یوه بله رسوايي!

د منظور پشتین تر مشری لاندې د پښتونخوا د خلکو د پراخ پاڅون په هکله د کابل د ادارې، رسنیو او سیاسي کړیو چوپتیا او بې تفاوتي د افغانستان د خلکو او نړیوالو په ذهنونو کې یو شمیر پوښتنې رامنځته کړي دي.
 
که څه هم شاوخوا دوه میاشتې مخکې د افغانستان ولسمشر اشرف غنی په تویتر کې ددې غورځنګ څخه ملاتړ کړی و ، چې په دولت کې د بانفوذه کړیو د غبرګون سره مخامخ شو.
 
خو د نوموړي غورځنګ په دې دوه میاشتیني تاریخ کې د پیښور غونډې یو بل پړاو پرانست.د پیښور مظاهرې د نړیوالو خلکو او رسنیو پام ځانته واړوه . دا غونډه نه یوازې یو احتجاجی غونډه وه بلکې د منظور پشتین په قول دا غونډه ، د ( ماتم په غونډه ) بدله شوه .
 
دا ځکه چې دې غونډې ته په زرګونو داسې کسان راغلي و ، چې د دوی د کورنۍ غړي د پنجاپی استعماري – تروریستي ادارې له خوا تري تم شوي و. میندو او اولادونو یې ژړل او د منظور پشیتن څخه یی غوښتل چې د دوي د کورنیو د غړو په پیدا کولو کې ور سره مرسته وکړي.
 
د پیښور ښار کې د پښتنو د خپلو حقوقو د پاره ستره غونډه د ۲۰۱۸ د اپریل په اتمه جوړه شوي وه ، چې د پیښور په تاریخ کې یی ساری نه دی لیدل شوی. دې غونډې نه یوازې پنجاپي استعماري – تروریستي اداره ولړزوله ، بلکی په کابل کې یی هم د پنجاپي استعمار پټ او ښکاره مزدوران وارخطا کړل.
 
ورته غونډې په بلوچستان ، وزیرستان ، ډي ای خان او نورو سیمو کې تر سره شوي وې په سلګونو زرو پښتنو پکې ګډون کړی و.همدارنګه د پښتنو د ژغورنې غورځنګ په پلان کې لری چي په لاهور ، سوات ، دیر ، کراچي او د پنجاپی استعمار تر نیواک لاندې سیمو کې تر سره شي.
 
ددې غورځنګ فعالین غواړي چې د پنجاپي استعماري – تروریستي ادارې لاندې د مظلومو پښتنو غږ پورته او ټول پښتانه د یوه شعار او یوه چتر لاندې سره راټول کړي. د دې غورځنګ یوې فعالې وړانګه لوني د پیښور غونډې ته وویل : دوی به تر هغې خپلو مبارزو ته دوام ورکوي تر څو چې پښتنو خپل ټول حقوق په بشپړه توګه تر لاسه کړي نه وي.
 
د اپریل په ۸ نه یوازې په پیښور کې پښتانه د خپلو مدني حقوقو د پاره راټول شوي و بلکې دوی د استرالیا څخه نیولي تر اروپا ، کانادا او نورو په لسګونو هیوادونو کې واټونو ته راوتلي و او دا یې د نړي والو څخه غوښتل چې دوی په پنجاپي استعماري – تروریستي اداره فشار راوړي چې د پښتنو د ځپلو څخه لاس واخلي او د هغوی حقوق ورکړي.
 
په واقعیت کې د اپریل اتمه نیټه ددې شاهده وه چې په ټوله نړۍ کې اوس د پښتنو پیوستون را منځته شوی دی او اوس استعماري – تروریستي ځواکونه نه شي کولی د دوی حقوق تر پښو لاندې کړي او یا په سیمه کې امنیت او ثبات ګډوډ کړي.
 
د اپریل په اتمه د افغانستان پښتانه هم د پاکستاني استعمار لاندې پښتنو سره د پیوستون د پاره د هیواد په مختلفو برخو کې راووتل او خپل ټینګ ملاتړ يې د ډیورینډ د ها خوا د پښتنو سره څرګند کړ. د افغانستان پښتنو د دې هیواد په مختلفو ولایتونو کې د پرلت کیږدۍ لګولي دي . دوی نه یوازې د ډیورینډ د کرغیړنې کرښې ها خوا د پښتنو د مبارزو ملاتړ کوي بلکې په افغانستان کې هم د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو د پاره هم غږ پورته کوي.
 
