سهار په څلور بجې په پخواني شوري اتحاد بريد وکړ او نن دغه چاره ټرمپ تکرار کړه، چې په سوريې يې نېږدې څلور بجې سهار بريد وکړ."

په سوريې د امريکا له بريد وړاندې، مسکو امريکا ته خبرداری ور کړی وو، چې د اپريل د ۷ نيټې د بريد په مقابل کې له پوځي لارو بايد کار ونه خېستل شي، ګني پايلې به يې ناوړه وي، خو د ټولو ګواښونو او خبرداريو سره - سره واشنګټن، لندن او پاريس نن سهار په سوريې هوايي بريدونه تر سره کړل.