
ډېرو قدرمنو اود پښتو ژبو خدمتګارانو سلامونه او نيکې هيلې مې ومنئ ،
زه د روهي ويب پاڼې د يوه دايمي همکار په توګه تاسو ته غواړم څو ټکي عرض کړم :
د هغوتخنيکي مشکلاتو له امله ،چې په دې وروستيو کې په ځينېو پښتو ويب پاڼو کې رامنځته شوي ، ما له ښاغلي ډاکټر ويال څخه د دغه ستونزو په هکله پوښتنه وکړه او ورته مې ستاسو ليکل شوي شکايتونو ، چې ستاسو په پاڼو کې خپاره شوي رسولي . نوموړی وايي ، چې د دې ستونزې په حل کې ده تر خپله وسه پورې هڅه کړې ، ليکن دا ستونزه اصلا په انټرنېټ کې د دوه کمپنيو تر منځ رامنځته شوې او اوس يوې کمپنۍ خپلې تخنيکي مرستې پر بلې کمپنۍ باندې درولي او داسې پرابلمونه رامنځته شوي ، چې يوه بېلګه يې دا ده ، چې د ((و)) توري پر ځای سواليه راځي .
ښاغلی ويال وايي ، چې دا سمه ده ، چې ده ته د پاڼې د ډيزاين پيسې ورکړل شوي او ده هم پاڼه ډيزاين کړې ده او خپل زحمت يې ايستلی دی ، پاتې شو د دې ډول ستونزو د نه رامنځته کيدو ګرانټي يا ضمانت دی نشي کولی او نه دا چارې د ده په ﻻس کې دي .
د روهي ويب پاڼې د ادارې او همکارانوپه استازيتوب زه له ټولو هغو پاڼو مشرانو څخه هيله کوم ، چې د ډاکتر ويال لخوا ډيزاين شوي دي ، دوی دې خپل مشکلات له ډاکټر ويال سره حل کړي او دا مسايل يوازې په ده پورې اړه لري او دا مسايل د روهي ويب پاڼې همکارانو سره تړلي نه دي او نه دې په دې برخه کې د روهي نوم يادونه کوي . د يادونې وړ بولم ، چې ښاغلی ډاکټر ويال د روهي ويب پاڼې يوازې او يوازنی تخنيکي همکار دی او نور ټول خبرياﻻن او فرهنګي همکاران دي .
مننه
زيږ اڅړ