خو د کابل سیاسی کړیو او رسنیو هغه دریز خپل نه کړ چې د افغانستان خلکو غوره کړی دی.
 
د اپریل په ۸ هغه څه پیښ شول چې دا اویا کاله کیږی چی پنجاپی استعمار ترې ویریده. پنجاپی تروریستي – استعماري اداره اوس په دې پوه شوه ، چې نوره پښتون غلام کیدای نه شي . اوس پښتون خپل برخلیک په خپله ټاکي. خو ددې له پاره چې د پښتنو دا غورځنګ ځواکمن نه شي یو شمیر عملی ګامونه یې پورته کړل.
 
د پیښور د غونډې څخه مخکې د پنجاپی استعماري اداری یو پوځي پلاوی او ورپسې د پاکستان لومړی وزیر کابل ته راغلل. دا چی دوی څه سره وویل د افغانستان د خلکو او په ځانګړي توګه د پښتنو څخه پټ وساتل شول. خود تروریزم (؟) په ضد یې د ګډ عمل پلان یی تنظیم کړ.
 
په رسنیو کې راغلل چې اولسمشر د پنجاپی استعماری – تروریستی ادارې د لومړی وزیر څخه وغوښتل چې په کنړ او نورو سیمو د توغندیو او توپونو ډزې ودروي خو پنجاپی پوځ دا غوښتنه هیڅکله عملي نه کړه او په سلګونو توغندي د ډیورینډ دکرښې د ها خوا څخه راغلل او راروان دي.
 
یعنی دا په دې مانا چې پنجاپ هیڅکله دې ته تیار ندی چې د کابل د حکومت ، حتی ډیرې کوچنی غوښتنې هم ومني .د کابل او اسلام اباد ګډ عمل پلان څخه داسې ښکاري چی کابل او پنجاپ دواړه هڅه کوي چې د ډیورینډ منحوسې کرښې ته رسمیت ورکړي. د کابل ادارې د ګاونډیانو سره داسې موافقې تر سره کړي دي چې اکثریت یې د افغانستان د ملي ګټو سره خلاف دي چې یوه یې هم دا موافقه ده.
 
دواړو خواو تر اوسه چې په تیرو اوولسو کلونو کې کوم عملیات مخته بیولي دي په هغه کې د ( تروریزم ) په ځای یوازی ملکی او بی دفاع پښتانه په نښه شوي دي:

  • دواړو خواو هڅه کړي وه او کړیده چې پښتني سیمې د جګړو ډګر وګرځوي.
  • د واړو خواو ته د پښتنو مشران ، پوهان او دیني عالمان ترور شول.
  • دواړو خواو ته زیات شمیر پښتانه د جیلونو تورو تمبو ته واچول شول او یا تري تم کړل شول.
  • د دواړو خواو خلک د زده کړو څخه بې برخې وساتل شول.
  • د دواړو خواوو د پښتنو سیمو کې د انکشافي پروګرامونو د پلي کولو مخه ونیول شوه.
  • په دولتي ادارو کې د پښتنو سره د دوهمه درجه اتباعو په توګه کتل کیدل او کیږي.
  • په سیاسي ډګر کې پښتانه د دولت څخه پېلمې ته کړل شوي او د خپل موجودیت په اندازه ورته برخه نه ده ورکړل شوي.
  •  
    نوموړو حالاتو په کتلو سره داسې ښکاره کیده چې دواړه خواوې د ( تروریزم په پلمه) پښتنو ځپلو ته دوام ورکوي. خو تر اوسه پورې د دوی په پالیسیو کې د پښتنو په وړاندې کوم مثبت بدلون راغلی ندی.
     
    داسې ښکاري چی د دوی تر منځ د عمل ګډ پلان دې ته زمینه برابروي چې پنجاپی اردو به د ډیورینډ د کرښې سره نږدې خپل تاسیسات ټینګ کړي او د کرښې دواړو غاړو پښتنو د پاره ډيرې ستونزې را پیدا کړي. دواړه غاړې هڅه کوي چې د تروریزم په خلاف د ګډ عمل د پلان په پلمه د ډیورینډ منحوسه کرښه رسمي کړي او د دې قوم ویش دایمي کړي.
     
