فیسبوک ځان کنټرول کړ، خو ډېر ناوخته!

۸۷ میلونه د فیسبوک اکونټونه هیک شوي دي او ډاټا یې د ختمیدو د خطر سره مخ ده، ددې ۸۷ میلونه څخه یوازې ۷۱ میلون اکونټونه دې امریکي هیواد اړوند دي.

اوس مارک زوکربرګ په محکمو کې د خپلو کارونکو د ډاټا د خوندي کولو ضمانتونه او همدارنګه کلکې وعدی ورکوي.

فیسبوک اوس پر داسې ټولز یا اپلکیشن جوړولو کار کوي تر څو د یوزرانو ډيټه لا نوره هم خوندي کړي، او همدارنګه ددې تر څنګ په سیاسي اعلاناتو کې روڼتیا رامنځ ته کوي.

فیسبوک ولې ددومره غټ خطر سره مخ شو؟
فیسبوک یوه لویه برخه نن سبا ځینې وړوکي اپلیکشنونه دي چې زیاتره یې که تاسې لیدلي وي،چې څومره عمر لری؟!،تاسې د چا په شان ښکارئ؟!،او همداسې نور....

پدې اواخرو کې فیسبوک ته یو ماډل چې د کمبرایج انالیټکا په نوم دی او همدارنګه پدې نوم په اصل کې یوه کمپنی هم ده چې په برتانیا کې خپل کارونه مخته وړي چې مهم کارونه یې د ډيټه څیړل،د ډيټه د خونديتوب لپاره ساختمانونه جوړه وي،همدارنګه دډيټه په روڼتیا کې د مشهورو کمپنیو سره مرسته کوي،خو د منفعت په بدل کې. چې کوګان پدې نوم ورته یو اپليکشن جوړ کړئ و چې نوم یې (thisismydigitallife) دا و،په لومړي ځل دوی یوه ټولپوښتنه کړې وه چې تقریبا ۲۷۰۰۰۰ د فیسبوک کارونکو پکې ګډون کړې و، چې جوړونکي نوم یې الکسندر کوګان دی.

تعجب خبره خو دا ده چې دغه ماډل کومې کمپنی اخترا کړې دی GSR نومیږي چې د کمبرایج کمپنی یو جز هم دی په کمبرایج پوهنتون کې کوګان وایې چې په ۲۰۱۵ کې دوی دا له مینځه وړی دی نو اوس ددې پر ځای خپل کارونه مخته یوسي لا د فیسبوکه نوره ډيټه غلا کوي چې اوس یې فیسبوک مشر زوکر برګ ورخطا کړې دی.

ددې ماډل په الګوریتم کې داسې سټرکچر شوی دی چې سربیره پردې مالي،اوسیاسي ټولپوښتنې د خطره سره مخ کوي او اکثره یې له مینځه وړي.

دا چې نوری ټولنې په ټیکنالوژيکي ډول اوټونه کوي نو اوس دې ماډل د فیسبوک د یوزر د ډيټه سره ځینې نوره ډيټه خپله یو ځای کړې ده او پردې یې د ۳۰ میلونو وګړو اوټونو ته خطر پیښ کړې دی.

کوګان وایې چې د فیسبوک شکایت زه نه منم ځکه ما دغه ډيټه یواځې ددې علمي څیړنو لپاره د فیسبوک راخیستې وه نه دا چې فیسبوک ته دې دومره لوی خطر تری متوجی شي،دا وایې چې د GSR کمپنې سره یې دد همدې لپاره بیا کرارداد وکړ چې دغه ډیټه یې لاس کې ده او د فیسبوک پریوسي څخه باید سرغړونه ونه شي.

اکثره وګړي اوس یره لري چې هسې نه فیسبوک کې خطا ایستل شي او ډاټا یې لیک نه شي نو د کارولو یې لاس اخلي چې فیسبوک ته سخته ضربه ده البته په مالي توګه.

کوګان یو سکالوژیست دی او دغه ټولپوښتنه یې د سیکالوژی پر بنیاد جوړه کړی وه چې د ۲۷۰۰۰۰ وګړو پکې ګډون کړې و.