د سینوزیت درملنه

د باکتریایې یا ویروسې عفونت د پرمختګ په صورت کې، سینوسونه په التهاب اخته کېږي او معروف مشکل سینوزیت منځ ته راځې. د سونډ یا (زنجفیل) ترکیب د مڼې له سرکې سره یو له طبیعي درملو څخه او د سنوزیت تسکین کونکی دی.

سینوس یا سینوسونه د سر په جمجمه کې پوزې ته نژدي هغه خالیګاو ته وايې چې له هوا ډک وي. سینوسونه هغه بلغمي سلولونه دي چې (مخاط) يې تولید وي.

د باکتریايي یا ویروسې عفونت د پرمختګ په صورت کې، دا نازک وود یا (بافت) په التهاب اخته کېږي او د سینوس معروف مشکل منځ ته راځې او دا بیماري په تولید شو ترشحاتو کې مشکل پیدا کوي او د ترشحاتو د ډیر والي سبب ګرځي. سربیره پردې د دي ترشحاتو رنګ هم تغیر کړي او رنګ يې په زیړ او شین اوړي.

د سینوس عفونت په سړو یا (یخنې) کې او د محیط عواملو ته عکس العمل تشدید یا سخت والی ښيې. سربیره پر دي امکان لري چې سینوزیت مزمن شي او ۱۰ تر ۱۲ اونیو پوري دوام وکړي.

په دواړو صورتونو کې د دي بیماري د علایمو د کنترول او په درملنه کې د تسریع لپاره مناسبې طبیعي درملني وجود لري. د سونډ یا (زنجفیل) ترکیب د مڼې له سرکې سره یو له طبیعي درملو څخه او د سینوزیت تسکین کونکی دی. په دي مطلب کې تاسو د دې کورني درملو له ترکیب او جوړولو سره ښه اشنا کوو.

د سینوزیت تسکین له دي دوو فوق العاده ترکیبونو سره:
د زنجفیل یا سونډ او د مڼې د سرکې ترکیب د سینوزیت د تسکین لپاره یو طبیعي او مؤثره درملنه ده. دا دوي غذايې مادي د التهاب په کموالي کې ډیر زیات شهرت لري. انتي اکسیدي خواص لري او احتقان (یوځاکیدل، ځاي په ځاي دریدل) له منځه وړي او د ډیرو بیماریو درملنه ده. له دي دوو غذايې مادو څخه طبیعې دارو جوړول، د سینوزتي ترشحاتو له زیاتوالي سره مقابله کوي او تاسو له ویروسي، باکتريايې عفونتونو او له التهابونو څخه خلاصه وي.

د سونډ یا زنجفیل خواص
زنجفیل د جینجرول په نامه د فعال عامل لرونکی دی چې له پیړیو را هېسې د هاضمي او تنفسې اختلالاتو لپاره د مناسبي درملني په ډول ګټه ور څخه کېږي. د ویټامینونو لوړه کچه، انتي اکسید ونه او نور موجود معدني مواد په دي درمانکونکي ریشه کې د ویروسونو او باکتریاو په مقابل کې د بدن د ایمني سیسټم د پیاوړتیا باعث ګرځي.

په دې باید پوهه شو چې ویروسونه او باکتریاوي عامل د التهاب په نرمو برخو کې د پوزي سینوس حسابېږي. له ښه بخته زنجفیل دا وړتیا لري چې توند الرجیک عکس العمل را کم کړي ، او د یو ضد عفوني کونکي غوندي د فنګس له تکثیر څخه مخنیوي وکړي. زنجفیل معطر دی په دي دلیل باعث د پوزي د خلاصولو ګرځي او د سینوزیت د دردنو تسکین کېږي.

د مڼې د سرکې خواص:
د مڼې سرکه د کافي پتاسیم لرونکي ده چې د مخاط د ترشح او بلغمو کې کمي راولي د دي ترشحاتو د جمعه کولو مانع یا خنډ ګرځي. ضد عفوني خواص يي د عفونت د مقابلي لپاره فوق العاده دي او د مخاط له ضخیم کیدو څخه مخنیوي کوي.

زنجفیل او د مڼې په سرکه سره د سینوزیت کورنۍ درملنې لارې چارې:
اوس چې مو د دې دواړو ګټورو غذايې مادو خصوصي خواص زده کړل ښه به وي چې د دي سینوزیت ضد کورنۍ درملنې د جوړولو لارې هم زده کړو. په یاد ولرئ چې د مڼي سرکه باید سل په سله کې طبیعي او اورګانیک وي. ځکه چې تصفیه شوي د مڼې سرکه د ارګانیک درماني خواص نه لري.
لازم ترکیبونه
زنجفیل: یوه لو ټوټه
د مڼې طبیعي سرکه: یوه پیمانه چې د 250 ملې لیتره معادل وي
د جوړولو طریقه

زنجفیل رنده یا میده کړئ او په یو شیشه أي لوښي کې يې واچوئ او 250 ملې لتره سرکه ور زیاته کړي د لوښي سر کلک بند کړئ او له رڼا څخه يې لري په یوه ساړه ځاي کي کېږدی. بیا يې د ۱۰ ورځو لپاره پرېږدئ. هرکله دا لوښي وشوروئ چې ترکیب ښه سره ګډ شي.

د استعمال لارې:
له سینوزیت ضد درملو څخه یوه د استعمال لار داده چې په ورڅ کي دوځله پنځه دقیقي بوي کړي.
بله لار یوه پاکه ټوټه په دي محلول ښه خیشته کړئ او له شپې پخپله غاړه د یو ساعت لپاره کېږدئ او دا کار پنځه ورځې وکړئ تر څو چې مطلوبه پایله لاس ته راوړئ. که مو وروسته له څوورځو مطلوبه پایله لاس ته رانه وړه په دي صورت کې ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

بله لار يي د ګټې اخيستو داده چې د ۱۰ ګرامو معادل رنده شوي یا میده شوي زنجفیل به را واخلئ او یو لیتر ابو ته به يې ور واچوئ په نرم اور بې کېږدئ چې جوش شې تر دریو دقیقو به جوش ورکړئ ورسته به اور ګل یا مړ کړئ او جوش شوي زنجفیل به را واخلئ او له ځان سره به يې پټ کړئ د جوش شوي محلول بخار به تنفس کړئ او په پوزه بې کش کړي تر څو تسکین شئ