    خو دوی په دې نه پوهیږي چې هره هغه معاهده ، موافقه او تړون چې د خلکو د تایید پرته لاسلیک شوی وي هغه مشروع نه دي او اعتبار نه لري.
     
    پښتانه یو ملت دی ژوندی ملت ، چې په پټو قرار دادونو او اغزنو سیمونو سره نه بیلیږي. د اپریل ۸ وښودله چې پښتون یو وجود دی او حق لري چی په یوه سیاسی جغرافیا ( هیواد ) کې په خپلواکه توګه ژوند وکړي. اوس پنجاپي استعمار او نور استعماري ځواکونه نه شي کولی د پښتنو حقوق تر پښو لاندې کړي.
     
    په دې کې هیڅ شک نه شته چې د افغانستان خلک او په تیره بیا پښتانه هڅه کوي چې د پښتنو د ژغورنې د غورځنګ د فعالیتونو په هکله خبر شي او هم د هغو ستونزو په هکله معلومات تر لاسه کړي چې د پنجاپی استعماري – تروریستی رژیم له خوا ورته رامنځته کیږي.
     
    خو د اپریل ۸ نیټې غونډې یو څو مهم حقایق د پاکستان او افغانستان په هکله را برسیره کړل . د پاکستان په هکله خبرې کوو.پاکستان د پښتنو د ژغورنې غورځنګ څخه ډیر وارخطا شو ، نو ځکه یی یو لړ اقدامات تر سره کړل.
  • د پښتون ژغورنې د یو شمیر فعالینو ترور ته یی لاس واچوه
  • د پښتون ژغورنې یو شمیر کسان یې بندیان کړل
  • رسنیو ته امر وشو چې د پښتون ژغورنې په هکله کوم راپور نشر نه کړي.
  • د غونډې په بهیر کې انترنیت غوڅ کړل شو
  • پیښور ته په تګ باندې بندیز ولګول شو.
  • د پښتون د ژغورنې خلاف ناکامې غونډې یې جوړې کړې
  • او داسې نور
  •  
    په کابل کې هم د پښتون د تحفظ غورځنګ د ملاتړ کونکو په کیږدۍ باندې برید وشو ، یو شهید او څو تنه ټپیان را منځته شول. په دې ډول په خوست کې هم ورته پیښه شوي ده. تر څو د افغانستان خلک اړ کړي چې د پښتون د تحفظ د غورځنګ د ملاتړ څخه لاس واخلي مګر دا کار ونشو. د افغانستان د خلکو ملاتړ د نوموړي غورځنګ څخه د پخوا په نسبت پراخ او غښتلي شو.
     
    هیڅ استعماری ځواک نه شي کولی د اولس غږ چوپ کړي نو له همدې امله د پیښور غونډه یوه بریالی غونډه وه ، چې سیمی او نړۍ د خلکو په ذهنیتونو کې یې نوي فکرونه رامنځته کړل. نړیوال په دې پوه شول چې پښتون اولس یو متحد ، دموکرات ، ترقي غوښتونکی او سوله دوست اولس دی. په سیاسي ډګر کې دا ښکاره شوه چې پښتانه د چا څخه کم نه دي.
     
    په دې کې هیڅ شک نه شته چې کله چې په پنجاپی استعماري – تروریستي ادارې باندې فشار راغلی دی، په همغه حساس وخت کې د کابل واکمنان ( د افغانستان د خلکو د ارادې په خلاف) د هغې مرستې ته وردانګلي دي. په دې هکله ډیر مثالونه شته لکه:
  • د هند څخه د انګریزانو د وتلو په مهال د کابل ارګ د پښتنو په حقوقو او ازادی باندې سترګو پټول
  • په د هند او پاکستان په دریو جګړو کې د پاکستان په ګټه چوپ پاتې کیدل
  • کابل هڅه وکړه چې په غیر مستقیمه توګه د پنجاپ سره مرسته وکړي تر څو د نړیوال فشار څخه وژغورل شی
  • د کابل له خوا نړیوالو ته ښودل چې پنجاپ یو تروریستی نظام نه دی بلکی د هغې په وړاندې دافغانستان سره ګډ د عمل پلان لري.
  •  
    په داسې حال کې چې په کنړ ولایت باندې د پنجاپی پوځ د توغندیو باران اوریده او جیټو الوتکو بمبارونه کول ، د کابل مشر د پاکستان مشر ته د عمل د ګډ د پلان د رامنځته کولو د پاره ، بلنې ورکول، دخلکو په ذهنیتونه کې راز راز پوښتنې رامنځته کړې. او حتې په د ې فکر کې شول چې کابل ملي ګټو ته ژمن نه دی.
     
