نړیوالو روغتیا پالانو په خپلې یوې نوې څیړنه کې موندلي، چې ډیر ګرم چای څښل په بدن کې د سرطان یا کینسر ناروغي پیدا کوي.
د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبلیو ایچ او) وایې، چای یا کافي او یا نور څښونکي څیزونه چې د تودوخې درجه یې له ۶۵ لوړه وي، نو په دې حالتو کې ددې خطر ډیر وي، چې د انسان په بدن کې د سرطان خطر ډير کړي.
دیادولو وړ ده چې، دا څیړنه په ایران، چین، ترکیې او جنوبي امریکا کې ترسره شوې ده، ځکه دې هیوادونو کې خلک دومره ګرم چای څښي چې د تودوخې درجه یې ۷۹ سانتي ګریده وي.
وروستي