سپين جبين

ستا به نو څه کم وو دا رقيب که پکې نه وای
خوند به د زخمو وو دا طبيب که پکې نه وای
د پـــــردیسو بلــــــــــبلانو تـرانې به غـــــږیدلې
ټول به بېګانه وو دا قــــريب کـــه پکې نـــه وای
د اغیار د ککريو منارونه به مـــــو جــــــوړ وای
شرنګا به وه د تورو دا حبيب که پــــــکې نه وای
چې کړی دې خیراتونه د سرو سونډو په ما باندې
سم به دور د خانۍ وو دا غريب که پــــکې نه وای
د دنګې پېغلې د شين شال سنـــــــــدرې يې ويلې
یاره رباب تم وو عندليب کــــــه پـــــکې نه وای
عتیق زیه دا د یار د سپین جبین منبر به چوپ وو
اتڼ به د شیخا وو دا خطيب کـــــه پـــــکې نه وای
عبدالبصير عتيق زی
د غبرګولي ۲۷
۱۳۸۹ شېرپور

\"\"