    د پنجاپی استعماري ادارې تر واک لاندې پښتانه ناري وهي غونډې جوړوي او وایی چې د تروریزم شاته پوځ دی ،دا حقیقت اوس ټولې نړۍ ته ښکاره شوی دی خو له بده مرغه د کابل ارګ په دې حقیقت نه پوهیږي او یا قصدا غواړي چې د پنجاپی استعمار سره د پښتنو په ضد د تروریزم د پروژې په پلي کولو کې همغږي وکړي.
     
    که چیرې د تیرو اوولسو کلونو پیښو ته ځیر شو ، په هغه کې لیدل کیږي چې د ډیورینډ د منحوسې کرښې دواړو خواو ته ورته پیښې رامنځته شوي او یا په بل عبارت ورته پروګرام عملي شوی دی.
     
    که څومره د پنجاپی استعماري – تروریستی ادارې د پښتنو په وړاندې جنایتونه تر سره کړي دي هغومره په افغانستان کې واکمنو کړیو د پښتنو په ضد په ټول افغانستان او په ځانګړي توګه په شمال او د هیواد په مرکزي سیمو کې تر سره کړي او دا بهیر روان دی.
  • د هیواد په شمال او مرکزی سیمو کې زیات شمیر پښتانه په زور اړ شوي دي چې خپلې سیمې پریږدي او د دوی سیمې په واکمنو کړیو پورې تړلو کسانو نیولي دي.
  • د پښتنو سیمې په قصدي توګه د جګړو ډګر ګرځول شوی دی
  • په دولت کې واکمنو کړیو نړیوالو ځواکونو ته ناسم راپورونه ورکړي چې په نتیجه کې بې شمیره تلفات رامنځته کړي دي.
  • د افغانستان په ټولو برخو کې د پښتنو مشران ، پوهان ، دینې علما او شخصیتونه په نښه شوي دي چې شمیر یې په زرګونو دی.
  • په قصدي توګه په مختلفو بڼو سره د پښتنو ماشومانو د زده کړو مخه نیول شوي ده.
  • د کابل اداری زندانونه په پښتنو ډک کړل شوي دي.
  • واکمنو کړیو هڅه کړي ده چې تروریزم په پښتنو وروتپي.
  • په سیاسي ډګر کې د خپل شتوالي په نسبت په دولت کې ډیره کمه ونډه ورکړل شوی ده ، او هغه هم د پیښوریانو په اصطلاح ګل خانان ( هغوی چې د واکمنو فاسدو کړیو مزدران دي) مقرر شوي دي. دا کسان تر ټولو زیات د پښتنو دښمنانان دي.
  • په انکشافي پرورګرامونو کې پښتنو سیمو ته شا کړل شوي ده.
  •  
    ورته سیاست د ډیورینډ د کرښې د ها خوا پښتنو سره هم تر سره شوی دی:
  • په لسګونو زره پښتانه د پنجاپي پوځ او د پنجاپ له خوا د رامنځته شوو اجرتي قاتلانو له خوا وژل شوي دي
  • په لسګونو زره کسان د میرمنو په ګډون د پنجاپی پوځ له خوا تري تم کړل شوي دي.
  • د پاکستان او نړیواله سویه پښتانه د تروریستانو په نوم بدنام کړل شوي دي
  • د پښتنو سیمې د جګړو ډګر ګرځول شوی دی
  • د پښتنو په سیمو باندې د نړی تر ټولو مدرنه ( د کیمیاوي وسلو په ګډون ) وسله استعمال شوي ده
  • د پلان سره سم پښتانه اړ شوي دی چی خپلې سیمې پریږدی
  • د پوهنې په ډګر کې پښتانه بیسواده ساتل کیږي
  • د پښتنو سیمو کې انکشافي پروګرامونه عملي شوي ندي
  • په زرګونو پښتانه مشران او علما د پنجاپی پټو سروریسونو له خوا ترور کړل شوي دي
  • او داسې نور
  •  
    پورتنیو ټکو ته چې پام وکړل شي ، دې پایلې تر رسیږو چې ګواکې د ډیورینډ دمنحوسې کرښې دواړو غاړو ته ، پنجاپي استعماري – تروریستي ادارې او د کابل واکمنو کړیو د پښتنو په وړاندې ورته ، دقیق او سنجول شوی پلان عملي کړی او په دې لاره کې یې یو له بله مرسته کړي ده.
     
