څلور (۴) هغه څېزونه، که چېرې د جنسي اړيکو په وخت کې ترسره شي، د مرګ سبب کيږي
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
د اسلام مبارک دين د ښځې او خاوند ترمنځ د ټول ګډ کورني ژوند او همدا ډول د جنسي اړيکو او جنسي مقاربت په اړه اداب او اصول ذکر کړي دي.
د يو مسلمان لپاره اړينه ده، چې په اسلامي اصولو له خپلې ښځې سره جنسي يوځایوالی يا مقاربت وکړي، ترڅو د بېلا بيلو ناروغيو او افتونو څخه خوندي پاتې شي. د ښځې او خاوند ترمنځ جنسي اړيکې اسلام په داسې يو ډول بيان کړي دي، چې په اوسنۍ نړۍ کې طب هم پرې ټېنګار کوي، ځکه د ۱۴۰۰ کاله پخوا اسلامي اداب اوس ساينس ثبوت کړي، چې د روغتيا لپاره اړين دي.
په دې لېکنه څلور هغه څېزونه درته په ګوته کوو، چې که چېرې د جنسي اړيکو په وخت کې تر سره شي، نو شونې ده، چې د مرګ سبب شي.
۱- هغه درمل چې جنسي ځواک ډېروي Aphrodisiac: هغه درمل چې جنسي ځواک ډېروي او جنسي غرېزه په تحرک راولي، که چېرې له ټاکلې اندازې زيات وکارول شي، نو د جنسي اړيکو په وخت کې د مړينې چانس هم زياتوالی شي.
ځيني نارينه په دې موخه چې زر انزال ته ونه رسيږي، نو د جنسي ځواک د دوام لپاره يو ډول ګولۍ خوري او وروسته جنسی اړيکې تر سره کوي. په ډېری نارينو کې دغه د جنسي ځواک ګولۍ د وجود په نورو برخو منفي اغېز کوي او وژنکې پايلې رامنځ ته کوي.
د خطر چانس هغه وخت زيات وي، چې نوموړې ګولۍ له الکولو سره يو ځای وخوړل شي. الکول په وجود کې د کڼترول سېسټم فلج کوي او د جنسي اړيکو په وخت کې تر سره کېدونکي حرکات له خطر او ستونزو ډک تماميږي.
۲- د زړه ناروغۍ او جنسي اړيکې: هغه کسان چې د زړه حملې ناورغي لري، په شکر اخته وي او يا هم په زړه او وينه پورې تړلې نورې ناورغۍ ولري، نو د يادو ناروغيو په شتون کې جنسي اړيکې د لوړ خطر لرونکې دي.
څرګنده ده، چې د جنسي اړيکو په وخت کې د وجود حرکات ډېر وي او همدا ډول هغه کسان چې د زړه په نارغيو اخته وي، بايد له داسې کړنو ډډه وکړي، چې ورسره د زړه ضربان زياتيږي. ډېر وخت داسې پېښې رامنځ ته شوې دي، چې د زړه ناروغان د جنسي اړيکو د تر سره کولو په وخت کې مړه شوي دي.
۳- د ويرې په وخت کې جنسي اړيکې: په ټولنيز ډول ښځه او خاوند بايد په داسې ځای او وخت کې جنسی اړيکې تر سره کړي، چې د کورنۍ د غړو او په ګاونډ کې د نورو کسانو له خوا ورته مزاحمت نه وي. داسې ډېرې پېښې ثبت شوې دي، چې ښځه او خاوند د جنسي اړيکو په وخت کې د کورنۍ د غړو له خوا کوم کار ته غوښتل شوي، غږ ورته غږ شوی او يا لېدل شوي دي، نو د ناڅاپي غږ په سبب يې، په مغزو باندې منفي اغېز شوی، ويره يې اخېستي او ورته روا کار د يو ډول نامشروع اړيکو په ډول ښکاره شوی دی، چې په راتلونکي کې يې په فکر او ذهن باندې بد اغېز کړی او مرګونې ستونزې او اندښنې ورته پيدا شوې دي.
۴- غېرې روغتيايي جنسي اړيکې: ايډز او اېچ او ای وي وژنکي ناورغۍ دي. که چېرې ښځه او يا هم خاوند په يادو ناروغيو اخته وي او بيا په نه خوندي ډول سره جنسي اړيکې تر سره کوي، نو مرګ په بيه اخلي. کوم کس چې ايډز ولري د جنسي اړيکو په وخت کې د ايچ ای وي ويروس لا غښتلی کيږي او جوړ کس هم پرې اخته کيږي.
همدا ډول، د اسلام مبارک دين او روغتيا سره په ټکر کې بله خطرناکه او وژنکې کړنه، د خولې په وسيلې د تناسلي آلو لمس کول دي. لومړي خو دا کړنه د اسلام د مبارک دين د عقوايدو او اصولو سره په ټکر کې ده، ځکه چې په خولې باندې ذکر کيږي او خواړه پرې خوړل کيږي، چې بايد له چټلو او جنسو شيانو لېرې وساتل شي. دويم دا چې د طب له نظره هم، د تناسلي سېسټم ميکروبونه او ناروغۍ د خولې له لارې په ډېرې اسانۍ سره د روغ کس وجود ته لار پيدا کوي.
وروستي