د ټرمپ ګواښ: روسيې تياره اوسه، نوي، ښايسته او ځيرک توغندي به سوريې ته درځي!

روهي (څلورنۍ/۲۲ د وري)، د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ په خپل يو ټوېټ کې روسيې ته د نويو او ځيرکو توغنديو د وېشتلو خبرداری ورکړی.

ټرمپ ليکي، "روسيې په ډاګه ويلي، چې د سوريې پر لور ټول توغندي به لاندې وغورځوي. روسيې تياره اوسه، ځکه دوی به درځي. نوي، ښايسته او ځيرک به وي. تاسو بايد د کيمياوي وسلو وژنکو حيواناتو سره ملګري نه شئ، دوی خپل خلک وژني او خوند ورڅخه اخلي!"

د ولسمشر ټرمپ دغه څرګندونې په غېرې رسمي ډول د هغه پرېکړې څرګندونه کوي، چې واشنګټن او متحدين يې، په سوريه کې د کيمياوي بريد د غبرګون په اړه په پام کې لري.

له دې وړاندې په بيروت کې د مسکو ځانګړي استازي ويلي وو، "که چېرې امريکا په سوريې د هر ډول توغنديز بريد هڅه وکړي، نو مونږ به يې لاندې وغورځو او دا به مالومه کړو، چې له کوم ځای څخه دغه توغندي توغول شوي وو."

ولسمشر ټرمپ او په ملګرو ملتونو کې د امريکا استازې نېکې هيلې، د بشارالاسد رژيم ته ګوت څنډنې کړي او د نوموړي حکومت يې يو وژنکی رژيم بللی.

له دې وړاندې مسکو امريکا ته خبرداری ورکړی وو، چې په سوريې د هر ډول پوځي اقدام څخه ډډه وکړي او که چېرې امريکا داسې کار تر سره کړي، نو د ناوړه پايلو مسووليت به يې پر غاړه وي.