    دوی دواړو په ډیره ماهرانه توګه د تروریزم په ضد جګړه د پښتنو په ضد جګړې باندې واړوله. او دوی په دې نوم نه یوازې پښتانه وځپل ، بلکې په نړیواله سویه یې دا په ډاګه کړه چې پښتانه تروریستان دي.
     
    د پورتنیو حقایقو په څیړلو سره دا حقیقت جوتیږي چې د کابل او پنجاپ تر منځ ټول تماسونه او اړیکي ددې له پاره نه وې چې په سیمه کې تروریزم وځپي بلکې ددې له پاره وې چې پښتانه وځپي او دا اولس په یوه غلام اولس واړوي . کیدای شي د کابل د ادارې او پنجاپ ترمنځ د عمل پروګرام د تروریزم په خلاف نه ، بلکې د پښتنو په ضد دی.
     
    ډیرو داسې فکر کاوه کله چی اشرف غنی د افغانستان د دولت مشرتوب په غاړه واخلي هغه به د پنجاپي استعماري – تروریستی ادارې په وړاندې غوڅ ګامونه پورته کړي او د پښتون اولس د ژغورولو د پاره لازم پروګرامونه تر لاس لاندې ونیسي خو له بده مرغه د اشرف غني په حاکمیت کې:
  • د ډیورینډ په منحوسه کرښه باندې د پنجاپي استعماري – تروریستي ادارې د اغزن سیم د لګولو خوب رښتیا شو.
  • د ډیورینډ د منحوسې کرښې په اوږدو کې پنجاپي ادارې مختلف پوځي تاسیسات جوړ کړل شول.
  • د افغانستان خلکو د پاره پیښور ته د تګ له پاره پاسپورت رښتیا شو.
  • په یو شمیر سیمو باندې د پنجاپی اردو له خوا ډزې زیاتې شوې.
  • د خلکو په قول یو شمیر موافقې د پاکستان سره شوي دي چی خلک ترې بې خبره ساتل شوي دي.
  • او نور
  •  
    دا په دې مانا چی د کابل اداره تر پخوا زیاته د پنجاپي استعمار په څنګ کې ودریده. د دې ادارې بهرنی سیاست تر ډیره بریده د ملي ګټو سره مخالف تمام شوی دی .
    د اپریل اتمې نیټې تجربه:
    د اپریل د اتمي نیټې غونډې ټولې نړۍ ته ټکان ورکړ او پښتون اولس یې راویښ کړ.، تر څو د استعماري ځواکونو په وړاندې سره یو شي. همدارنګه دې ورځې په ډاګه کړه چې د پښتون اولس په سیمه او نړۍ کې یو ستراتیژیک ځواک دی چې کولی شي د نړیوال سیاست معادلو کې بدلون راولي . خو ددې په اړخ کې د کابل چلند د پخوا څخه توپیر درلود:
  • د کابل اداره په پیښور کې د پښتنو د سترې غونډې په هکله چوپ پاتې شوه.
  • د کابل رسنۍ د پیښور د غونډې په هکله بی توپیره پاتې شوې
  • د کابل سیاسي ډلې د پیښور د غونډې په هکله چوپ پاتې شول ، دوی کوم غبرګون ونه ښود.
  •  
    باید ووایو چې په افغانستان کې یو شمیر کړۍ ، چې په فساد او یو شمیر جرمونو او جنایتونو تورنې په واک کې د ډیرې اغیزې درلودونکي دي.
     
    دولتی ماشین او رسنۍ د متعصبو او فاسدو کړیو په خدمت کې دي. دلته هر څوک په هر مقام کې چې دنده تر سره کوي تر ډیره بریده باید د نوموړو متعصبو او فاسدو کړیو په خدمت کې و اوسي او که نه هغه به ډیر ستونزو سره مخامخ شي.
     
    په افغانستان کې د تروریزم ضد تر نامه لاندې د جګړې په پیل سره همدې کړیو په د خپل نفوذ او واک له مخې په غیر مستقیمه توګه د پنجاپي استعمار اجندا بوتله ، دوی هم د تروریزم په ضد جګړه ، د پښتنو په ضد جګړه باندې بدله کړه . که څه هم دوی په ظاهري توګه د جګړه د تروریزم په ضد بلله ، خو په واقعي مانا سره یی د دولتي واک او د بهرنیو ځواکونو د همکاری څخه په استفادې سره په سلګونو زره پښتانه د خپلو مېنو او کلیو څخه وشړل او د دوی ځمکې او جایدادونه یې اشغال کړل. دوی هڅه وکړه چې د افغانستان شمال او مرکزي برخې د پښتنو څخه تصفیه کړي. چې ددې پروګرامونو په عملي کولو سره تر اوسه په لسګونو زرو خلک د خپلو کلیو او سیمو څخه لیرې ، د بی ځایه شوو خلکو په توګه ژوند کوي.
     
    پنجاپی استعمار او د کابل متعصبو کړیو په ګډه جګړه د پښتنو په سیمو کې محدوده وساتله تر څو له دې لارې د پښتنو ټولوژنه مخته بوزي. د کابل زندانونه د هغو پښتنو څخه ډک دي چې یوازې تش تورونه پرې لګیدلي دي.
     
    باید ووایو چې په افغانستان کې نفوذ لرونکي کړۍ د واک د ساتلو د پاره د ګاونډیانو مرستو ته اړتیا لري ته څو د هغوی په مرسته وکولی شي خپل واک په افغانستان کې خوندي کړي ، او هم ګاونډیان هم په افغانستان کې د خپلو ګټو د ساتلو د پاره نوموړو کړیو ته اړتیا لري.
     
    د پښتنو په ضد توطیه ډیره پراخه ده چې د هغې په لړ کې په میلیونو پښتنو خپل ژوند د لاسه ورکړی او تباه شوي دي نو ځکه پښتانه هم اړ دي چې یو ټینګ یووالی په نړیواله سویه رامنځته کړي تر څو هغه جګړه چې په مختلفو نومونو د دوي په ضد روانه ده و دروي او خپل نړیوال پیژندل شوي حقوق ( د بشپړې خپلواکی او یووالي په ګډون ) د سیمې د جبارو قوتونو څخه واخلي.
     
    که چیرې د افغانستان اولسمشر اشرف غنی غواړي د افغانستان په تاریخ کی یی نوم په روښانه ټکو ولیکل شي لومړی باید په افغانستان کې :
  • د پښتنو د ځپلو عملیات ( د هر چا له خوا چې وي ) ودروي او دې ته زمینه برابره کړي چې پښتانه خپلو سیمو ته ستانه شي.
  • پښتنو ته دې د ملګروملتونو د وروستی سر شمیرنی مطابق په دولت کې برخه ورکړي
  • انکشافي پروګرامونه باید په متناسب ډول عملي شی.
  • بیګناه کسان دې د جیلونو څخه سمدستي خوشي کړي.
  •  
    د بلې خوا د پنجابی استعماري – تروریستی ادارې په وړاندې :
  • ټولې پټې معاملې او قرار دادونه چې د کابل له خوا د پنجاپی پوځ سره شوي دي ملغا اعلان کړي او هم په ښکاره ووایی چې: تروریزم د پنجاپي استعماري – تروریستی ادارې له خوا رامنځته شوی دی.
  • باید اشرف غنی د حقوقو د پاره د پښتونخوا د پښتنو د مبارزی کلکه ملاتړ وکړي.
  • نړیوالې ټولنه دې ته راوبولي چې د پښتنو د حقوقو د تامین او په یوه سیاسی جغرافیا کې د هغوی د راټولیدو زمینه برابره کړي.
  • ډیورینډ د کرغیړنې کرښې موضوع دې په نړیواله سویه مطرح کړي .
  •  
    د پښتون د ژغورنې غورځنګ او د پیښور غونډې په هکله بی توپیره پاتې کیدل ، د کابل د واکمنو کړیو او مزدور رسنیو د پاره یوه بله رسوایی وه چې خلکو په دوی باندې د کابل ګل خانان نوم کیښود.